د خوشال او پښتو په نوم یاددښت

سیال یوسفي

‏لیکنه : سیال یوسفي

‏د مورنۍ ژبې د ورځې او د پښتنو د ملي مشر خوشحال خان خټک د ۳۳۴م تلین په نوم مې دا یاددښت نن ځکه ولیکه چې د پښتوژبې پالل په ژباړو، لیکنو او ویلو ډير کوو او ټول په همدې تاکید کوو خو نورې ستونزې هم شته چې دا ژبه یې لري او د معیاري کیدو اصلي اصول یې لا پاتې دي.

‏ دا څو ورځې وړاندې د یوې جرمنۍ فوټوژورنالیستې د پښتو ژبې د زده کړې له هڅو خبر شوم، چې ډیره لیواله ده چې پښتو ژبه زده کړي او خبرې پرې وکړای شي.

‏ملګري منتشر شاهي ورته زه معرفي کړی وم، ما ورسره د وټس اپ د پیغام له لارې خبرې وکړې. نورې خبرې یې پخپل ځای، خو یوه ستره ستونزه یې دا وه چې په پښتو کې یې یو معیاري قاموس نه دی موندلی چې قواعد یې څرګند وي.

‏هغې د فرانسوي او انګریزي په ګډون نورې ژبې هم زده کړې وې او هغه یې د جرمني – فرانسوي یا انګریزي – جرمني قاموسونو له لارې زده کړې وې او دغو قاموسونو ورسره تر ډيره مرسته کړې وه.

‏هغې په پښتو کې داسې څه هم نه و موندلي چې له پښتو جرمني ته د ترجمې لغتنامه ولري چې ژر ژر کلمې زده کړي.

‏ددې ترڅنګ یې له دې هم سر ټکوه چې داسې قاموسونو او د سواد زده کړې له کتابونو سره مخ شوې چې لهجوي دي او هرچا سره چې مخ کیږي لغات ورته پخپلو لهجو مانا کوي.

‏جرمنۍ (لېنا) راته وویل چې نورې ژبې یې هم زده کړي خو هغوی کې نړیوال قاموسونه موندل کیږي له هرې ژبې بلې ته ستر ستر قاموسونه شته او ویوونکو یې ورته کار کړی دی. د بیلګې په توګه یې راته حتی د فارسي ژبې خبره هم وکړه چې نړیوالو کتابتونونو کې قاموسونه خامخا پیدا کیږي. لینا راته له تاسف ډک پیغور راکړ چې د پښتو په څېر یې هیڅ بې قاعدې ژبه نه ده لیدل.

دا هم ولولئ:   بریل (braille) څه ته وایي؟

‏را به شو خوشال بابا ته چې د نورو علومو له تجربو خو یې ګټه پورته نه شوه او و نه څیړل شوې، پښتو ژبې ته چې یې کوم کار وکړ د هغې یې هم قدر و نه شو خو کاش چې وای نو لږ څه خو به یې دا ژبه د ګرامر له (بې قاعده ګۍ) ویستلې وه.

نه خو پښتو چا سمه وپال‌له او نه خان بابا چا سم ولوست!

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*