د مدیریت له کتابونو څخه مدېریتي ټکي

وحیدالله بریال

۱. د مارکېټ پوهنې په عصري مارکېټ موندنه کې د ټوکري محصولاتو لرلو په ځای د ټوکري پېریدونکو لرلو ته پام اړول.

۲. د ګټلو او بریالیتوب راز روښانه دی، هغه دا چې هڅه کول چې په یوه غولي کې دوه ځله بایلوونکي نه شو.

۳. انسان کله لوبه بایلوي او کله څه ترې زده کوي.

۴. د نن ورځې مارکېټ موندني هنر په احمد باندې د توکو پلورل نه دي، بلکې د یوه پېردونکي په سرلیک د تل لپاره په خپل څنګ کې خوښ ساتل دي.

۵. پېرودونکي څرګندوونکې ژبه لري، که واسطې پرته له هغوی سره په اړیکه کې واوسو او ځېر غوږ ولرو کولای شو له دوی څخه ډېر څه زده کړو.

۶. د بدلون نا اواره تګلوري په خپله د مدیر په هڅه باید وکتل شي ځکه بدلون داسې شی نه دی چې مدیر یې ښوونه وکړي.

۷. د شغل پر ځای د پېردونکو په لټه کې شئ، که انسان وکولای شي داسې یو محصول وړاندې کړي چې غوښتونکي ولري، له بیکارۍ څخه یې ځان ساتلی.

۸. کولای شو چې د خلکو مدیر نه وو خو له هغوی سره مینه ولرو، ولې له خلکو سره له مینیې پرته نه شو کولای په هغوی باندې مدیریت وکړي.

۹. مدیریت یانې په خپله خوښه د نورو د پېروۍ جلبولو هنر.

۱۰. د یوه نوي پېردونکي د ترلاسه کولو لګښت لږ تر لږه پنځه برابره د اوسنیو پېردونکو خوښ ساتل دي.

۱۱. هر څوک کولای شي د خپلې برخې اړوند کار په خپل لاس کې ونیسي او د خپلې خوښې لوري ته یې کش کړي.

دا هم ولولئ:   که غواړئ بریالي شئ /رفيع الله رفېع

۱۲. مدیریت نورو ته د غوږ نیولو هنر دی، ځکه چې که د چا خبرو ته غوږ ونه نیسي نه شي کولای هغه وپېژني.

۱۳. د زده کولو وړتیا او په چټکتیا سره د زده شوو شیانو استفاده ادارې ته د سیالۍ تر ټولو ستر امتیاز په واک کې ورکوي.

۱۴. که یو څوک وکولای شي چې د یو سازمان ټول کار کوونکي د یوې ګډې موخې خوا ته برابر کړي، په هره برخه، هر مارکېټ او د هر سیال په وړاندې، به هر وخت کې بریالي وي.

۱۵. با خوښه عامل مدیر هغه څوک دی، چې د شک پرځای په خپلو همکارانو باندي ډاډ ولري.

۱۶. د تاریخ په اوږدو کې ډېری بریالیتوبونه طبیعي سرچینو لکه ځمکي، طلا او تیلو ته په لاسرسۍ سره وو، خو اوس په ناڅاپه ډول پاڼه اوښتي او پوهه یې په ځای ناسته ده.

۱۷. د نن ورځې نړۍ بریالي مدیران د خپل سازمان د بریالیتوب راز د پوهو کارمندانو له استفادې څخه بولي.

۱۸. د مدیر رول دا دی چې د وکړي په داخل کې نفوذ وکړي او د هغه بې ساري هوښیاري کشف کړي او په کار یې واچوي.

۱۹. غښتلی مدیر نه یوازې د کار کوونکو توپیر مني، بلکې پردې توپیرونو پانګوونه کوي.

۲۰. خپلو کار کوونکو ته ووایئ چې هېڅکله د خپلې قربانۍ اجازه ور نه کړي خو که داسې انګېرنه لري غوره ده چې لاړ شي بل ځای کار وکړي.

۲۱. د چلند غږ د ویلو له غږ څخه لوړ دی.

۲۲. که غواړئ چې د کار کوونکو د کار نه کولو د دلیل په اړه ښه پوهه شئ، د هېندارې خوا ته لاړ شئ او په غلچکي ډول ورته وګورئ.

دا هم ولولئ:   د وخت د مديريت ګټه څه ده؟

۲۳. جلسه چې ښه اداره نه شي، د وخت تیرولو پرته بل ګټه نه لري.

۲۳. یو خوښ او راضي پېردونکی خپل رضایت درو کسانو ته وایې، خو یو ناراضه پېردونکي ۲۰ کسان خبروي.

۲۴. څوک مه سپکوئ، د دې په اړه چې څوک په پرمختګ کې د درېدنې لامل شوي، د بحث پر ځای د دې په اړه چې کوم شیان د پرمختګ خنډ دي، بحث وکړئ.

۲۵. هغه وخت له کار څخه لاس واخلئ چې کار مو تر سره شوی، نه هغه وخت چې ستړي شوي یاستئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*