د ژوند وړې لارښوونې/ ژباړه سپین سهار (دویمه برخه)

ليکوال: جاکسون براون ژباړه: سپين سهار

ګړۍ (ساعت) دې پېنځه دقيقې مخکې کړه.

+++

چې غواړې يو کار پيل کړې، د تش لاس اندېښنه مکوه.

+++

انګليسي زده کړه، ځکه څو کاله وروسته به ډېر خلک په انګليسي پوهېږي.

+++

په موټر او د خوب تر تخت لاندې هر وخت لاسي ګروپ او اضافي بېټرۍ کېږده.

+++

په کوم بانک کې چې حساب لرې، مدير ته یې ځان ور و پېژنه، شخصي ملګرتيا به یې ګټه در ورسوي.

+++

د ماښامنۍ خوړلو پر مهال ټلوېزيون بند کړه.

+++

که له اولادونو سره دې لوبه کوله، ورته ویې بايله.

+++

د وسلې سم کارول زده کړه!

+++

په اونۍ کې له يو وخت ډوډۍ خوړلو تېر شه، لګښت يې چا بېوزله ته ورکړه.

+++

موسيقي زده کړه.

+++

يو وکيل، په مالي چارو يو پوه تن او يو تکړه نلدوان ملګری کړه.

+++

وصيتنامه ولره او د اېښودلو ځای يې خپلو خپلوانو ته وښيه.

+++

سرهٔ ګلان بويوه.

+++

په موټر کې کمربند تړه.

+++

سخت اوسه، خو زړه نرم لره.

+++

روغتيايي معاينات کوه، د غاښونو ډاکتر ته ورځه.

+++

د کار چاپېريال او مېز دې پاک لره.

+++

وخت پېژندونکی اوسه او پر نورو یې هم د پېژندنې ټينګار لره.

+++

د نيوکې پر دفاع وخت مه ضايع کوه.

+++

له منفي مزاجه خلکو لرې ګرځه.

+++

شريف او باتربيه اوسه.

+++

نورو ته مه وايه چې کارونه څه وړ وکړي، ورته ووايه، څه بايد وکړي، هغوی به داسې حللاره ورته پيدا کړي چې حيران به دې کړي.

+++

له حده زياتې مهربانۍ نه ډډه کوه.

دا هم ولولئ:   ستا مينه (هنري نثر) / استاد صدیق الله رښتین 

+++

هر څه دې چې له زړه غوښتل، ترې نهيلی نشې! څوک چې غټې هيلې لري، له هغوی ډېر ښه دي چې يوازې واقعيتونو ته ناست دي.

+++

ياد يې لره! هر څوک د ستاينې وږی دی.

+++

زامن دې وهڅوه، له شپاړس کلنۍ وروسته پس له وخته کار وکړي.

+++

څه چې لاسليک کوې، لومړی یې په غور لوله! ياد يې لره غټ لاسليک د څه ورکولو او وړوکی هغه د څه تر لاسه کولو نښه ده.

+++

نورو ته دويم چانس ورکړه، نه درېيم.

+++

بې ارزښته شيان لومړی وپېژنه، بيایې پرېږده.

+++

په غوسه کې هېڅه مکوه.

+++

ډاډه اوسه او پر ځان له باور سره خونې ته ور ننوځه.

+++

مينه ناک اوسه.

+++

خلک پرېږده چې ودې پېژني چې څه ته د ټينګې يې او څه ته نه يې.

+++

له «ولې؟» ډېره ګټنه وکړه.

+++

د خلکو ارزښت د هغوی له زړونو معلوم کړه، نه په بانک کې د هغوی له پرتې شتمنۍ.

+++

د هغه چا په څېر شه چې تر ټولو ډېر مثبت او خوځنده درته ښکاري.

+++

د لاس مينځلو د را څڅېدونکې بمبې جوړول زده کړه.

