ډیل کارنګي او پر اړیکو د جاذبې قانون اغیز / سیال یوسفي

راټولوونه او ژباړه : سیال یوسفي

ډېل کارنګي په یوه داسې کورنۍ کې زیږیدلی و چې له اقتصادي پلوه په منځني حالت کې و. هغه خپلې لوړې زده کړې پخپله سیمه کېوکړې خو د تمثیل په برخه کې د زده کړو لپاره اړ شو چې نیویارک ته ولاړ شي خو هلته له رسیدو سره یې په یوه سیاحتي شرکت کې کارپیل کړ. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته یې له یوې مطلقې سره واده وکړ خو چې تر جلا کیدو نو بېرته خپل ایالت ته ستون شو. هغه پهدې باور و چې د خپلې لور لپاره یې د یوه ښه پلار مسوولیت ترسره کړی دی.

د ډېل کارنګي د بریالیتوب کیسه

په دې کې هیڅ شک نشته چې کارنګي د شلمې پیړۍ له بریالیو شخصیتونو ګڼل کیږي، کتابونه یې تر ټولو زیات لوستوونکي لري. د امریکاد خلکو په ژوند او کلتور کې د کارنګي رول او اغېز ډیر زیات دی. د ډېل د بریالیتوب یو دلیل د هغه خپل شخصیت و. زه په دې باور یم چېکه تاسې د ډېل کارنګي د بریالیتوب داستان ولولئ نو خپلو هیلو ته د رسیدو لپاره به خپلې هلې ځلې لا ګړندۍ کړئ.

ډېل کارنګي، د خپل بریالیتوب پر لار کې تر ډيره د جاذبې له قانون کار اخیستی. ښه شخصیت او ښه چلند ددې لامل شوی و چې هغه هرکار کړی نو په هر کار کې بریالی و. هغه یو بریالی لیکوال، بریالی ویناوال او د ځان جوړونې تر ټولو بریالۍ دورې جوړونکی و اوسوداګرۍ کې هم بریالی و. هغه د خپلو کلماتو، چلند او کتابونو له لارې وکړای شول چې میلیونونه انسانان اغیزمن کړي.

کله کله یو رد ځواب، یوه ماته او یوه صدمه د انسان د بریاليتوب لامل کیږي. ډېل کارنګي هغه مهال د خپلې معشوقې له لوري د رد ځوابترلاسه کړ چې ډیر بیوزله و او دغه رد ځواب ډېل کارنګي ډیر مات کړ او همدا لامل شو چې هغه د شتمن کیدو اراده وکړه. وايي هر سهاربه ۴ بجې بیداره کیده او ښوونځي ته به یې د ۵۰ مایله واټن د اسپ سورلۍ کوله او پر لار به یې د ویناوالۍ تمرین کاوه.

دا هم ولولئ:   ځان‌ژبه یا با‌ډي‌لینګویج ولې مهم دی؟ / محمد اکرام لېوال

ډېل کارنګي په ښه وینا کې دومره مهارت پیدا کړ چې څو ځل په ښوونځي کې د ښه ویناوال په توګه د لومړۍ درجې ګټوونکی شو. ښوونځي کې به هغه ته نورو زده کوونکو پیسې ورکولې چې هغوی ته هم دغه فن ور زده کړي. هغه له وړوکوالي د سوداګرۍ پر نورومهارتونو هم بلد شوی و او کوچنی کار و بار یې پیل کړی و.

نیویارک ته کډوال کیدل

هغه نیویارک ته د دې لپاره تللی و چې د سینما لوبغاړی شي، د تیاتر لوبغاړی شو خو ژر یې سینما پریښوده او پوه شو چې دا د تیاترلپاره نه دی پیدا شوی. ۲۴ کلنۍ کې ډېل کارنګي، وزګار، بې پیسو او د مسیحیانو د اجاره ايي خونو کرایه دار شو. هغه په دې باور وچې که غواړئ پر خپل ډار غلبه وکړئ او خپلو خوبونو ته ورسیږئ نو ارام مه کینئ، هلې ځلې ورپسې وکړئ او لاس په کار شئ چې ځانبریالیتوب ته ورسوئ. ډېل کارنګي د مسیحانو په لیلیه کې له هماغو اجاره يي خونو د ویناوالۍ د تدریس درخواستونه وکړل او د اتیا سلنهتنخوا په بدل کې یې د وینا والۍ  تدریس پیل کړ.

ډېل کارنګي په دې باور و چې وزګار کیناستل او هیڅ څه نه کول انسان کې د ویرې او شک پیدا کېدو لامل کیږي او برعکس، کار او هڅهتاسې پر ځان باوري کوي او ستاسې د زړورتیا لامل کیږي. هغه به خپلې مفکورې ژر ازمایښت او پلي کولې.

هغه د خپلو راټولو کړیو مفکورو کتاب ولیکو چې ډير مشهور شو، د دغه کتاب نوم (څنګه ملګري پیدا کړو او څه ډول پر نورو اغیزمن اوسو) و. دغه کتاب د امریکا په تاریخ کې تر ټولو د بریالي کتاب لقب ترلاسه کړ چې له ۳۰ میلیونو ډيرې کاپي ګانې یې وپلورل شوې. ډېلکارنګي به ویل موږ انسانان تر هغې ډير غښتلي یو چې فکر یې کوو.

