ذهني ارامتیا لپاره لس غوره لارښوونې/ اسدالله دولتزی

دا منو چې په ټولنه کې ډېری پوهانو د ذهني ارامتیا لپاره بېلا بېلې لارې چارې بیان کړي او تر ډېره موُثرې هم تمامې شوي دي.

د اسلام مبارک دین له نظره دیني عالمانو د ذهني سکون لپاره هم ګڼې لارښوونې او سپارښتنې کړي،چې د کلام الله تلاوت، اذکار اونورې ګڼې لارې دي، خو د ارواپوهنې د علم له نظره بیا د ذهني ارامتیا لپاره لس داسې لارښوونې دي که چېرته یو انسان د فشار اوذهني ګډوډۍ سره مخ وي،دا چارې کولای شي ورسره تر ډېره  مرسته وکړي.

۱: پاکې او یخې اوبه څښل: د پاکو او یخو اوبو څښل سره له دې چې له یوه لوري ستړیا ختموي ورسره ذهني ارامتیا منځته راولي او دانسان په مخ کې ښکلا او تازګي هم راتللی شي.

۲: مطالعه کول: که څه هم مطالعه کولو سره انسان له ګڼو منفي فکرونو اوسوچونو را ګرځول کېږي او ذهن یې بوخت شي، خو ورسره هغهلاملونه چې ذهني فشار یې راوستی هم له منځه وړل کېږي، خصوصاً د ښو او موُثرو کتابونو او مقالو لوستل.

۳: د ښو دوستانو لرل: ښه، غوره او د طبیعت ملګري او دوستانو درلودل هم کولای شي تاسې ته ذهني سکون او ارامي درکړي، دا سېچې ستاسې په طبیعت پوهېږي او له فشار مو وژغورلی شي.

۴:ښه  خوراک: که څه زموږه په ټولنه کې اقتصادي او ګڼې نورې ستونزې بې شمېره دي، خو ولې بیا هم د اراواپوهنې له نظره د ذهنيفشار ختمولو لپاره ښه خوراکونه هم کولای شي موُثر تمام شي.

دا هم ولولئ:   د ژوند وړې لارښوونې/ ژباړه سپین سهار (دريیمه برخه)

۵: ښکلې اوپاکې جامې: که څه هم نویو، پاکو او ښکلو جامو سره هر انسان ظاهراً ښه ښکاري، خو د ذهني سکون او فشار ختمولو کېخورا موُثره کړنه ده، که تاسې په ذهني فشار اخته یې او د سکون لټه کوئ، کولای شئ پاک او نوی لباس واچوئ.

۶: شاور اخېستل: ډيری انسانان بغیر له  اړتیا هم هر سهار حمام کوي او داسې انګیري چې تازه او سوچه شوه، دا باور یې بیخيدرست دی او د ستړیا ختمولو لپاره تر ټولو ښه نسخه ده.

۷: په شنو سیمو کې چکر وهل: معمولاً له ملګرو، کورنۍ او دوستانو سره په چکر او سیاحت تګ د ذهني سکون لامل کېږي، خو په شنو اوهغو سیمو کې چې ارامه وي بیخي غوره تاثیر کوونکي وي.

۸:ځانته وخت ورکول: هر وخت دې چې خپل ځان ارزښتمند یاد نه کړل یا دې ونه باله، ته په درون کې خپله یو ډول له کاروانه پاتې او دژوند ستونزې درباندې ډېرېږي چې ورسره حتماً انسان څخه ذهني سکون ځي او فشارونه پرې زیاتیېږي، نو ښه داده چې یو انسان  خپلځانته ارزښت ورکړي او د ځان په جوړښت فکر وکړي.

۹: مهربانه اوسېدل: که څه په اسلام مبارک دین کې او هم انساني غوښتنه داده چې مهرباني او پر بل انسان پام او شفقت تاسې له هرډول فشار او ذهني ګډوډۍ څخه ژغورلی شي،کله چې مهربانه وئ باوري اوسئ چې ذهني سکون به ومومئ.

۱۰: خپل ځان سره د مینې برخورد: دا خبره اوس لوستونکي په دې قیاص نه کړي چې یو څوک له ځانه سره  مینه یعنې، مغروه او په ځانتکیه اوسي، بلکې دلته ترې داده چې خپل اینده او حال باندې فکر او ورته پاملرنه وشي، بل قول بیا دا هم دی چې ځان سره د مینې برخوددا ده چې تاته باید خپل ځان له هر څه زیات ارزښتمند او مهم اوسي او په جوړلو یې تمرکز زیات وکړې.

1 Comment

  1. السلام علیکم …محترما! په زړه پوري لیکنه وه خوند کې تري واخیست د کار د بوختیا سره سره هم ځان ګمزوري او زړه تنګون پیدا کیږي ، بیا څه کولای شم منننه

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*