د غوښې کړايي په نه ورکولو، د ناوې جنج بېرته ستون شوی

د هند په جېپور ښار کې په ناوې پسې ورا تللې وه، خو دا چې د ناوې کورنۍ مېلمنو ته د غوښې کړایي نه وه تیاره کړې، ورا بېرته ستنه شوې او هلک له بلې نجلۍ سره واده کړی دی.

هندي رسنۍ خبر ورکوي چې د ادویسا په جېپور ضلع کې د واده په مراسمو کې شخړه هله رامنځته شوه چې وراباڼو یا جنجیانو ته د ژمنې سره سم د غوښې کړايي نه وه پښه شوې. په دې کار ۲۷ کلن د وادي زلمي رماکانت پترا نه یوازې خفه شوه بلکې ډولۍ یې پرځای پرېښوده او بېرته ستون شو.

د نجلۍ کورنۍ ډېره هڅه وکړله چې د واده زلمی او د هغه کورنۍ راضي کړي، خو شخړه وشوه او ورا بېرته تش لاس کور ته ستنه شوه. هلک په لاره شپه له خپل یوه خپلوان کره وکړه، همالته یې یوې بلې نجلۍ سره واده هم وکړ چې ورا بېرته تش لاس کورته ونه رسېږي.

د ناوې کورنۍ پولیسو ته عارضه شوې ده، خو پولیس وایي چې هلک بل واده کړی او اوس په کې د روغې جوړې څه امکان نه دی پاتې .

دا هم ولولئ:   د ژوند بدلولو شپږ کوچني عادتونه / کريم امیر

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*