د وخت د مديريت ګټه څه ده؟

لیکوال: حامد مشواڼی

د وخت د مديريت Time management په اړه ډېرې ليکنې کېږي او ډېری وخت پرې بحث کېږي؛ خو لومړی بايد ځان پوه کړو چې د وخت د مديريت ګټه څه ده؟ د و خت د ښه تنظيم او مديريت وړتيا درلودل ډېر مهم دي. د وخت د ښه تنظيم په پايله کې په چارو کې مؤثريت پيدا کېږياو ډېر کار کېږي. همدا رنګه چارې په لږ فشار تر سره کېږي او ډېره بريا په کې ترلاسه کېږي. دلته د وخت د تنظيم او مديريت ځينې ګټې تر بحث لاندې نيسو:

۱.د ذهني فشار کمېدل

د چارو د ترسره کولو لپاره د مهال وېش جوړول او هغه مهالوېش پلی کول ذهني فشار کموي. کله چې تاسو د خپلو چارو مهال وېش چيک کوئ، يو ډول د لمس وړ او حس کېدونکی پرمختګ ګورئ. دا کار له تاسو سره مرسته کوي چې له دې ذهني فشار څخه خلاص شئ چې کوم کار وشو او کوم پاتې شو.

۲.د وخت ډېرېدل

د وخت ښه مديريت تاسې ته په خپل ورځني ژوند کې اضافي وخت درکوي. هغه خلک چې د وخت د مديريت ښه وړتيا لري، هغوی د تفريح او نورو شخصي چارو لپاره کافي وخت پيدا کوي.

۳.ډېر چانسونه درکوي

د وخت د ښه مديريت په پايله کې تاسو ډېر چانسونه ترلاسه کوئ او په بېځايه کارونو مو ډېر کم وخت ضايع کېږي. کله چې خپل وخت په ښه ډول مديريت کړئ، د بېلګې په توګه کولای شئ د يوې دندې پر ځای دوه دندې ترسره کړئ، همدارنګه کولای شئ له خپلې دندې سره په څنګ کې يوه ژبه يا هم کوم بل مهارت زده کړئ.

دا هم ولولئ:   هغه تېروتنې چې غمجن خلک يې ترسره کوي

۴.د موخو پېژندل

هغه اشخاص چې د وخت د مديريت وړتيا لري، دوی لا ډېره وړتيا لري چې خپلو موخو ته ورسېږي او له دې امله چې خپلې ټولې چارې د مهال وېش مطابق پر مخ بيايي، د وخت د مديريت له امله يې چارې نه ځنډنۍ کېږي، نو په اسانۍ کولای شي چې خپلو اهدافو ته ورسېږي او دا موخې او اهداف په لږ وخت کې ترلاسه کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*