د یاداشت (NOTE) اخیستو ۷ ګټې / سپین سهار

لیکوال: سپین سهار

که چېرې مو حافظه کمزورې وي او د دوو اونیو مخکې یوه موضوع نه شئ را یادولای، پر دې فکر وکړئ د خپلې جلسې، سیمینار یا کتنې مهم ټکي به څنګه را یادوئ؟ یادداشتونه اخیستل درسره د هغو مهمو ټکو په نښه کولو کې مرسته کوي چې ښایي له ذهنه مو ووځي، انسان نه پوهېږي چې بیا یې هغه موارد کله او چېرته په کارېږي. دلته درسره د یادداشتو اخیستو ۷ لویې ګټې شریکوم:

1. ذهني فشار ختموي

که مسایل درنه هېرېږي، نو حتمن درسره دا اندېښنه  وي، په ذهن به مو فشار وي چې مهم مسایل درنه هېر نه شي او که کوم وخت درنه د اړتیا پر وخت مهم مسایل هېر وي، دا طبعاً ستاسې په ذهن فشار راوړي. یادداشت اخیستل مو یو دغه ذهني فشار ختموي او بل مو په ذهن کې شته ګډوډي له منځه وړي، بیا تاسې په یوه وخت کې، پر یوه موضوع په واضح ډول تمرکز کولای شئ.

2. مهالوېش برابروي

کله کله درباندې له هرې خوا کارونه او موضوعات را روان وي، دا پر انسان باندې کارونه ډېروي او څومره چې دا کارونه ډېر وي، هومره د انسان تمرکز ډېر ګډوډ وي.که چېرې یادداشتونه واخیستل شي، یو نظم رامنځته کېږي، هر کار ته به خپل وخت ورکوئ، وخت به مو په منظم ډول وېشل شوي وي، د یوه کار وخت به درنه بل کار نه نیسي او کارونه به درنه نه ګډوډېږي.

3. یادداشتونه په عملونو بدلېږي

دا کار په جلسو او ټولګیو کې کېږي. په ناستو او ټولګیو کې زیاتره وخت نوي نوي نظریات راځي، که په هغه وخت کې مهم یادداشتونه واخیستل شي، نو وروسته یې بیا تعقیبولای شئ او ځينې داسې کارونه ترې را ویستی شئ چې باید عملي يې کړئ، نو یادداشت به درسره دا مرسته کړې وي چې تاسې به د کولو لپاره مشخص کارونه ولرئ او هغه به عملي کوئ.

دا هم ولولئ:   د ستونزو مدیریت_ عمر شیرزاد

4. د باکیفیته موادو زېرمه به ولرئ

که په خپل مسلک کې پرمختګ غواړئ، نو یادداشتو اخیستل درسره ډېره مرسته کولای شي. که منظم یادداشتونه اخلئ، څومره پرمختګ چې کوئ، هومره به درته خپله لاره معلومه وي، پخواني مواد به ټول درسره په منظم ډول پراته وي او ګټه به ترې اخیستی شئ.

5. یادداشتو له نور ملګرو او همکارانو سره شریکولای شئ

سم یادداشتونه نه یوازې تاسې سره مرسته کوي، بلکې ستاسې د ملګرو او همکارانو سره هم مرسته کولای شي. کوم همکاران چې تاسې سره یو ځای پر یوې موضوع کار کوي، د اړتیا پر وخت ستاسې یادداشتو ته رجوع کولای او ګټه ترې اخیستلای شي. که مو کوم همکار یا ټولګیوال په جلسه یا ټولګي کې غیرحاضر وي ستاسې یادداشتو ورسره مرسته کولای شي، دا حالت د ټیمي کار روحیه هم پياوړې کوي.

6. ستاسې د کار کیفیت لوړوي

که چېرې په کوم مجلس کې وینا کوئ یا د خپل کار ګزارش ورکوئ، نو دا یادداشتونه درسره په کې مرسته کولای شي.یادداشتونه اخیستل ستاسې د ورځني کار کیفیت لوړوي. که جزیات درسره وي، نو تجربه به مو زیاتېږي، پوهه به مو لوړېږي او تاسې به خپله برخه کې د تخصص حد ته رسوي.

۷. ښه ورسره ښکارئ

یادداشت اخیستل ستاسې په اړه د مقابل لوري ذهنیت ښه کوي، تاسې مسوولیت پذیره او په پروسه کې دخیل او حاضر ښيي. یادداشت اخیستل ستاسې شخصیت هم څرګندوي، ستاسې حوصله، تعهد او جزیاتو ته ستاسې پاملرنه ښيي. دا هم ښيي چې ستاسې کار موثر دی او هېڅ یوه برخه مو له سترګې نه لوېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*