د ژوند وړې لارښوونې/ ژباړه سپین سهار (څلورمه او وروستۍ برخه)

ليکوال: جاکسون براون ژباړه: سپين سهار

چې د ډېر صداقت دعوه لري، ډېر پام پرې لره.

+++

ياد یې لره! ګټونکي هغه کارونه کوي چې بايلونکي یې نه کوي.

+++

کله چې سهار کارځي ته ورسېږې، لومړی داسې څه ووايه چې د ټولو ورځ رڼه او خوندوره کړي.

+++

چې سفر کوې د څنګ په جېب کې دې يو کارت ولره، نوم، ټليفون شمېره، د يوه خپلوان ټليفون شمېره او د ځان په اړه نور اړوند معلومات پکې وليکه.

+++

د «که داسې شوي وای» ويلو پر ځای «بله پلا به داسې وشي» ډېر وايه.

+++

چې د ډېر صداقت دعوه لري، ډېر پام پرې لره.

+++

د «ستونزې» پر ځای له «فرصت/ چانس» کلمې کار اخله.

+++

که غوښتل دې په کور کې کوم ژوی وساتې، د ژويو د ملاتړ له ټولنې یې را نيسه.

+++

د خوښې کتاب دې يو وار بيا ولوله.

+++

داسې ژوند وکړه چې وکړای شي د قبر پر لخڅه دې وليکي: «هېڅ پښېمانه نه و.!».

+++

کله دې هم له مېرمن سره د جنجال په منځ کې له خونې مه وځه.

+++

فکر ونکړې چې لوړه بيه به د لوړ کيفيت نښه وي.

+++

که غواړې د يو څو ورځو لپاره موټر په کرايه کړې، خرچه وکړه! ښه روغ موټر کرايه کړه.

+++

که غواړې د پېنځه کالو او يا تر هغه ډېر وخت لپاره د کور يا اغوستلو سامان را نيسې، تر ټولو ښه یې را نيسه، چې تر ټاکلي وخته دې اړتياوې پوره کاندي.

+++

د مينې د څرګندولو هېڅ چانس له لاسه ورنکړې.

+++

د ويونو (لغاتو) يو سيند (قاموس) ولره.

دا هم ولولئ:   د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / نهمه برخه 

+++

د کور رانيولو پر مهال دريو ټکيو ته پام کوه: سيمه، سيمه، سيمه.

+++

ګرانبيه (ارزښتناک) کاغذونه دې په بانک کې وساته.

+++

پخواني انځورونه دې را برسېره کړه، لس ترې خوښه کړه، د پخلنځي پر المارۍ یې سريښ کړه، په هرو لسو ورځو کې یې يو وار بدلوه.

+++

د مينې د اړيکيو د خرابېدو په سپيناوي کې ساده ووايه: «تېروتنه زما وه!».

+++

ځان دې د خپلو ټاکليو معيارونو له مخې وسنجوه، نه د نورو د معيارونو له مخې.

+++

پرېکنده اوسه، که څه هم تېروتنه کوې.

+++

که د چا درته اړتيا وه، ځان ور رسوه.

+++

مه پرېږده څوک دې د بحث له لارې له هغې آيډيا (مفکورې) واړوي، چې ستا په اند ستره مفکوره وي.

+++

هڅه وکړه بچي دې داسې وروزې چې په ځان کې ښېګړې وويني، دا به په راتلونکي کې د دوی د بري راز وي.

+++

کله هم د خوږو (شېريني) وروستۍ ټوټه ونه خورې..!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*