د شتمنۍ لپاره څه کول غواړي؟ / سید انور سنګین

لیکوال: سیدانور سنګین

اوسنی عصر د پرمختګ او ټکنالوژۍ دور دی، پۀ دې دور کې نړۍ پۀ دې لټه کې ده چې څنګه پرمختګ وکړي، دا پرمختګونه ممکن پۀ بېلابېلو برخو کې وي.

یو لۀ هغو څخه اقتصادي پرمختګ هم دی، هغه هېوادونه او افراد چې ښۀ اقتصاد لري، ژوند یې ارام او د ژوند لۀ هر ډول امکاناتو څخهبرخمن وي.

تاسې به پۀ اوسني عصر کې د نړۍ شتمن او بډایه اشخاص لیدلې وي، دوی پۀ خپل ژوند کې لۀ ستونزو او مشکلاتو څخه تېر شوې دي،داسې مشکلات او ستونزې چې آن ځینو ځان وژنې ته زړۀ ښۀ کړی، دا بډایه انسانان زموږ غوندې انسانان دي، دوی هم زموږ غوندېستونزې لرلې، زموږ غوندې لۀ اقتصادي مشکلاتو سره مخ ؤ، آن ځینو هغه شتمن کسان چې نن یې سرمایه میلیاردونه ډالرو ته رسیږي،پرون یې د خوراک لپاره څۀ نۀ لرل!

تاسې د امریکا پخوانی ولسمشر ضرور پیژنئ، هدف مې ډونلډ ټرمپ دی!

((ټرمپ پۀ ۲۰۱۵ کال کې د فوبیس مجلې لۀ مخې د هغه خالصه شتمني(۳،۷) میلیاردو ډالرو ته رسېده، خو ټرمپ پۀ وار وار ټینګار کړی،چې (۱۰) لس میلیارده شتمني لري))کتاب: شتمن فکر، ژباړه: سیف بيژن، د چاپ کال: ۱۳۹۶

د ټرمپ ژوند لۀ ډېرو ستونزو او مشکلاتو څخه ډک ؤ، یو ځای کې ټرمپ خپله وايي (( یو وخت داسې هم ؤ؛ چې د ژوند ستړو خودکشۍ تهاړیستم، پۀ قرضونو او پورونو کې سرګردانه ژوند مې درلود؛ یقیناً دومره قرضداری او پوروړی وم، چې یوه شپه درې بجې د بانکدارۍاړوند یوې لیدنې او کنفرانس ته احضار شوم، هڅه مې وکړه، چې ټیکسي کرایه کړم، خو پیدا مې نۀ کړه، بېلاخیره مجبور شوم، چېهمداسې پلی لاړ شم پۀ داسې حال کې چې شړکنده باران اوریدۀ، ستړی ستومانه کنفرانس خونې ته لوند خیشت ورسیدم، د کنفرانس پۀجریان کې مې ځان بیچاره او یوازې احساساوۀ، خو دننه پۀ وجود کې مې یو چا څۀ داسې راته ویل ډونلډ! تۀ باید پۀ پوره شجاعت اومیړانې سره مبارزه وکړې او د شکست او ماتې لۀ وضعیت څخه هرومرو باید رابهر شې!

دا هم ولولئ:   خوشاله ژوند شتمنۍ پورې نه دی تړلی | پوهنمل سید قیاس سعیدي

تۀ! باید ستړی او بیچاره نۀ شې، انسان د ستړو او سختو ورځو نه د تېریدو لپاره د میړانې لپاره پیدا دی، همداسې احساس مې ځانهسره درلود، نه ډونلډ نه، تۀ! ماتې نۀشې منی، تۀ ګټوونکی یې))کتاب: شتمن فکر، ژباړه: سیف بيژن، د چاپ کال: ۱۳۹۶

تاسو ولیدل چې ټرمپ د یو لوی ابر قدرت لرونکي هېواد امریکا ولمسشر شو.

دۀ څۀ وکړل؟

دۀ مبارزه وکړه، حوصله یې لوړه وساتله، هرې ستونزې تۀ یې د حل لاره پۀ خپله پیدا کوله، دی د خپل وجود لۀ وړتیاوو څخه باخبره ؤ،خپلې وړتیاوې یې پکار واچولې، پۀ ځان یې باور درلود، هېڅ خنډ ته تسلیم نۀ شو، چې بېلاخیره نن د نړۍ پۀ غوره شتمنو کسانو کېحسابېږي.