+++

هېڅ اندېښنه مکوه چې اولادونو ته دې ښه شيان نشې ورکولای، تر ټو ښه څه چې لرې ور يې کړه.

+++

لږ غوړ لرونکې شيدې وڅښه.

+++

د نوي ګاونډي کره يو قاب خواړه د تيارولو له ليکلې لارښوونې سره وروړه.

+++

سره (توره) غوښه لږه خوره.

+++

د يوې سيمې څرنګوالی د هغې د خلکو له چلنده سنجوه.

+++

مالګه لږ خوره.

دا هم ولولئ:   حضرت ابوبکر صدیق (رض) ویناوې

+++

پر سياستوالو باور ونکړې.

+++

د هر ژوندي سري درناوی وکړه.

+++

داسې کارونه کوه، چې له ارزښتونو سره دې سر خوري.

+++

له مرګ و ژوند سره له تړليو پېښو پرته هېڅه ته اندېښنه مکوه، ارام اوسه! هېڅه دومره مهم نه وي، لکه په پيل کې چې ښکاري.

+++

هر څه دې چې له لاسه کېږي، د خپل مشر لپاره یې تر سره کړه، دا به دې د ژوند تر ټولو ستره پانګونه وي.

+++

په تېرو تېروتنو دې مه ژاړه، مازې يې ترې زده کوه او مخ ترې اړوه.

+++

د ښوونځي د شاګردانو د لاسي کارونو په نندارتون کې ګډون کوه او تل يو څه ترې را نيسه.

+++

مه پرېږده ټليفون دې د ژوند ښې شېبې در خرابې کړي! ټليفون ستا د کارونو د اسانولو لپاره دی، نه د هغه چا لپاره چې زنګ يې در وهلی.

+++

که چا ستايلې، له زړه «مننه/ خوښنه» ويل يې تر ټولو غوره ځواب دی.

+++

د ماشومانو خويونه پرېږده (له ځانه ماشوم مه جوړوه).

+++

ښه بايلونکی اوسه.

+++

ښه ګټونکی اوسه.

+++

پر نورو څنډې ته نيوکه کوه (نه د خلکو تر مخ!)

+++

خلک د نورو په مخ کې وستايه.

+++

وړاندې تر دې چې کوم ملګري ته دې د يوه راز د ساتلو ووايې، يو وار بيا فکر پرې وکړه.

+++

کله هم چاته مه وايه «خپه او ستړی ښکارې/ رنګ دې خرابه شوی!».

+++

ښه ملګري ولره.

+++

هره ورځ ورځپاڼه را نيسه.

+++

پر ژمنه دې ودرېږه.

+++

اولادونو ته دې د پيسو او سپما (بچت) ارزښت ور ورښيه.

دا هم ولولئ:   د ځــان ارزښـــت مــو درک کــړئ!

+++

د نورو ښېګړې وکسه.

+++

پر لومړي نظر ونه غولېږې!

+++

د دودونو (رواجونو) درناوی کوه.

+++

ښه کارکوونکي تل ستايه.

+++

د الوتونکيو د خوړو يو لوښی را نيسه او په هغه ځای کې يې کېږده چې له پخلنځي درته ښکاري.

+++

له مور و پلاره دې وغواړه د لومړي ځل ليدلو او د واده د لومړنۍ کليزې کيسه پر ټايپ ريکارډر درته ثبت کړي.

+++

د ښوونځي په موټر کې ناستو زده کوونکيو ته لاس وښوروه.

+++

پرېږده چې هر څه ساده (ښکلي) وي.

+++

هغه کسان په کارونو وګوماره چې تر تا ډېر ځيرک و هوښيار وي.

+++

د ځان خوشحاله ښودلو هنر زده کړه، که څه هم له زړه خوشحاله نه یې.

+++

هغوی چې در باندې ګران وي، ښه خيال یې ساته.

+++

له هغو سړکونو مه تېرېږه چې تګ را تګ پرې بند وي.

+++

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*