که بریا غواړئ، دا ۹ خویونه پرېږدئ

لیکوال: Lachlan Brown ژباړه : جاويد کريمي

که بریا غواړئ، دا ۹ خویونه پرېږدئ!

بريا یوازې دا نه ده چې څه ترسره کیږي،بلکه دا هم بریا ده چې څه باید ترسره نشي.

ځينې مشخص خویونه چې درلودل يې زموږ او ستاسې د بریا مخه نیسي او پرېښودل يې موږ بریا ته رسولای شي.

ما چې څومره بریالي کسان لیدلي او یا مې د هغوی ژوند مطالعه کړی تقریباً د ټولو يوه ګډه نقطه چې وه هغه د همدغو خویونو پرېښودل وو.

که تاسې هم غواړی ددغو بریالي کسانو په لیست کې راشی نو لاندې ۹ خویونه ژر تر ژر ترک کړئ،هغه خویونه عبارت دي له :

لومړی: ځنډونه/ځنډول:

پدې برخه کې موږ او تاسې ټول تر يوه حده ګرم/ملامت یو،چې اکثره خپلې چارې تر وروستۍ دقیقې پورې ځنډوو،وایو ځه دا کار به سبا وکړو،ځه بله ورځ به يې وکړو،ولې که تاسې د بریا په اړه جدي ياست او غواړی حتما بریا ته ورسیږی،د کارونو ځنډولو خوی  ته مو همدا نن الوداع ووایاست.

ځنډول/ځنډ د مولدیت دښمن ده دا يو داسې خاصیت/خوی دی چې موږ او تاسې له اقدام ترسره کولو منع کوي اوخپل هدف ته مو رسېدو ته نه پرېږدي.

په حقیقت کې دا (کارونو ځنډول) اکثره د بریا په مخ تر ټولو ستر خنډ بلل کیږي.بریالي خلک د وخت په اهمیت پوهیږي،او پدې پوهیږي چې هر ثانیه او هره دقیقه په حساب ده او د هرې ثانيې ضایعه کول د يو فرصت ضایعه کول دي.

بل ځل چې تاسې کوم کار د ځنډولو اراده وکړه،دا په ياد ولرئ چې بريا هيچا ته انتظار نه کوي او همدا يې وخت دی چې کارونو ځنډولو خوی سره خدای په اماني وکړو او ژوند کې لا زیات فعاله شو.چې دا به بریا په لور لومړی ګام اخیستل وي.

دوهم: د ناکامۍ وېره:

صادقانه يې درته وایم،زه څو ځل ناکام شوی يم،څو څو ځله مې ماتې خوړلې،خو هرې ماتې نېش وهلی یم،تر څو همداسې ناکام او مات شخص پاتې نشم،بلکه هرې ماتې وروسته لا ډير قوي او خپلو اهدافو ته مصمم تر انسان رانه جوړ شوی.

د ناکامۍ وېره د بریا پر وړاندې يو ستر خنډ دی،بلکه یو فلج کوونکې ناروغي ده چې موږ د خطر منلو او نویو کارونو تر سره کولو څخه منع کوي.مګر بريالي خلک پدې پوهېږي چې ناکامي /شکست او ماتې پای نه بلکه ،بریا په لور يو ګام دی.

څو کاله مخکې ما د سوداګرۍ یوه مفکوره درلودله چې زه يې په اړه ډير لیواله ووم،ما پدغه کاروبار پانګه اچونه وکړه او په ډير شوق مې يې کارونه ترسره کړل،مګر ددغه هر څه با وجود زه له ماتې او شکست سره مخ شوم.

دا هم ولولئ:   پوخ والی او بلوغ پراخ کړئ| ګلاب بهار

دغې ماتې سخت ضربه راکړه،دې پر ځای چې دغه ماته او شکست ما نور زړه ماتی او ناکامو انسانانو په لیست کې راولي،ما له دې څخه زده کړه وکړه، ټوله ماته/ناکامي مې تحلیل کړه چې هغه کومې نیمګړتياوې وې  چې له ناکامۍ سره يې مخ کړم.

ما هغه نیمګړتياوې سمې کړې او دوهم ځل لپاره د لا قوي هوډ او ارادې سره خپل نوي کاروبار ته مې ملا وتړله.

که تاسې غواړی،بريالي اوسی  سفر د يوې برخې په توګه ناکامي ومنئ او د ناکامۍ ویرې ته اجازه مه ورکوئ چې تاسې د خطر منلو او نویو کارونو ترسره کولو څخه وویروي او منع مو کړي. په هرصوت ،د هرې بریا کيسه هم،د ډيرو ناکامیو کيسه ده.