پۀ یو بل ځای کې ټرمپ لیکي:

((د مېخونو پۀ څېر کلک اوسه او د هر ډول وضعیت لپاره ځان جوړ کړه))کتاب: شتمن فکر، ژباړه: سیف بيژن، د چاپ کال: ۱۳۹۶

دا تر ټولو مهمه خبره ده، چې باید موږ ځانونه د هر حالت لپاره چمتو کړو، موږ باید پۀ شاه نۀ شو، هېڅکله باید ماتې ونۀ منو، نو هله موږکولی شو، چې پرمختګ وکړو.

که غواړو چې بریالي او شتمن شو، نو لاندې نقاط باید پۀ نظر کې ونیسو!

۱: مبارزه: لۀ هرې سختۍ سره، لۀ هرې ستونزې سره مبارزه کول پکار دي، داسې نه چې عادي ستونزه او مشکل مو هم مات کړي او بیامخته قدم اېښودل پرېږدئ، نه داسې باید نۀ مني، مسلسل مبارزه تر هغو چې بریالي شئ!

۲: حوصله: موږ باید هدف ته د رسیدو لپاره لوړه حوصله ولرو، ممکن دا حوصله کالونه، کالونه وي، خو موږ باید دې ته چمټو ؤ.

دا هم ولولئ:   غواړئ ژوند وکړئ؟ / مینا نور

۳: د بریالیو کسانو ژوند مطالعه کول: تر څو د دوی ژوند مطالعه کړو، وګورو او ووینو، چې دوی څنګه لۀ ستونزو سره مبارزه کړې او موږهم لاس پکار شو او ستونزو ته د حل یوه لاره پیدا کړو.

۴: د کار سره مینه او علاقه: کوم کار چې موږ کوو، باید پۀ مینه او علاقې سره یې وکړو، نۀ داسې چې نۀ منو مینه ورسره وي او نۀ علاقهورسره لرو، د کوم کار سره چې تاسې علاقه لرئ، همغه وکړئ، که بې علاقې کار ته مو مخه کړه، د پرمختګ پر ځای به شاتګ در پۀ برخهشي!

۵: مدیریت: کوم کار چې تر سره کوئ، باید مدیریت هم ولري، که مدیریت مو پۀ سمه توګه تر سره کړ، نو ستاسو د بریا فیصدي لوړوي اوستاسو کار نور هم پرمختګ کوي!

۶: د پیسو محاصبه: یو ځای مې لوستلي ؤ، چې پیسې پۀ ټولو لاسونو وګټه او پۀ یو یې مصرف کړه!

پورته جملې بیخي خوند راکړی، هدف دا دی، چې تاسې که لس افغانۍ د ورځې ګټئ، نو د ورځیني ژوند مصرف مو باید پنځه افغانۍ اویا اوه افغانۍ وي، دا پاتې پیسې سپما کړئ، تر څو راتلونکي کې تاسې ورو ورو د شتمن کیدو خوا ته لاړ شئ، نۀ داسې چې تاسې لسافغانۍ د ورځې ګټئ او شل افغانۍ مو د کور مصرف نیولی، پۀ دې حال کې بیا ددې پر ځای چې شتمن شئ، برعکس خپله شته شتمنيبه هم لۀ لاسه ورکړئ، نو ضرور مدیریت او محاصبه کوئ!

۷: د خپل کار لپاره د پلان شتون: کله چې مو کار پیل کړ، نو تاسې یو پلان باید ولرئ، چې پۀ څومره وخت کې باید زما کاروبار نور همپراخ شي، څومره شتمني باید زۀ ولرم، نو دلته پلان ضرور دی!

دا هم ولولئ:   بې روزګاري، لاملونه او پر هیواد یې اغېزې | خیال شینواری

۸: اړیکي یا ارتباط: پراخه سالمې اړیکې تاسو سره د کاروبار پۀ پرمختګ او بریا کې مرسته کوي، نو هڅه وکړئ، چې ښې اړیکې جوړېکړئ، تر څو مو کاروبار پرمختګ وکړي او ژوند کې بریالي شئ!

نو همدا نن لاس پکار شئ، د لاس تر زنې کېناستو څخه غوره دا ده، چې کار وکړئ، دا کار به ان شاءالله ستاسو د تجربو تر لاسه کولو ترڅنګ تاسې بریا ته رسوي.

پۀ خدای(ج) او پۀ ځان پوره باور ولرئ، ضرور به ستاسو ژوند کې مثبت بدلون راځي!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*