د ژوند وړې لارښوونې/ ژباړه سپین سهار

سپین سهار

(لومړۍ برخه)

نوي دوستان پيدا کړه، خو زاړه هغه زړه ته ډېر در نژدې لره.

{{{

کال کې يو ځل- دوه وينه ورکړه.

{{{

راز ساتونکی اوسه.

 {{{

ډېر انځورونه واخله.

{{{

پر زېږ ورځ دې يوه ونه وکره.

{{{

کله کله یې نورو ته ور زده کړه.

{{{

کله کله يې له نورو زده کړه.

{{{

غاښ تار (Dental Floss) وکاروه.

{{{

کله هم بد خُلقه کېږه مه.

{{{

دوستان دې د ډاليو په ورکړه خوشحاله کړه.

{{{

له بدو شرايطو هم ښه ګټنه زده کړه.

{{{

چې په تېرو دريو کالو کې دې نه وي اغوستي هغه جامې دې خيرات کړه.

{{{

زړه ور اوسه، که څه هم نه یې! خو هسې ځان زړور نيسه، هېڅوک به درباندې پوه نشي.

{{{

در اوږد شوی لاس ښه ټينګ کړه.

{{{

سايکل سپرلي وکړه.

{{{

کنايې مه وايه.

{{{

کله يې هم هېر نکړې چې په کاروبار او کورني ژوند کې باور تر ټولو ډېر ارزښتناک دی.

{{{

له نورو سره پټ ښه وکړه.

{{{

د هېواد اساسي قانون ولوله.

{{{

يوازې هغه کتابونه نورو ته امانت ورکړه، که نه وي، زړه دې پسې خپه نشي.

{{{

د ورځې نيم ساعت، تېز پلی وګرځه.

{{{

ښه ډېر وخانده، خندل وړيا دي، ارزښت یې زښته ډېر.

{{{

کله هم غالې مکوه.

{{{

غوږ نيول زده کړه. کله کله چانسونه ډېره ورو دړه در وهي.

{{{

د خلکو نومونه ياد کړه.

{{{

د هېوادونو د پلازمېنو نومونه ياد کړه.

{{{

کاږه او کيڼ غاښونه دې د غاښونو په ډاکتر ورغوه، پاک يې کړه.

دا هم ولولئ:   ذهني ارامتیا لپاره لس غوره لارښوونې/ اسدالله دولتزی

{{{

له هېچا «هيله/ اميد» مه اخله، کېدای شي دا يواځني څه وي، چې لري يې.

{{{

داغي غاښونه دې پاک کړه.

{{{

تکړښت ملګری پيدا کړه.

{{{

د ملي سرود د ويلو پر وخت ودرېږه، لاس دې پر زړه ونيسه.

{{{

د شيانو د لرلو دعا مکوه، د عقل و زړوتيا لرلو دعا وکړه.

{{{

د خپلې مېرمنې خوږ ملګری اوسه.!

{{{

لږ تر لږه په کال کې يوه پلا د لمر لوېدلو ننداره وکړه.

{{{

هر چاته په ډېره مهربانۍ لاس ورکړه.

{{{

د نورو سترګو ته وګوره.

{{{

«زښته ډېره مننه» ويل عادت کړه.

{{{

«هيله کوم» ويل عادت کړه.

{{{

د موسيقۍ يوه آله زده کړه.

{{{

د ځان وينځلو پر مهال له ځان سره سندرې ووايه.

{{{

لګښت دې تر ګټې کم کړه.

موټر ارزان بيه لره، خو کور هومره ښکلی چې توان يې لرې.

{{{

ښه کتاب ان که نه يې لولې هم هرومرو وپېره.

{{{

ځان او نور وبښه (بښنه عادت کړه).

{{{

چې پوی شوې وړتيا يې لرې، د لوړ مقام وړانديز وکړه.

{{{

پورونه دې ژر پرې کړه.

{{{

له خلکو سره هغسې چلند وکړه، څه وړ يې چې له نورو تمه لرې.

{{{

بې ځنډه نورو ته مننليکونه واستوه.

{{{

خوښۍ سبا ته مه پرېږده، هم نن خوند ترې واخله.

{{{

رايه ورکړه.

{{{

نور مه ملامتوه، د خپل ژوند مسووليتونه دې پخپله ومنه.

{{{

له مشله توب (خوش طبعۍ) دې د خندولو ښه ګټنه وکړه، نه بده ګټنه.

{{{

د يوې دورې انځورونه دې وکسه.

{{{

کوچينيان له دګلو (تنبيه کولو) وروسته په غېږ کې ونيسه.

دا هم ولولئ:   د ژوند وړې لارښوونې/ ژباړه سپین سهار (دویمه برخه)

{{{

پخپل لاس ښکلي لاسي توکي ساز کړه.

{{{

خپلې تېروتنې ومنه.

{{{

د واده ورځې نمانځنه دې کله هم مه هېروه.

{{{

د خير کارونو ته وخت ورکړه، له زړه مرسته پکې وکړه.

{{{

روغتيا ارزښت ګڼه.

{{{

که چا د دندې وړانديز درته وکړ، که خوښه دې هم نه وه، يو وار ورسره کېنه، کله هم چانس له لاسه مه ورکوه.

{{{

که ګټه دې ډېره هم وه، اولادونه دې کار کولو ته وهڅوه، د زده‌کړې د مياشتني لګښت يوه برخه يې پرېکړه.

{{{

په ښکليو او ځلېدونکيو رستورانتونو کې له ډوډۍ خوړلو ډډه وکړه.

{{{

پخوانيو ټولګيوالو ته دې مېلمستياوې وکړه.

{{{

مه پرېږده څوک دې لوېدلی پرځېدلی وويني.

{{{

هر وخت هرومرو مخې ته څه ښکلي ږده، لکه يو ښکلی ګل.

{{{

لوړ فکرونه کوه، خو له وړو خوښيو هم زښته ډېر خوند اخله.

مالياتي راپورونه لوستل زده کړه.

{{{

هر وخت دې اولادونه وستايه، ورته ووايه چې زښت ډېر باور پرې لرې.

{{{

پر زېږ ورځ دې خپل ځان ته د مبارکۍ يو پيغام وليکه.

{{{

ګېر موټر زده کړه.

{{{

د هېچا د ګروهې (عقيدې) يا بل سپېڅلي څه سپکاوی مکوه.

{{{

د سيمه ييزو ونو بوټيو او الوتونکيو په اړه معلومات تر لاسه کړه.

{{{

په موټر او پخلنځي کې هر وخت د اور وژنې کپسول ولره.

{{{

وصيتنامه دې وليکه.

{{{

دروازې ته چوفتۍ او کيلي والا قلف ولګوه.

{{{

د سړک غاړې تاريخي ډبرليکونه او لوحې ولوله.

{{{

که چا د کومې مهمې پېښې کيسه کوله، ته پکې مه ور لوېږه، خپله کيسه مکوه، ميدان هغه ته پرېږده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*