غواړئ ژوند وکړئ؟ / مینا نور

لیکونکې: مینا نور

Happy woman standing with her back on the sunset in nature in summer with open hands

ژوند څه ته وایي؟ دا ډول پوښتنې تل د انسان په فکر او ذهن کې پیدا کیږې، چې ژوند څه دی؟ موږ د څه لپاره نړۍ ته راغلي یو؟ انسانڅوک دی؟ ولي موږ دلته يو؟ دلته زموږ لپاره څه دي؟ د ژوند موخه مو څه ده؟ ژوند څه ګټې لري؟

ژوند د زده کړې لپاره دی او هر انسان باید د زده کړې وروستي پړوا ته ځان ورسوي، همدا شان انسان باید په ټولنه کې تر ټولو ښهاوسیږي او ښه اخلاق ښه ژوند دی.

د ژوند په اړه فکر کول یو ټولنیز علم دی او هر څوک ورته د بېلابېلو اړخونو ګوري له ژوند یو ځانګړې معنا اخلي.

انسان کولای شي چې اسلامي مطالعې سره ښه اوسي او یا هم خپل وخت پر تفریح، او چکر تېر کړي، هر انسان چې کار کوي بایدداسې کار، کوښښ او زیار وباسي، چې پایله یې ښه وي ؛ ځکه ژوند هم ښه دی او معنا یې هغه کسان چې په ټولنه کې ښه کوي تر لاسهکولای شي.

د ژوند موخه تقوا او پرهېزګاري ده له چاپېریال او طبیعت سره او همدا شان په ټولنه کې د ښو او بدو خبرو څخه اغیزمن کېدل، چې کولیشي د انسان ژوند مثبت او یا هم منفي لوري ته واړوي.

د ژوند په اړه ډاکټر علي شریعتي وایې: « که ژوند خندا ده، ولي ژاړو؟ که ژړا ده، ولي خاندو؟که مړینه ده، ولي ژوند کوو؟ که ژوند دی،ولي مرو؟ که مینه ده، ولې نه رسیږو؟ او که مینه نه ده، ولي مین کیږو؟»

په هر حال موږ ژوند ته یو ټاکلی تعریف نه شو کولای، ځکه هر څوک ژوند له خپلې هېندارې څخه ګوري.

ژوند د ډرامې په څېر دی چې هر څوک د سټیج پر سر او خپل تمثیل وړاندې کوي د چا لږ او دا چا زیات، خو بلاخره ځي كه چا دا تمثيلپه ښه ډول تر سره کړ نو هغه به تل بریالی وي.

ژوند د  روانو اوبه په څېر دی چې بېرته نه راګرځي او هر څومره چې ځي د انسان عمر کموي، همدا ډول انسان باید تل هڅه وکړي چې داغزو پر ځای ګلان وکري چې خوشبو یې د نورو مشام ته ورسیږي؛ ژوند د الله (ج) له طرفه تر ټولو لویه ډالۍ ده؛ چې موږ ته یې د ځانپېژندنې لپاره را په برخه کړې، ژوند مینه ده، هغه مینه چې هر څوک یې د خپلو سترګو ګوري؛ څوک یې د پلار او مور په څېره او څوک یېد  طبیعت په ښکلا کې، څوک یې د اولاد په څېره کې او څوک یې هم د یو ګل په ورکولو سره  د یو چا په سترګو کې ګوري.

دا هم ولولئ:   ځانته د یو لوی شخص په توګه وګورئ | ګلاب بهار

د ژوند معنا  دا ده چې له هېڅ څخه پیل او ډېر څه ته ځان رسول!

ژوند د خوښیو او خفګانونو يوه ټولګه ده، چې يوه شېبه غم او بله یې خوښې ده چې ددې دواړو تر منځ فاصله ډېره کمه ده، چې د خوښۍله دې کوچنۍ او کمې فاصلې څخه په اعظمي ډول ګټه پورته کول، او خوند اخیستل په ژوند کې ډیر اړین او ضروري دی.

« ژوند له مرګ څخه وپوښتل؛ لامل یې په څه کې دی، چې ته خوږ او زه تریخ یم؟»

« ژوند وخندل او ویې ویل، لامل یې دا دی، چې زه یو خیال او ته حقیقت یې»

نو انسان چې څه ډول فکر او  خیال کوي ژوند په یې په هماغه ډول مخکې ځي.

څه چې په ژوند کې ډیر اړین او ضروري دي هغه د انسان لیدلوری، فکر، او سوچ دی، چې باید ژوند ته مثبت فکر  او منفي او غلطوفکرونو او سوچونو څخه په ډډه مخنیوی وکړي.

ځکه چې الله ژوند ښکلی پیدا کړی؛ او انسان ته یې فضلیت؛ او هغه یې اشرف المخلوقات بللی او پر ټولو غوره، ټول کاینات یې د انسان دآرامیتا، سوکالۍ، او هوسایني، لپاره پیدا کړي؛ خو دا انسان پوري اړه لري چې خپل ژوند، راتلونکۍ، او برخلیک څنګه ټاکې؛ او له خپلعمر او ژوند څخه څه ډول استفاده کوي.

انسان فطرتاً د ژوند په اړه منفي او مثبت فکر او سوچ لري، که چیرې ستونزې او مشلات په ژوند کې ډیر شي نو د انسان مخه منفي لورته اړوي او؛ ژوند یې تیاره، بې خونده، او ناهیلی شي؛ خو که چیرې له سوکالۍ، او پرمختګ، سره مخ شي نو؛ بیا د انسان فکر مثبت اړخته اړوي؛له ژوند څخه خوند اخلې او تل د راتلونکې لپاره مثبت فکر کوي.

