زما لپاره د ۲۰۲۲ کال درسونه/ روبېن شرما

روبېن شرما - ژباړه: میراحمد یاد

زما درنو لوستونکو، خدای دې وکړي چې سږ کال به په روغتیا او خوشحالۍ پای ته ورسوئ… زه دعا کوم چې کورنۍ او ملګري به مو هم ښه وي او باور لرم چې تاسې به نوی فکر کوئ او نوی پلان به سازوئ.

زه چې اوس تاسې ته دا پیغام لیکم، په یوه ایټالیايي هوټل کې مېشت شم، ښاېسته هوا لګېږي، موسیقي چالانه ده او زه د درې اونۍ پرلپسې سفر وروسته اوس آرام کوم.

زه تاسې سره هغه درسونه شریکوم چې ۲۰۲۲ کال ماته راکړي دي:

1. د ژور بدلون وخت په خپل زړورتیا او د نورو په خدمت د کار کولو تر ټولو ښه وخت دی.

2. د ځان روغ ساتلو عادت هغه عادت دی چې له نورو عادتونو مخکې کېږي.

3. روژه زما انرژي ژر لوړوي، زما تمرکز روښانه کوي او زما پيسې سپموي.

4. خپلې کورنۍ سره د خوشحاله شېبو تېرولو خوند ته لږ شیان رسېږي.

5. نور خلک چې ستا په اړه هر نظر لري، د هغوی خپل کار دی.

6. په دې دنیا کې د تمرکز د کمي مرض دی او هره ورځ یو ساعت مطالعه د دې مرض دوا ده.

7. تر نورو ډېره خواري کول بد کار نه دی.

8. سفر روح ژوندی او تازه ساتي.

9. خلک هېڅکله شخصي ودې او مهارت موندلو ته د اوس هومره لېواله نه وو.

10. په دنیا کې هېڅوک اضافي نه دي او موږ ټول په یوه اندازه زړه خوندور او راښکونکي یوو.

11. ځینې خلک سپکېدای شي، خو په دې معنی نه ده چې ته دې هم سپک شې.

دا هم ولولئ:   سایکوپات وګړي یا Serial Killers / پنځمه (وروستۍ) برخه

12. بښنه د انسان ګټورتیا زیاتوي او متقابل درک د بښنې دروازه ده.

13. د داسې کس لرل لوی نعمت دی چې تاسې سره مینه کوي، هڅوي مو او څنګه چې یئ، هغسې مو مني.

14. آرام کول پټه وسله ده او خوب د لویو خلکو عادت دی.

15. ټولنیزې رسنۍ ښاېسته وسیله او خطرناک لارښود دی.

16. ډېر ښه خلک په موبایل کې بدې ویډیوګانې ګوري او خپل ژوند پرې خرابوی.

17. سهار وختي چوپتیا، یوازیتوب او آرامتیا د نخبه ګانو کار دی.

18. آرامتیا، سکون او آزادي تر شهرت، شتمنۍ او چکچکو زر ځله ښه دي.

19. زیاتره اتلان نوم‌ورکي وي.

20. د خبرونو په لوستو کې باید احتیاط وشي.

21. په لاس د مننلیکونو لیکل خوندور وي.

22. تر ټولو سخت کار، زیاتره تر ټولو ښه کار وي.

23. که خپل کار ته هنر په سترګه وګورئ او وخت ورته وکړئ، نو ډېر به ورته وهڅېږئ.

24. د ښه ژوند لپاره ډېر لږ څه کول په کار وي.

25. ښو خلکو سره مجلس تر پېسو ډېر ارزښمن وی.

26. د سهار په ۵ بجو زما د راویښېدو دوامداره عادت، په ما کې لوی بدلونونه راوړي دي.

27. کله چې نورو سره مرسته کوم، نو خوشحاله یم.

28. درې ساعته پياده مزل ډېر خوندور دی.

29. پلمې (بهانې) دروغجنې دي او وېره غل دی.

30. د خپلې وېرې غوندې واړه کېدو پر ځای باید د خپلو ارمانونو هومره لوی شوو.

31. څو تکړه ملګري د ټولنیزو رسنیو له میلیونونو فالورانو ښه دي.

32. هره دعا اورېدل کېږي.

33. دا رښتیا ده چې خپل عمر د لارې مل دی.

دا هم ولولئ:   په ځان باور(Self Confidence) څه ته وایي؟ / اسدالله دولتزی

34. سهار وختي پاڅېدل، یاداشتونه لیکل او شین چای څښل ډېر ښه عادت دی.

35. د لوی کار کولو انعام د خلکو چکچکې نه دی، بلکې انعام دا دی چې تاسې په هغه کار څومره بدلون کړی.

36. څوک چې ځان ونه هڅوي، بل څوک نه شي هڅولي.

37. لويې لاس ته راوړنې لپاره باید ډېر کار وشي.

38. که خلکو مو په لوی فکر پورې وخندل، نو دا ډېر ښه فکر دی.

39. څوک چې ټول عمر نیوکې کوي، هغوی تش خوبونه ګوري.

40. څوک چې کامیاب شي باید ډېره خواري وکړي چې متواضع پاتې شي، ځکه کامیابي ډېره ژر ناکامېږي.

41. په هره ستونزه کې د ژوند یوه ډالۍ وي.

42. کله چې خلک سم واورېدل او سم وهڅول شي، نو هغوی لوی کارونه کوي.

43. ژوند لنډ دی، نو ډېر مهربانه اوسئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*