روژه کې د سردردۍ مخنيوی / محمد عزيز پردېس

ژباړه: محمد عزيز پردېس

ترټولو لويه ستونزه چې د روژې مبارکې مياشتې په اوږدو کې د خلکو سرحد روغتونونو او درملتونونو ته رسوي، سردرد دی.

د دې لپاره چې وشئ کولی د دا ډول سردردونو مخنيوی مو کړی وي، چې معمولا لامل يې ولږه او تنده ده؛ بايد د خپلو خوړلو او څښلولېست ته مو بدلون ورکړئ. د خوړو اندازه مو کمه کړئ او د کالوري لرونکو خوراکونو په خوړلو کې احتياط وکړئ. روغتيا پوهان وايي: دچای د څښاک کچه مو راټيټه کړئ، ترڅو د وخت په تېرېدو سره د کم چای څښلو سره عادت وکړئ؛ ځکه د ډېری روژه لرونکو د سردردلامل د چای کم څښل دي.

که د چای د څښلو اندازه مو کمه کړله او يا مو د چای غلظت راټيټ کړ، نو ډېر لږ به سردرد شئ.

ترټولو مهمه خبره دا ده چې، پېشلمی هېڅکله مه قضا کوئ.

هغوی چې وايي، مونږ د شپې ۱۱ يا ۱۲ بجې خواړه خورو، ترڅو د پېشلمي لپاره راويښ نشو؛ بايد پوه شي چې د پېشلمي څخه ډډه کولاو د دغه رمضاني خوراک پرېښودل د کالريو د کمېدو او د بې ګټه کېدو لامل کېږي.

دا ډله خلک حتی د ورځې په لومړيو ساعتونو کې هم د تمرکز وړتيا او د کار يا درس لپاره فکري پام نه لري.

په همدې اساس، پېشلمي ته نه پاڅېدل؛ سم او معقول کار نه دی.

همدارنګه لارښوونه کېږي چې د روژه ماتي او د ډوډۍ خوړلو ترمنځ هم بايد حداقل دوه يا درې ساعته واټن مراعت شي، ترڅو معدې ته پهيو ځل د خوراکونو د سېلاب مخنيوی شوی وي.

دا هم ولولئ:   د مطالعې ارزښت_ خالد یاسین

که يوه منظمه او سالمه خوراکي برنامه د ځان او کورنۍ لپاره برابره کړئ، نو پرته له کومې جدي جسمي او روحي ستونزې به د روژېمبارکه مياشت تېره کړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*