دا هم ولولئ:   ولې نېکمرغه اوسېدل سخت دي؟ شبانه دوران

د ژوند په هر پړوا کې د الله(ج) یو حکمت پروت؛که چیرې د انسان په ژوند کې ستونزې، مشکلات، خنډونه، سختۍ، نه وای نو انسان به کلهد هوساینې،آرامتیا، خوشحالۍ، په خوند پوهیده؛همدا ستونزې دي چې انسان دي ته اړ باسي چې د هوساینې، سوکالۍ، او پرمختګ پهلور ګام پورته کړي.

د ژوند په هره مرحله کې مثبت فکر درلودل ډیر اړین او ضروري دي مثبت فکر انسان ته قوت، قدرت، او پیاوړتیا ور په برخه؛ او له هغه سرهمرسته کوي تر څو چې ټاکل شوي موخې تر لاسه کړي.

هر انسان غواړي چې په ژوند کې تل او تل لپاره خوشحاله، آرامه، سوکاله، او د نیکمرغۍ ډک ژوند ولرې؛او د خوشحاله او نیکمرغه ژوند دهیلې درلودل ریښتینې او مشروع هیله ده.

د ښه خوشحاله، آرامه، سوکاله ، او د هوسا دژوند درلودلو لپاره دا لاندې تګ لارې په عملې بڼه په خپل ژوند کې وکاروئ.

ـــ له ډېرو ساده څیزونو څخه هم کولای شئ، چې خوند واخلئ او خوشاله شئ، د یوې ښکلې منظرې، یو ښه فلم او یا هم د یو ښه ملګرېکتل هم کولای شي، انسان خوشحاله کړي.

ـــ په خپل ځان او په خپل شاوخوا شرایطو کې تر ټولو ښه حالت پیدا کړﺉ، هیڅوک هر څه نه لري او هرڅوک اندېښنه، غم، او خفکان لري،چې د ژوند له خوښیو سره نغښتې ده، هنر هغه دی، چې په سختو شرایطو کې وخاندﺉ.

ـــ اجازه مه ورکوﺉ، چې نور مو معیارونه وټاکي، خپله واوسئ او په هغه څه چې نه یاست، تظاهر مه کوﺉ او له ژوند څخه مو خوند واخلئځکه څه چې تیر شې بیا بیرته نه راګرځي.

ــ کرکه، حسد، او کینه له ځان څخه لري کړﺉ، ځکه چې دا دواړه ستاسو د روح او ژوند دښمنان دي، روح مو خواشینی کوي او له هېڅښې پېښې سره مو نه مخامخ؛ او ژوند مو د تل لپاره تپه تیاره کوي.

ـــ تېر په تېر کې پرېږدﺉ، یوازې ترې پند واخلئ او په یاد ولرﺉ، کله چې ستونزه رامنځته کېږي، تل د حل لارې په اړه فکر وکړﺉ، نه دستونزې په اړه.

دا هم ولولئ:   خوږ ملګری ښه ژوند/ عبدالبصیر مومند

ـــ خپل ځان په بېلابېلو کارونو باندې بوخت کړﺉ، او په همغه کار کې د ځان لپاره د خوښئ دلایل ولټوئ؛تل له ځان سره دا ووایه چې لهتیارو، خنډونو، او ستونزو څخه وروسته حتماً رڼا شته؛ په الله (ج) باور ولرئ او د هر مصیبت راتګ د هغه آزموینه وګنئ له چا څخه د مننېتمه مه کوئ؛ او نه هم کوم کار د مننې لپاره کوئ؛ په مصیبتونو زغم ولرئ؛ او د راتګ پر وخت یې چغې او ډیر خفګان مه کوئ

د الله(ج) په کار خوښ؛ او په درکړل شوې نعمتونو یې شکر اداء کړئ او تل نورو ته خیر رسوونکې؛ په دي سره به مو نورو سره مرسته همکړي وي او تاسې به هم په روحي ډول خوښۍ تر لاسه کړی؛ او په راتلونکې کې به مو خپل وجدان ته ملامت هم نه یاست او ؛ د خلکو سرهپه ناسته پاسته کې موسکي، او دینې احکام پر ځای؛  او تل هڅه وکړئ پنځه وخته لمونځ، تلاوت، ښه او نرم اخلاق، درناوی، مرسته، او دالله(ج) ذکر وکړئ او د ځان د غم، خفګان، غوسې، فشار، د منځه وړلو لپاره تر ټولو ساده لاره خندا ده چې؛ یو ښه، خوشحاله، خوندور، اونیکمرغه ژوند رامنځته کولی شي په ژوند کې مو کار، کوښښ، او د  زړه له کومي زیار اوباسئ کار د انسان جوهر، او له عوایدو څخه یېخوند واخلئ.

_ هرې ستونزې ته لکه د زمرې په شان ور غاړي ووځئ؛په بې وزلۍ مه خفه کیږي او دا تل په یاد ولرئ چې؛ د قیامت په ورځ د ډیروحساب ډیر ؛ او د هر څه بدله له الله(ج) څخه غواړئ؛ کتاب غوره ملګری وګڼئ او په مطالعه کولو یې ځان ته ځواک، قوت، پیاوړتیا ور پهبرخه؛ کینه مه کوئ او تل مینه وویشئ؛نن د خپل ځان وروستۍ ورځ وګڼئ او؛ هر څومره خوښي چې کولای شئ همدا نن یې وکړئ ځکه؛ دسبا د راتلو معلومات هیچا ته نشته دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*