غږيزه ککړتيا څه ته وايي؟ محمد عزيز پردېس

لیکنه:محمد عزیز پردېس

غږيزه ککړتيا چې په دري ژبه کې ورته آلودګی صوتي وايي او د چاپېريالي غږونو په نامه هم مشهوره ده، د غږونو هغو ټولګې ته ويل کېږيچې د انسانانو او ژويو پر ژوند منفي او زورونکی اغېز ښندي. د دغې ککړتيا لامل په عمومي توګه د لېږد رالېږد سيستمونه او صنعتيدستګاوې ګڼل کېږي. د نړۍ په ډېری ښارونو کې د چاپېريال ساتنې اړوند بنسټونه د غږيزې ککړتيا د حد او اندازې د مالومولو په موخه له(Decibel) واحد څخه کار اخلي.

 

غږيزه ککړتيا د هوا او اوبو ککړتياوترڅنګ د يو پاک او ارام ښار لپاره تعيینوونکی فکتور ګڼل کېږي. خو پوښتنه دا ده چې غږيزه ککړتياڅه ده او زموږ د چاپېريال او شاوخوا سره څه کوي؟ په دې ليکنه کې به تاسو د دې پوښتنو ځوابونه ومومئ.

 

چاپېريالي او مزاهم غږونه يواځې زورونکي نه دي، څېړنې ښيي چې صوتي ککړتيا په اوږدمهاله ډول جسمي او روحي ناروغۍ رامنځ تهکوي او حتی ممکنه ده چې غږيزه ککړتيا په ماشومانو کې د زده کړې او بدني ودې د پروسو  ټکني کېدو سبب هم شي. د امريکې متحدهايالتونو د سلامت ملي موسسې د يوې څېړنې پايله ښيي چې د موټرونو د ټرافيک غږ د ورځې او شپې په اوږدو کې کولی شي د وينې دفشار د لوړوالي سبب شي. يوه يوه بله څېړنه چې د لندن ښار د هېټرو هوايي ډګر شاوخوا کې ترسره شوې ده، ښيي چې په هوايي ډګرکې د غږونو ډېرېدل د زړه د ناروغيو د ډېرېدو سره مستقيمه اړيکه لرله، يانې له کله نه چې په ياد هوايي ډګر کې صوتي ککړتيا ډېره شوې،په همغه اندازه دې ساحه کې د زړه د ناروغيو له امله روغتونو ته د خلکو ورتګ هم ډېر شوی دی.

دا هم ولولئ:   د چا کار کې کار مه لره، له ژوند به خوند واخلې

 

صوتي ککړتيا ته غبرګون دومره د پام وړ دی چې ځانګړی نوم لري: غږيزه زورونه. دا زورونه هغه احساس بيانوي چې هر فرد ورسره دغږيزې ککړتيا پر مهال مخامخ کېږي لکه؛ ګیچي، نارضايي، ناخوښي او داسې نور …    .

د غږيزې ککړتيا اړوند يوه موضوع چې ډېره جدي ده، هغه دا چې ماشومان نسبت نورو ته ډېر د غږیزې ککړتيا څخه زيانمن کېږي. څېړنېښيي هغه ماشومان چې ډېر وخت د غږيزې ککړتيا سره مخامخ دي؛ په دوی کې د اختلال د رامنځ کېدو امکان ډېر دی. يوه څېړنه ښيیچې د هوايي ډګرو غږيزه ککړتيا په ماشومانو کې د اختلال او د حافظې د کمزورۍ سبب ګرځي.

د غږيزې ککړتيا اضرار يوازې موږ ته منحصر نه دي، همدا غږونه ژويو ته هم زيان رسوي.

ښايي ځيني کسان وواي چې چاپېريال يا طبيعت خو خپله هم په چورلټ ډول سکوت نه دی او نه وو، رښتيا وايي. د ډول ډول الوتونکوغږونه، د تالندې او برېښنا او بادونو غږونه هم د طبيعت د بازار برخه ګڼل کېږي، خو د دې غږونو توپير له انساني غږيزو ککړتياو سره دادی چې له پېړيو پېړيو راهيسې موږ او تاسو له دې غږونو سره بلد يوو. هغه غږونه چې موږ انسانانو چاپېريال ته وردننه کړي دي، تعادليې ګډوډ کړی او د الوتونکو ژوند او مهاجرت يې د خطر سره مخ کړی دی.

د مختلفو څېړنو په پايلو کې دا څرګنده شوې چې د ډول ډول پرمختللو ماشين آلاتو ناخوښه غږونه د دې سبب ګرځي چې مختلف حيواناتدې خپل ورځيني خواړه په اسانۍ سره ونه مومي او ژوند يې د خطر سره مخامخ شي.

دا هم ولولئ:   بریکس ؛ د افغانستان لپاره فرصتونه او پر وړاندې یې پراته خنډونه / قیام صدیقي

 

سرچينه: YOUC.IR

 

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*