څنګه کولای شې چې خپلې چارې په ښه ډول ترسره کړې؟ / ژباړه سمیع سعید

ژباړه: سمیع سعید

څنګه کولای شې چې خپلې چارې په ښه ډول ترسره کړې؟

ډېر کله زموږ په ژوند کې داسې پېښې رامنځته کېږي چې ورځنۍ چارې مو ورسره سستې او آن له ځنډ سره مخ شي، چې دا بيا ددېلامل شي چې له خپلو کارونو او چارو مو زړه تور شي، دلته به هغه هغو سپارښتنو ته اشاره وکړو چې په ترسره کولو سرهیې زموږ يادهستونزه حل کړې وي.

(۱) په کافي اندازه خوب وکړه، په دې شرط چې إسراف پکې نه وي، ښه به دا وي چې د وخته په اوداسه ويده شې.

(۲) سهار وختي را پورته شه، په خپله بستره کې په يوه ډډه او بله ډډه له اوښتو را اوښتو څخه ځان وژغوره.

(۳) د سهار لمونځ په خپل وخت جماعت سره آداء کړه.

(۴) د سهار ذکر هېر نکړې، ځکه دا ستا د ټولې ورځې د نېکمرغۍ کيلي ده.

(۵) خپل ورځنی پروګرام په ارامو اعصابو جوړ کړه، او درېغه چې بیا یې له نظره تېر کړې او په فقرو کې یې د فکر کولو څخه خوند واخلې.

(۶) کوښښ وکړه چې پروګرام دې رنګارنګ وي، او په زړه پوري شيانو ته پکې ځای ورکړل شوی وي، او د برياليتوب چانس پکې ډېر وي،بيا په هماغه د پيل زيار وباسه.

(۷) له کوره د وتلو پر مهال دعاء ووايه، که چېرې دې سفر د سپرلۍ په وسيله وو نو د سفر دعا هم هېره نکړې، او له رسېدلو سره سم په خپلکار پيل وکړه.

(۸) هر څوک چې دې په دې ورځ مخې ته راځي د مسکا په حالت کې پرې سلام واچوه.

دا هم ولولئ:   د دریو چلندونو مختصره ارواپوهنیزه تشرېح / شرافت همت

(۹) زيار وباسه چې خپل کارونه په ښه بڼه ترسره کړې، د ورځې پروګرام د ورځې تر پای پورې سرته ورسوې تر څو سبا ته ترې څه پاتېنشي.

(۱۰) کور ته د بېرته راستنېدو پر مهال له خپلې ميرمنې، کوچنيانو او نورو سره ټوکې ټکالې وکړه، څومره به ښه وي که څه ډالۍ ورته لهځانه سره‌ يوسې، لږ دې وي، که چا په دې ورځ کې څه برياليتوب لاس ته راوړی وي مکافات یې ورکړه، او که چا کمزوري ښودلې ويتشويق یې کړه او د مشکل په حل کې ورسره مرسته وکړه‌.

(۱۱) په خپل پروګرام کې د استراحت او چکر لپاره وخت ورکړه اګر که لږ وي‌.

(۱۲) له خپلو خپلوانو، ګاونډيانو او ملګرو سره په ټولنيزو مسائلو کې په مناسبه طريقه ګډون وکړه.

آرام او خوښ ژوند تېرول سخت کار نه دی، بس لږ سوچ او هنر غواړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*