تر ګټې؛ ډېر انسانیت ته ترجیح ورکړئ ــ جان مکسوېل ژباړه: ګلاب بهار
کېدای شي د شرکتونو او یا هم له وړو هوایي ډګرونو مو پروازونه ترسره کړي وي؟ د Learjet الوتکې نوم به مو اوریدلی وي. ما ته هم څوځلې په دې الوتکې کې د پرواز چانس په نصیب شوی دی. دغه الوتکې وړې او یوازې د څو کسانو د انتقال ظرفیت له ځان سره لري. کلهچې دغو الوتکو ته خېژې نو فکر کوې چې داسې یوه ټیوب ته ننوتلې چې شاوخوا یې ماشینونه لګیدلي دي.
په دغو الوتکو کې سفر کول په خپله یوه تجربه ده—له حېرانتیا ډک سفر!
خو یو شی مې چې په دې ډول الوتکو کې ډېر خوښېږي هغه د دې الوتکو سرعت او په کم وخت کې مقصد مطلوب ته رسول!
ما په الوتکو کې مېلیونونه میله سفر کړی دی. لرې، لرې تللی یم. له کور/دفتره تر هوایي ډګره په ګاډو کې تګ مې نه هېریږي؛ له ماشینونوتېریدل؛ تلاشیو ته دریدل؛ په کتار کې دریدل او…کله، کله خو داسې هم شوي چې په ساعتونو، ساعتونو په میدان کې ځنډيدلي یو ځکهچې پرواز مو لغوه شوی و: دغه ځنډ دې وژني!
لیر جیټ الوتکې بیا نو له دغه ډول شیانو مبرا دي. لیرجیټ الوتکې ستاسو د پرواز وخت نیم په نیمه در بچتوي.
د دغو الوتکو پلار بیل لیر (Bill Lear) نومیږي. لیر په خپل ذات کې هم عجیبه سړی و: مخترع، سوداګر، هواباز او… ۱۵۰ اختراعوې یې پهنوم ثبت دي. لیر په تفکر کې منډماتونکی شخصیت و. په ۱۹۵۰ز کې د سوداګرو لپاره د یوې تېزې الوتکې د جوړولو په فکر کې شو. د دهدې خوب کلونه وخت ونیوه خو د ټول کار پایله په ۱۹۶۳ ز کې د لیرجیټ په بڼه را څرګنده شوله. لیر په ۱۹۶۴ز کال کې خپله لومړنۍ جیټالوتکه په خپل پېرودونکي (مشتري) وپلورله!
د ده بریا خورا په چټکۍ مخ په پورته روانه وه؛ ډېرې الوتکې یې وپلورلې خو لا ډېر وخت نه و وتلی چې دوې الوتکې یې د تصادم ښکارشولې! دې پېښې سړی ولړزاوه ځکه تر دې دمه ۵۵ کسانو دغه ډول الوتکې اخیستې وې. ده سمدستي د الوتکو مالکانو ته خبر ولېږه چېالوتکې دې کوزې کړي څو د ده او ټیم لخوا یې اصلي ستونزه مالومه شي چې ولې ټکر شولې او ولې دغه الوتکې وغورځېدلې؟!
د الوتکو مالکانو ته د ده دغه ډول خبرداري کولای شول چې په رسنیو کې د ده نوم بد کړي خو ده ته یې نوم نه بلکې د خلکو ژوند مهم و. کلهچې لیر الوتکو ته ورسېده، نو د ستونزې په موندلو پسې لاس په کار شو. ستونزه یې وموندله خو دقیق نه پوهېده چې څنګه او په کوم ځایکې؟ د دقیق موندلو لپاره لازمه وه چې دی په خپله الوتکې ته پرواز ورکړي څو په هوا کې د ستونزې په کُلي ماهیت ځان پوه کړي. الوتکې تهیې پرواز وکړ. دغه کار د قربانۍ په مانا و. د دې غښتلی امکان و چې دی دې په دې معایناتو کې ژوند له لاسه ورکړي خو د دې ټولو شیانوبرسېره ده دا عزم وکړ او هغه هم قوي عزم! لا ډېر نه و الوتلی چې الوتکې کې ستونزه رامنځته شوله. هغه ستونزه چې نور پېلوټان همورسره مخامخ شوي وو. د ستونزې د حل په موخه یې نوې پُرزه جوړه کړه او دغه پُرزه یې ټولو ۵۵ الوتکو ته ولګوله.
په الوتکو کې دغې ستونزې د لیر کاروبار ته ستره صدمه ورسوله. د سبا ورځې پېرودونکي په ده بدګومانه شول. ده دوو کلونو ته اړتیادرلودله چې خپل کاروبار یو ځل بیا په پښو ودروي خو د دې ټولو شیانو برسېره بیا هم لیر له خپل کاره لاس په سر نه شو—ادامه یېورکړله. دی دې ته تیار و چې خپله بریا، بخت، او تر دې چې خپل ژوند په خطر کې واچوي ترڅو په الوتکو کې ستونزه حل شي چې نورهانساني ضیاع رامنځته نه شي! دی له بریا، بخت، خوښۍ تېر شو خو یو شی یې هېڅکله له لاسه ورنه کړ هغه خلوص او ایمانداري—همدې ته کرکټر ویل کېږي.