فري لانسنګ (آزاد کار) څه ته وایي او څنګه کېږي؟ / میراحمد یاد

میراحمد یاد Meerahmad Yaad

د کرونا د ډېرو تاوانو سره خلکو ته یو درس دا ورکړ چې کوم کارونه بې له دفتر، حاضرۍ، تګ راتګ او اضافي مصرفه په خپل کور کې کېدای شي.

په دې کارونو کې یو Freelancing هم دی. فري لانسنګ یا آزاد کار دا دی چې تاسې په خپله خوښه په آزاد ټول خپل خدمات یوه مشتري ته وړاندې کوئ. یعنې کار ستاسې په خپله خوښه وي او دا په کې شرط نه وي چې تاسې یوې ادارې ته لاړ شئ، قرارداد ولرئ، حاضري ورکړئ او میاشتني ټاکلي معاش ته په تمه شئ. په فري لانس کار کې کارکوونکی پخپله خپل رئیس وي.

په فري لانسنګ کې تاسې یو مهارت لرئ، یوه پروژه اخلئ، هغه په خپلو شرایطو ترسره کوئ، پروژه سپارئ او خپلې پيسې ترلاسه کوئ.

خو دا کار هله کېدای شي چې انسان په یوه برخه کې مهارت ولري او هغه مهارت ته په بازار کې ضرورت وي.

مثلاً که تاسې ګرافیک ډيزاینر یئ، نو ضرور نه ده چې حتماً دې کوم تبلیغاتي شرکت یا ټلویزیون کې دنده ولرئ، تاسې په انټرنېټ کې په آزاد ډول ځينې پروژې پيدا کولای شئ، هغه پوره کولای شئ او پيسې ترې اخیستی شئ.

فري لانس کار تر ډېره آنلاین وي او تکیه یې په انټرنټ وي، ځکه زیاتره پروژې په انټرنټ کې اعلانېږي او کار یې هم ټول انلاین ترسره کېږي.

دا کار په کومو برخو کې کېږي؟

هرهغه کار چې له لرې ځایه په انلاین ټول کېدای شي، هغه فري لانس کېدای شي، خو د دې لپاره هغه کارونو کې تخصص په کار دی چې په انلاین برخه کې وړاندې کېږي.

دا هم ولولئ:   ریښتینې خوښي | ژباړه جاوید کریمي

د فري لانس کار اړین مهارتونه

د فري لانس کار لپاره تر ټولو اساسي مهارتونه انټرنټ سره بلدتیا او لږ تر لږه په دومره انګلیسي پوهېدل دي چې تاسې له مقابل لوري سره په خبره پوه شئ او خپل کار مخ ته یوسئ.

دویمه اړتیا دا ده چې تاسې باید په یوه برخه کې مهارت ولرئ او هغه مهارت تاسې په نورو خلکو انلاین خرڅ کړئ.

دا کار لویه حوصله غواړي، لکه څنګه چې نوی کاروبار پيل کېږي، په لومړیو کې یې ګټه ډېره نه وي او لږه لږه وده کوي، همداسې په فري لانس کار کې په لومړیو سر عاید لږ وي، خو که دوام ورکول شي، د وخت په تېرېدو خپله برخه کې ښې اړیکې او ښه عاید موندلی شئ.

د فري لانس مهم بازارونه کوم دي؟

ګرافیک ‌ډیزاین: که تاسې په ګرافیک پوهېږئ، نو په انلاین ډول کار کولای شئ، ځينې مشهور ویب سایټونه (په بله لیکنه کې به وښودل شي) هره ورځ د ګرافیک پروژې اعلانوي، تاسې په کې حساب جوړولی او له هغه ځایه ځينې پروژې اخیستی شئ. د دې تر څنګ له ځینو ورځپاڼو، سایټونو، مجلو او نورو برخو سره کار کولای شئ.

لیکوالي او ترجمه: لیکوالي، ایډيټ او ترجمه هم هغه کارونه دي چې په انلاین ډول کېدای شي. که تاسې د دوو ژبو ترمنځ ترجمه کولای شئ، نو د انټرنټي پروژو او ترجمو ترڅنګ له ځینو سایټونو، رسنیو، خپرندویه ټولنو او پاڼو سره کار کولای شئ. دا په دې پورې اړه لري چې ستاسې کومې ژبې څومره زده دي.

ویب ډیولپمنټ: که تاسې ویب سایټونه او نور اپلکیشینونه سازولی شئ، نو له خپل کور او خپل کمپیوټر نه خپلو مشتریانو ته کار کولای شئ، په دې برخه کې هم په انټرنټ کې ډېرې زیاتې پروژې اعلانېږي.

دا هم ولولئ:   نوی ژوند او نوی پیل/ رومیصه جیلاني

فوټوګرافي او ویډيو: زیاتره ویب سایټونه ستاسې اخیستل شوي عکسونه اخلي یا یې ورته د خرڅولو لپاره په خپل ویب سایټ کې ځای ورکوي، که تاسې د عکاسۍ ښه مهارت لرئ، دې سایټونو ته مراجعه کولای شئ. همدارنګه د ځینو محفلونو لپاره هم تاسې په یوه ټاکلي وخت کې د ټاکلي فیس په بدل کې ورتللی او عکسونه اخیستلی شئ.

استادي: که تاسې په یوه موضوع کې ښه تدریس کولای شئ، نو د فري لانس ښوونکي په توګه ځان ته شاګردان پيدا کولای او هغوی ته د ټاکلي فیس په بدل کې درس ورکولای شئ. همدارنګه ځينې ویب سايټونه هم شته چې ستاسې ویډیو ریکارډ شوي لکچرونه اخلي او تاسې ته یې په مقابل کې پيسې درکوي، خو………. بیا هم مهمه دا ده چې انګلیسي مو زده وي.

په انټرنېټ کې ښایي ډېرې داسې برخې وي چې فري لانس کار په کې کېدای شي، خو مهمه دا ده چې تاسې یو مشخص مهارت ولرئ او یو څوک دې ته تیار وي چې تاسې په هغه کار پيسې درکړي.

د دې لیکنې هدف دا نه دی چې تاسې به يې په لوستو حتماً د فري لانسنګ لپاره تیار شئ، خو که چېرې تاسې دې برخې کې خپله مطالعه پيل کړئ او وګورئ چې کومه برخه کې کار کولای شئ، نو حتماً په کې د وخت په تېرېدو عاید پيدا کولای شئ.

نن سبا انټرنټ د کار ښه بازار دی، خو په دې شرط چې انګلیسي مو زده وي او په کار پسې لټون وکړئ.

د دې لیکنې هدف په ذهن کې یوازې دا خبره اچول دي چې په اوسني دور کې موږ او تاسې یوازې په ادارو کې قید دندو ته مجبور نه یوو، بلکې انټرنټ دا وړتیا راکوي چې موږ له ډېرو قیدونو او بندونو آزاد کړي او موږ چې په هر ځای کې یوو، که کوشش وکړو، یوه اندازه عاید لرلی شوو.

دا هم ولولئ:   د ناکامه خلکو ۸ ځانګړنې/ اسدالله دولتزی

د فري لانس کار لپاره ځينې مشهور ویب سایټونه به بله لیکنه کې معرفي شي.

2 Comments

1 Trackback / Pingback

  1. دویمه برخه: د فري‌لانس کار لپاره ځينې مشهور ویب سايټونه - پرمختګ

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*