درېيم :منفي بودن:

آيا پدې پوهیږئ چې زموږ د معزو تمرکز د مثبتو تجربوپر ځای منفي تجربو ډیر وي او داسې همداسې طرحه شوی.چې دا منفي بودن يوه داسې پديده ده چې موږ د ناکامۍ نه ویروي او فکري ګډوډي را منځته کوي چې بالاخره موږ د ناکامۍ طرف ته بیايي.

منفي بودن /منفیتوب د بریا پر وړاندې يو ستر خنډ کیدای شي،دا زموږ قضاوت ننګوي ،زموږ خلاقیت کمزوری کوي او زموږ هڅونه را کموي.

بریالي کسان د مثبت فکر په قوت پوهیږي،دوی د خنډونو پر ځای په فرصتونو تمرکز کوي،د ستونزو پر ځای په حل لارو فکر کوي چې دا د منفي فکر له پامه غورځول نه بلکه په مثبتو تمرکز غوره کول دي.

که تاسې غواړی ،بریالي شي نو همدا نن منفي فکر/ او منفي بودن سره خدای په اماني وکړئ

د ناامیدۍ افکار،د خوشبینۍ،مثتبو او ليوالتيا سره بدل کړئ.

په ياد ولرئ ستاسې ذهنیت د بریالیتوب په لور ستاسې په سفر کې ډیر مهم رول لوبوي.

څلورم: Comfort Zone/ د ارامتيا ساحه/زون:

 که څه هم د ارامتيا زون ارامه پيژندل شوي او خوندي زون/ساحه ده ،ولې دغه زون کې پاتې کیدل د بریا پر وړاندې خنډ ثابتیدای شي.

ولې؟

ځکه چې بریالتیوب لپاره اړتيا ده چې ځینې خطرونو ته غاړه ورکړل شي،ننګونو سره انسان مخامخ شي او بدلونونو ومني ،چې دا هر څه د Comfort Zone نه بیرون دي.

 پنځم: لنډ مهاله فکر:

سمدستي خوښي کیدای شي زړه را ښکونکې وي، اوږد مهالې ګټې تر لاسه کولو پر ځای پر لنډ مهالو اوعاجلو ګټو ترلاسه کولو باندې پانګه اچونه کیدای شي اسانه وي،ولې موږ او تاسې د اوږد مهالې بریا ته له رسېدو منع کوي.

بریالي کسان بیا بل ډول فکر کوي،دوی د سمدستي ګټې پر ځای راتلونکي او اوږدمهاله ګټو ته فکر کوي،دوی اوږدمهاله ګټې په مقابل کې د نن سمدستي ګټې د قرباني کولو لپاره اماده وي،دوی پوهیږي چې بریا د يوې شپې پدیده نده،بلکه بریا صبر،اوږدمهاله فکر او پلان ته اړتيا لري.

دا هم ولولئ:   د مطالعې سرعت څنګه زیات کړو؟ / ژباړه: عاقب عمر

دلته يو مهم ګام دی:که ستاسې هدف يو اوږدمهاله او د پام وړ بریالیتوب وي،همدا يې د اوږمهاله فکرکولو وخت دی،روښانه او اوږدمهاله اهداف وټاکئ او په دوامداره توګه ورته کار وکړئ.

بریا يو سفر دی نه منزل;دا هغه ګامونه دي چې تاسې يې ورځې نه بلې ورځې او کال نه بل کاله پورې اخلی تر څو خپل هدف ته ورسیږی.

شپږم: عدم اصالت:

 په داسې يوه نړۍ کې چې په مخ ماسک غوړول ډير اسان وي،څه چې په حقیقت کې یاست همغسې پاتې کیدل یو څه ستونزمن کار دی،خو عدم اصالت /کاذب شخصیت بیا د بریا ته د رسېدو په وړاندې يو ستر خنډ ثابتیدای شي.

خلک دا درک کولای شي چې ته هغه څه چې ځان ښايې هغسې نه يي،نو دا کار بیا ستاسې پر اړیکو او شهرت منفي اغېز ښندي او یا هم دغه کار بیا تاسې دې ته نه پرېږدي چې واقعي پرېکړې وکړی کوم چې ستاسې  اصلي اهدافو د تحقق لپاره پکار دي.

بریالي کسان پدې پوهیږي چې واقعي بودن/اصلي بودن نه يوازې هغوی لپاره ښه دی بلکه ګټور هم دی.

اصلي بودن /واقعي بودن باور،اړیکي او تلپاتې اړیکي جوړوي.

