سپین دروغ!!

ژباړه: شبـــانه دروان

سپین دروغ هغه دروغ دی چې د نورو د تاوان لپاره نه ویل کېږي:
مثلاً سرک کې موټر په ۱۵۰ کې ګرځوې خو په مجلس کې وایې ۱۲۰ نه کم موټر نه ګرځوم.
د ورځې یو مخ کتاب لولې خو نورو ته وایې که د ورځې له شلو مخو کم کتاب ولولم نه ویده کېږم.

پاول کمن وایي:
زه تور دروغ بښم خو سپین دروغ نشم بښلی ځکه سپین دروغ انسان د نابودي اوج ته رسوي.

موږ په سپین دروغ خلک نه دوکه کوو بلکې په دې دروغ ځان دوکه کوو دا په داسې حال کې ده چې زموږ ظاهري انځور باطني انځور سره توپیر لري او دا موږ غوسې ، اندېښنې او خفګان سره مخ کوي .
داسې مو ډوبه وي چې کله نورو سره مخ کېږو باید یو نقاب په مخ ولرو او بې خبره له دې چې همدومره د خپلو هیلو، ارمانونو او برنامو شاته پاتې کېږو.
زه که د ورځې یو مخ کتاب لولم باید ځان سره دا هوډ وکړم او تل صادق اوسم چې د نورو په مخ کې هم همدا خبره وکړم،که زه د ورځې ۱۱ بجې راوېښېږم دا باید نورو ته هم ووایم چې زما انرژي په نهو بجو کې زیاتېږي او دا خبرو نورو ته هم په ویاړ وویلی شم چې زه کله کله ۲ بجې هم راویښېږم.

دا هم ولولئ:   منفي احساسات څۀ کوي؟/ عبدالجلیل امرخېل

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*