دا هم ولولئ:   بې روزنې ګټه نشته

پر ژوند او اړیکو د کارنګي د جاذبې د اصولو اغېز

ډېل کارنګي د بریالیتوب لپاره په اړیکو کې د جاذبې یو لړ قوانین او اصول وضع کړي و چې هغوی ته د بریالیتوب رازونه ویل چې دلته یېڅو مهم اصول را اخلو.

ښه اوریدونکی

کارنګي په دې باور و چې د یوه بریالي رهبر کیدو لپاره لازمه دا ده چې مخکې له خبرې کولو د نورو خبرې واورئ او دا چاره تاسې دمقابل لوري غوښتنو ته متوجه کوي. کارنګي به هڅه کوله چې لومړی د نورو غوښتنې واوري بیا خپلې خبرې او غوښتنې وړاندې کړي.

پراخ لیدلوری

دوه تنو د زندان له میلو بهر کتل، یوه د ځمکې خاورې خځلې لیدلې او بل اسمان او ستورو ته کتل، د ډېل کارنګي یو له غوره جملو دا ديچې خپل لید پراخه کړئ، لیدلوری مو باید ترې لرې وځغلوئ او ژوند ته پراخې زاویې وګورئ او په کوچنیو مسایلو کې ځان بوخت مه پاتېکوئ چې که په کوچنیو مسایلو کې له کوچني ذهنیت سره پاتې شوئ، ټول ژوند به د پرمختګ او لوړو پوړیو ته د رسیدو خاوندان نه شئ.

ډېل کارنګي به ویل ناکام خلک نړۍ د خپل  اوسني حقیقي وضعیت له دریڅې ویني او په دې باورمند کیږي چې پرمختګ نشي کولای اومخ ته نشي تللی. کارنګي به مسایلو ته له بیلابیلو لیدلورو کتل او باور یې دا و چې زموږ له روزګاره بهر نړۍ کې ډير مسایل دي چې موږته منتظر دي چې باید و یې کړو.

هغه به ویل بریالیتوب په ماتې کې پټ دی. ماته او ناهیلي د بریالیتوب پر وړاندې ستر خنډونه دي خو که موږ ورته د خنډ له لیدلوري و نهګورو او د بریالیتوب لور ته یې یوه پوړۍ وګڼو نو په اصل کې دغه ماته او ناهیلي هیڅ خنډ نه دی، بلکې موږ سره لا په دې سفر کې مرستهکوي.

دوامداره زده کړه

ډېل کارنګي په دې باور و چې خلک باید همیش زده کړه کې اوسي. له ځان سره باید ژمنه وکړو چې ټول ژوند مو په زده کړه کې تېر شي. کارنګي به ویل د بریالیتوب بنسټ او بنیاد دوامداره زده کړه ده.

دا هم ولولئ:   ځان چېرې پیدا کړو؟ / ژباړه: خالد یاسین

له خپل کار خوند اخیستل

کارنګي باور درلود چې کم کسان د خپلې خوښې کار کوي یا لږ تر لږه داسې کار کوي چې هغوی ترې خوند واخلي. نو غوره دا ده چېداسې شغل ولرئ چې مینه ورسره ولرئ. دا چاره به ددې لامل شي چې هره شیبه له خپله کاره خوند واخلئ. هغه به ویل زه له خپل کار ډیرخوند اخلم او دا د بریالیتوب یو بل لامل دی.

زړه سواندي

اړیکو کې د جذب قانون یو اصل دا دی  چې خپلو شاوخوا خلکو سره مینه وکړئ، صله رحمي ورسره وکړئ او پر هغوی زړه سواندياوسئ چې دا د جذب لپاره ښه قانون کیدای شي. د خپل چاپیریال د خلکو له اړتیا باخبر اوسئ، مرسته ورسره وکړئ او د  هغو د پاملرنېد راجلبولو لپاره هغوی سره همدردي او خواخوږي ولرئ.

د شخصي احساساتو پارول

ډېل کارنګي یوه مشهوره جمله لري چې که تاسې یو څه ته لیواله یاست نو په ډيره لیوالتیا ورسره چلند وکړئ. حتی ستاسې د وجود حرکاتاو چلند ستاسې شخصي احساسات بیانولی شي. کله چې و غواړئ د خپلو احساساتو ژبه بدله کړئ نو احساسات مو هم ورسرهبدلیدای شي.

موسکا

کارنګي د موسکا پر پیاوړتیا ایمان درلود. موسکا یا تبسم سخت کار نه دی خو کولای شي ستاسې ټول منفي احساسات پټ کړي او نوروته ستاسې موسکۍ څيره او خوښي وښيي. ډېل کارنګي به ویل کله چې سهار په موسکا کار پیل کړئ پیاوړتیا یې ټوله ورځ ستاسې پهکار کې ښکاري. پر څېره موسکا د خلکو د جذب او جلب ستر لامل دی او پر نورو ډير اغیز کوي.

هیڅوک له داسې یوه کس سره کار نه کوي چې نورو ته مثبته انرژي ور نه شي کړای.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*