درې غله؛ د روسي ژبې لنډه کیسه

لیکوال: لیو تولستوی ژباړه: رفیع الله رفیع الله

درې غله؛ د روسي ادبیاتو لنډه کیسه
عنوان: درې غله
لیکوال: لیو تولستوي
ژباړن: رفيع الله رفېع
یو بزګر یو خر او وزه د خرڅولو لپاره بازار ته روان کړي وو، د وزې په غاړه کې ځونډی ځوړند و. درې غلو، چې کله بزګر ولیده، چې د دوی په مخ کې تېرېږي؛ نو

لومړي غل وویل: زه به يې وزه غلا کړم، پرته له دې چې بزګر پوه شي.

دوهم غل وویل: زه به يې خر ور څخه غلا کړم.

دریم غل وویل: دا هم ستونزمنه غلا نه ده، زه به د هغه ټولې جامې ور څخه غلا کړم.
لومړیي غل په پټه وزې ته ور نږدې شو، ښکر یې ترې پرې کړ او د خره له لکۍ سره یې وتړه او وزه یې یوه پټي ته یوړه. کله، چې بزګر شاته وکتل او ویې لیدل، چې وزه يې نشته، نو د هغې په لټه کې شو.
دوهم غل هغه ته ورغی او پوښتنه یې ترې وکړه، چې څه لټوې؟ بزګر ځواب ورکړ، چې وزه مې غلا شوې ده.غل ورته وویل: یوه شیبه مخکې يوه وزه ما په دې ځنګل کې وليده، چې يو سړي له ځان سره روانه کړې وه، که ته ورپسې ورشې، نو هغه نيولی شې. بزګر خپل خر دوه غل ته پرېښوده او سړي پسې يې منډه کړه، چې په دې سره دوهم غل خر غلا کړ، کله، چې بزګر له ځنګله څخه خپل خر پسې راستون شو، ګوري، چې خر هم ورک شوی دی. بزګر په ژړا پيل وکړ او خپل تګ ته یې دوام ورکړ، د لارې په اوږدو کې یې د اوبو د ډنډ په څنډه کې یو سړی ولید چې ژاړي، بزګر ترې پوښتنه وکړه، چې څه خبره ده؟ سړي ځواب ورکړ، چې ماته دنده راکړل شوې وه، چې د سرو زرو ډکه کڅوړه ښار ته ورسوم. کله، چې زه د د اوبو د ډنډ په غاړه د استراحت لپاره کېناستم، نو خوب مې راغی او ويده شوم، کله، چې بېرته له خوبه راپاسېدم په همدې وخت کې مې د سرو زرو څخه ډکه کڅوړه په پښه ووهله او اوبو ته ولوېده، بزګر ترې وپوښتل، چې ولې دې اوبو ته ورپسې ځان ونه غورځوه؟ سړي ځواب ورکړ:زه د اوبو څخه ډارېږم او زه په لامبو وهلو هم نه پوهېږم، خو که څوک زما کڅوړه د اوبو له ډنډ څخه راوباسې زه به ورته د سرو زرو شل ټوټې ورکړم. بزګر خوشاله شو او له ځان سره يې ویې ویل: خدای دا نعمت ماته د دې لپاره راکړی، چې زما د وزې او د خره د تاوان جبران وکړم، نو هغه سم دستي خپلې جامې ووېستلې او اوبو ته ځان وغورځوه، خو هغه د سرو زرو ډکه کڅوړه پیدا نه کړه، کله، چې هغه د اوبو څخه راووت، نو جامې يې ترې درېم غل غلا کړې وې.
زده کړه/درس:
لومړی غل د بزګر د بې پروايۍ له امله بریالی شو. یعنې په ژوند کې بې پروايي د لويو بدبختیو لامل کېږي.
دوهم غل په یوه ناسمه مشوره/مشاوریت کې په بزګر باندې په شاتو کې زهر وخوړل. یعنې موږ بايد د يو چا په غلطه مشوره باندې پرېکړه ونه کړو.
درېم غل د خپلې بې وسۍ او ژړا څخه په استفادې له بزګر څخه جامې هم غلا کړې. یعنې موږ بايد د چا په بې وسۍ او ژړا باندې دوکه نه شوو.

دا هم ولولئ:   ړنده مور (لنډه کیسه)/ ژباړه همایون همت  

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*