په افغانستان کې لوړ مالیات او منفي اقتصادي اغېزې یې / قیام صدیقي

لیکنه: قیام صدیقي

مالیه د دولت د عوایدو لپاره یوه مهمه وسیله ده خو په ډېره لوړه کچه مالیه او تعرفې کولی شي د افغانستان په څېر جګړه ځپلي او کمزوري اقتصاد باندې پراخې منفي اغېزې ولري، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

1. د سوداګرۍ او پانګه اچونې د ودې کموالی: لوړ مالیات کولی شي له کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه د پانګونې لیوالتیا کمه کړي. هرڅومره چې د مالیاتو بار لوړ وي، د پانګونې احتمالي عاید ټیټ وي نو ځکه پانګوال زیاتره وخت د داسې یو چاپیریال په لټه کې وي چیرې چې مالیات ټيټ او په پایله کې د پانګونې عاید لوړ وي.  د افغانستان په کمزوري اقتصاد کې، چیرته چې د پانګونو راجلبول خورا مهم دي، لوړه مالیه یوه ستونزه ده.

2. د ژوند لګښت زیاتوالی: پر وارداتو لوړه تعرفه کولی شي د توکو بیه د پام وړ لوړه کړي. په افغانستان کې, چې د ډیری اړتیاوو پوره کولو لپاره په وارداتي توکو باندې تکیه کوي، د تعرفو لوړوالی ستونزې زېږوي. د لوړو تعرفو په پایله کې لوړ نرخونه مصرفوونکو ته لېږدول کیږي، چې د ژوند لګښت په ټولیزه توګه لوړیږي. دا په ځانګړي ډول د ټیټ عاید لرونکو کورنیو او اشخاصو لپاره سخت تمامېږي.

3. د کاروبار او تشبث مخه نیول: لوړ مالیات کولی شي په غیر متناسب ډول کوچني کاروبارونه او تشبثات اغېزمن کړي چې معمولا د لږ مالياتي بار وړلو توان لري. دا ګروپونه د نوښت او اقتصادي ودې لپاره اړین دي، په ځانګړې توګه د افغانستان په څېر مخ پر ودې اقتصاد لپاره خورا مهم دي.  لوړې مالیې د کاروبار پیل کولو او دوام لپاره د دوی تشبثاتي وړتیا د استفادې مخنیوی کوي، په دې توګه د تشبث او کاروبار روحیه کمزورې کېږي کوم چې د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دي.

دا هم ولولئ:   ملتونه څنګه پرمختګ کوي؟/ محمد رسول کامران

4. د مصرفوونکو لګښت کموالی:

کله چې مالیه لوړه وي، مصرف کوونکي د مصرف کولو لپاره لږ د «تصرف وړ عاید» لري. د لګښت ځواک کې دا کمښت د توکو او خدماتو لپاره د تقاضا کمیدلو لامل کېږي، کوم چې کولی شي اقتصادي وده ورو کړي.  د افغانستان په څېر هیواد کې، چېرې چې اقتصاد لا دمخه له ستونزو سره مخ دی، دا کولی شي اقتصادي ننګونې لا پسې زیاتې کړي.

5. قاچاق او د تور بازار فعالیتونه: لوړ تعرفې اکثرا د قاچاق او تور بازار فعالیتونو د زیاتوالي لامل کیږي ځکه چې افراد او سوداګر د «مالیاتي فرار» هڅه کوي. دا غیر قانوني سوداګري کولی شي مشروع سوداګرۍ زیانمنې کړي او د دولت په عوایدو کې هم کموالی راولې. سربیره پردې، دا چاره هیواد ته د واردیدونکو  توکو پر «کیفیت» او «خوندیتوب» د کنټرول له لاسه ورکولو لامل هم کېږي.

6. د دولت د عوایدو کمښت: په متضاد ډول، ډېر لوړ مالیات کولی شي د دولت لپاره د مجموعي عوایدو کمښت لامل شي. دا پدیده  د «لافر منحني» پواسطه تشریح کېږي. لافر منحني ښایي چې له یوې ټاکلې نقطې څخه هاخوا د مالیاتو لوړ نرخونه په حقیقت کې ټولیز مالیاتي عواید کموي ځکه چې دا کار اقتصادي فعالیتونه کمزوري کوي. په افغانستان کې چېرته چې د  مالیاتو اغیزمن راټولول هم یوه ننګونه ده، دا مسله په ځانګړې توګه د پاملرنې وړ ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*