مړ آس؛ د مدیریت یوه جالبه تیوري/ قیام صدیقي

قیام صدیقي

ښايي د مدیریت علم زیاترو لوستونکو هم د (مړ شوي آس تیوري) تراوسه لوستلې نه وي، دا تیوري لږه پېژندل شوې خو ډېره مهمه ده. شاید تاسې ته پوښتنه پیدا شي چې آیا دا تیوري نوې ده چې زیاتره خلک ورسره آشنا نه دي؟

په حقیقت کې دا تیوري د مدیریت  یوه له ډېرو پخوانیو تیوریګانو څخه ده چې حتا  د مدیریت علم له رامنځته کیدلو څخه وړاندې هم موجوده وه. د مړ شوي آس  تیورۍ اصلي نظریه د «ډاکوټا سور پوستو» ته منسوبیږي، دا سره پوستې اوس هم د ژوند او مدیریت مهم درسونه نسل په نسل یو بل ته انتقالوي. دا نظریه په یوه جمله ولاړه ده:

 ”ځینې وخت ساده ګي  د معما د حل کیلي ده“

دا خو ټولو ته معلومه ده چې د نویو ستراتیژیګانو عملي کول  او د غیر مؤلدو ستراتیژیګانو له عملي کولو څخه لاس اخیستل یو مهم مدیریتي تخنیک دی، خو هغه څه چې زیاتره مدیران پرې نه پوهېږي د یادو ځانګړو ستراتیژیګانو د (بنسټ) په اړه ناسم تصورات دي، چې همدې «د بنسټ په اړه ناسم تصور» ته  د مړ شوي آس تیوري وایي.

مرګ او آس زموږ په ورځني ژوند کې دوه ډېر مهم سمبولونه دي، چې مرګ د ( نه خلاصون) او آس د ( ځوانۍ او قوت) سمبول دی. هر کله چې دې دوو کلمو ( آس او مرګ) د یو بل په څنګ کې ځای ونیولو نو موږ باید پوه شو چې کار له کاره تېر دی.

د مړ شوي آس تیوري وایي:

«هر کله چې متوجه شوئ چې په مړ شوي آس سپاره یاست، تر ټولو غوره ستراتیژي د پیاده کیدلو او پر یو بل نوي آس د سپریدلو ستراتیژي ده.» دا ستراتیژی په لومړي نظر کې ډېره ساده بریښي خو که چېرته خپل سازمان ته نظر واچوو په قوي احتمال سره به  یو یا څو مړه شوي آسونه ومومو (یعنې په داسې محصولاتو پانګونه کوو چې نور یې ژوند تمام دی). تر ټولو جالبه خو لا ده، چې په مړ شوي آس سپاره مدیران په ژوندي آس له سپرو مدیرانو څخه ډېر جدي وي.

دا هم ولولئ:   ايا موخو ته رسېدل اسان کار دی؟_عبدالرحمن آريوبي

راځئ چې په یوې بیلګې سره دا موضوع لا ښه روښانه کړو.

فرض کړئ چې زموږ په سازمان داسې یو محصول شته چې کلونه کېږي د تولید په حال کې دی، خو څو کاله کېږي چې ګټه یې کمه شوې، د  شرکت مصارف زیات شوي او عواید یې کم شوي دي. که په ساده شکل موضوع ته فکر وکړو نو د «بازار څېړنې» په پایله کې به  متوجه شو چې ددې محصول وخت نور تېرشوی او دا محصول اوس یو ( مړ شوی آس) دی، باید نور پریښودل شي او ځان ته باید د یو بل آس غم وخورو.

اوس به دې ته راشو چې مدیران( په ځانګړي ډول په افغانستان کې) په داسې حالاتو کې له کومې ستراتیژي کار اخلي؟

په لومړي قدم کې قوي قمچینه اخلي.

سپاریان بدلوي. ( یو بل متخصص او ډېر با تجربه مدیر ته د اړوندې ستراتیژۍ د اجراء مسؤلیت ورسپاري)

د آس د مطالعې لپاره کمیټې جوړوي.

معیارونه ټيټوي تر څو مړه شوي آسونو هم په کې شامل شي. ( په اړونده صنعت کې ټیټ عایدلرونکو شرکتونو سره په ځان پرتله کولو خپل ضمیر اراموي)

د ډېرو تجربه لرونکو مدیرانو په ځانګړي ډول د خارجیانو استخدامول تر څو په مړه شوي آس سپاره شي او آس په حرکت  راولي.

د مړه شوي آس د فعالیت د ښه کولو په خاطر د اضافي بودجې ځانګړي کول( په بیلابیلو روزنیزو پروګرامونو پرېمانه لګښتونه کول تر څو په پای کې په خپل مړ شوي آس د تیز رفتار سواري تجربه کړي)

د سرعت د ډېرولو لپاره د څو مړو آسونو یوځای کول.

دا هم ولولئ:   سایکوپات وګړي یا Serial Killers / پنځمه (وروستۍ) برخه

بریالي مدیران له خپل درون سره بې له کومې پردې مخامخ کېږي او په منځ کې داسې څوک نه وي  چې د ګټې له اړخه  په یو صعودي بازار کې د کمزوري فعالیت لپاره ورته غیرموجه دلایل او بهانې وتراشي.

بریالي مدیران له خپل ځان سره د مخامخ کیدو په حالت کې له ځانه دا پوښتي:

آیا په اړونده بازار کې زما د سازمان لپاره اساسي مسیر شتون لري؟

که چېرته ځواب هو وي نو آیا دا لاره ( مسیر) د پرمختګ پر لور ده او که نه؟

هغه پرمختګونه چې په تېر وخت کې مو درلودل آیا زموږ د سمو ستراتيژیګانو او مالي ځیرکتیا  پایله وه که زموږ د ښه بخت؟

هر کله چې متوجه شو چې زموږ د محصول ژوند نور تمام دی، ددې پر ځای چې د مړ شوي آس په حرکت راوستلو لپاره د خپل سازمان ارزښت لرونکي سرچینې ضایع کړو، غوره داده چې پر یو نوي او داسې محصول پانګونه وکړو چې د سازمان ژوند او په نهایت کې روښانه راتلونکې تضمین کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*