نو که تاسې غواړی بریالي اوسی،نو تاسې هغه څه واوسئ څه چې په واقعیت کې ياست.د خپل اصلي رنګ له ښودلو هيڅکله ویره مکوئ!

تاسې هر يو ،يو بې مثله فرد ياست،هڅه مکوئ چې ځانونه څه چې ياست له هغه بدل کړی تر څو نړۍ سره مو ځان یو شان کړئ،بلکه د خپل واقعي بودن او اصلي بودن خاصیت له وجې په نړۍ کې تغییر راولئ.

اووم : د حده بیخي زیات کار کول:

یو وخت ما فکر کاوه چې بریا یانې نه ختمېدونکی کار کول او د ستړيا تر حده ځان رسول دي.ما به دغه خاصیت ته د بریا ته درسيدو يو لپاره یو ویاړه خوی په سترګو کتل،او فکر مې کولو چې ما به د بریا اوج ته رسوي،مګر برعکس هر څه خراب شول.

ډیر زیات کار کولو پدې جال کې تقریباً موږ او تاسې ټول نښتي يو،موږ ډير کار ته د بریا په سترګه ګورو،اما ډير زیات کار زموږ مولدیت را کموي، روغتيا ته مو زیان رسوي او د اړیکو د کمزورۍ باعث ګرځي.

بریالي خلک په هر څه توازن ته اهمیت ورکوي،دوی فکر کوي که له یوې خوا ډير زیات کار کول اړين دي ،له بلې خوا روغ او ځوان پاتې کېدل هم ډیر اړین دي،دوی نه يوازې کارونه کوي بلکه د خپلې روغتيا او صحت لپاره ورزش او ساعت تیرۍ ته هم وخت ورکوي تر څو له خپله ژونده خوند واخلي.

دا هم ولولئ:   موږ ربوټان یو _وصي ابهام

که تاسې هم غواړي ډیرې بریا ته ورسیږی،نو د خپل کار سره پر اړیکو مو له سره غور وکړئ، حدودات مو وټاکئ،ځان لپاره وخت وباسئ او دا په ياد لری چې بریا د ځان د سوزولو او ختمولو په مفهوم نده،بلکې دا يو دوامداره روش دی چې د ودې،پرمختګ،هوساینې او خوښۍ اجازه ورکوي.

اتم: د زده کړې،نه لېوالتيا:

پوهه ځوا ک دی،خو ځینې خلک فکر کوي چې دوی په هر څه پوهیږي،چې دغه د زده کړې لپاره د لېوالتيا نشتون هم د بريا پر وړاندې يو ستر خنډ واقع کیدای شي.

بریالي خلک پدې پوهیږي چې تل دلته يو څه نوي شته چې انسان يې باید زده کړي،که دوی هر څومره ډیره پوهه هم ولري،دوی تل خلاص ذهن درلودونک او له نورو نه د زده کړو لېواله وي،تل کتابونه لولي،په سېمنارونو کې ګډون کوي،او لارښوونې لټوي.

دوی هره تجربه ښه وي او که بده ،د زده کړې فرصت ګڼي.

که تاسې بریا ته رسېدل ستاسې هم هدف وي،د زده کړې سره مینه پيدا کړئ،دومره اخلاقي جرائت باید پيدا کړئ چې تاسې که په يو څه نپوهیږی پرې اعتراف او دومره زړورتيا باید ولری که نه پوهیدی نو پوښتنه وکړی.

څومره چې تاسې زده کړه کوی،هغومره وده کوی او وده د بریا په ترکیب کې یو کلیدي جز دی.

نهم: اړیکو ته بې توجهي / اړیکو کې غفلت:

 بالاخره ،ویلای شو چې بریا يوازې د شتمنۍ را ټولول نه،بلکه هغه اړیکې چې تاسې پاللي او هغه ژوند چې تاسې تر اوسه تیر کړی هم ستاسې بریا ده.

اړیکو کې غفلت او اهیمت نه ورکول کیدای شي تاسې داسې يو احساس را پیدا کړي چې تاسې هيڅ هم نلری او تاسې بیخي نیمګړي ياست.

بریالي خلک د اړیکو په اهمیت پوهیږي،هغوی د اړیکو د تقويې په تکل کې که هغه اړیکې د خپلې کورنۍ د غړو سره وي،که د دوستانو او ملګرو سره او حتی له خپلو سیالانو سره

هغوی پدې پوهیږې چې بریا هغه وخت لا خوږه وي چې مشترکه او ګډه وي.

که تاسې هم غواړی بریالي اوسی،نو اړیکې وپالئ،درناوی يې وکړئ،هغوی سره وخت تیر کړئ چې تاسې ته اهمیت لري او د هغوی عزت او درناوی وکړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*