که غواړئ سوداګري وکړئ، نو د جک ما دا مشورې هېرې نه کړئ!

ژباړه: نبي الرحمن ارمان

جک ما د چینايي شرکت ( علي بابا ) مشر دی. علي بابا د هغې وېبپاڼې نوم دی، چې په انټرنېټ باندې د توکو پېر او پلور تر سره کوي. جک ما د نړۍ څلورم شتمن سړی دی. د اټکل له مخې جک ما شاوخوا ۲۰ میلیارده امریکايي ډالر سرمایه لري. دلته د نوموړي هغه مشورې، تجربې او سپارښتنې درسره شریکوو، چې نوموړي د سوداګرۍ په اړه په خپلو مرکو او کتابونو کې ذکر کړي دي.

کېدای شي هغه هیلې چې تاسو یې لرئ رسېدل ورته خورا ستونزمن وي، خو تاسو باید په دې اړه اندېښمن نه شئ او د پخوا په څېر خپلو هیلو ته د رسېدلو فکر وکړئ.

له انټرنېټ نه اړینه ګټه واخلئ، که چېرته انټرنېټ نه وای، نو جک ما به اوس چا نه پېژانده او د ( علي بابا ) کمپنۍ به هم نه وای موجوده.

که چېرته په کاروبار کې سپېڅلي پر مخ ولاړ شئ، نو پېرودونکي به درځنې خوښ وي او د پېرودونکیو خوښي د دولت د ملاتړ په مانا ده.

که چېرته کوچنیان یاست نو خورا ډېر کوښښ به کوئ، چې له مغزو او فکر څخه مو کار واخلئ، نه له قدرت څخه.

هغه څه چې نه یوازې تاسو په کاروبار کې پر مخ بیایي او بریالیتوب ته مو رسوي، په ژوند کې مو هم لوړو پوړیو ته رسوي، چې هغه ارزښتمن کار صبر او زغم دی.

که چېرته تسلیم نه شئ، نو نوي چانسونه به پیدا کړئ او بیا – بیا به له ماتې خوړلو نه بچ پاتې شئ.

باید تر وروستۍ کچې کوښښ وکړئ، چې کاري ډله مو له نوښتګرو، ځيرکو او ارزښتمنو خلکو څخه جوړه کړئ.

دا هم ولولئ:   دوهمه برخه/د روان او روغتيا له پلوه د مطالعې ارزښت!!

د دې پر ځای چې د نورو د بالیتوبونو په اړه فکر وکړئ، هڅه وکړئ د هغوی له ماتو څخه زده کړه وکړئ.

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*