د انسان کرېکټر څنګه سازېږي؟ / ژباړه: میراحمد یاد

لیک: بریان ټرېسي / ژباړه: میراحمد یاد

ارسطو وایي: (د ټولنې ټول پرمختګونه له هغه کرکټره سرچینه اخلي چې په ځوانۍ کې جوړېږي)، یعنې په ژوند کې دپرمختګ لپاره باید لومړی ارزښتونه زده او عملي کړئ.

د ارزښتونو د زده کړې درې لارې دي: زده‌کړه، مطالعه او تمرین. راځئ چې هر یو وپېژنو.

ارزښتونه خپلو بچو ته ور زده کړئ. د مور او پلار یو لوی مسئولیت دا دی چې خپلو بچو ته ارزښتونه ور زده کړي. داکار وخت او حوصله غواړي، یعنې تر څو چې ستاسي بچي لوېږي، تاسې باید ورته ورو ورو او بیا بیا په ډېر صبر اوحوصله ارزښتونه ور وښیئ او تشریح کړئ. یوازې یو وار ویل بس نه دي! تاسې باید هغوی ته څو څو ځله داارزښتونه تشریح کړئ او پر دې یې باید پوه کړئ چې ولې دا ارزښتونه مراعت کړي. خو د مور او پلار مسئولیت یوازېد ارزښتونو په ښودلو او پېژندلو نه ختمېږي، بلکې ماشوم ته باید دا هم ووايي چې که ارزښتونو ته پام وکړئ څهکېږي او که یې ونه کړئ، څه کېږي؟ خصوصاً رښتیا باید ورته له دروغو یا حقیقت پټولو سره پرتله کړي او دواړو پایلېورته روښانه کړي.

د ماشوم په ژوند کې چې څوک مهم وي، له هغه سبق هم زر زده کوي. ماشوم ته چې مور او پلار هره خبره کوي د دویپه ذهن کې حقیقت او واقعیت په بڼه ثبتېږي. ماشوم د مور او پلار خبرې داسې اخلي لکه سفنج چې اوبه جذبوي. دهغوی روح او ذهنیت داسې دی لکه لوند دیوال او تاسې چې د ارزښتونو په اړه کوم تعریف لرئ، په دې دیوال یې دګوتې په خاپ لیکئ. تاسې چې ورته په دې دیوال هر څه ولیکل، هغوی نړۍ ته له همدې زاویې ګوري.

دا هم ولولئ:   تېروتنه څه ته وايي؟ / سیال یوسفي

بله مهمه دا ده چې تاسې هغوی ته خپل ارزښتونه په چلند کې ښکاره کوئ، چې پر دې به نولسم څپرکي کې بحثوکړو.

ستاسې بچي تاسې ته ګوري، تاسې چې کوم ارزښتونه ور زده کړي او کوم چې عمل کې ښیئ، دوی له تاسې دتقلیدولو هڅه کوي. هغوی تل تاسې ته ګوري او ستاسې په پلونو مخکې ځي.

د راکفلر بچي چې واړه وو، په هماغه ماشومتوب کې یې ورته مالي ارزښتونه ور وپېژندل. که څه هم د کورنۍ مشر دامریکا لوی شتمن و، خو په کور کې بچو ته ځینې دندې او مسئولیتونه ورسپارل شوي وو چې لومړی به یې هغهکارونه کول او بیا به یې جیب خرڅ ترلاسه کاوه. بیا به یې دا ورښودل چې خپل ترلاسه شوی جېب خرڅ به څنګهمصرفوي: څومره به سپموي، څومره به خیراتوي او څومره به په کاروبار کې لګوي. دوی چې بالاخره رالوی شول، نوبریالي سوداګر او سیاستوال شول، ګني د لږو شتمنیو کورنیو بچي خصوصاً په مالي چارو کې داسې نظم او ترتیبلري.

د خپلو ارزښتونو په اړه مطالعه وکړئ. ارزښتونه په دقیقې مطالعې زده کوئ. د تمرکز قانون وایي: (څه شي ته چېډېر پام کوئ، هماغه مو په ژوند کې وده کوي او زیاتېږي.)

یعنې تاسې چې د داسې خلکو ژوندلیک لولئ چې خپلو ارزښتونو سره سم ژوند یې کاوه او بیا د هغوی پر ارزښتونواو چلند فکر کوئ، نو هغه ارزښتونه ستاسې په ذهن کې هم ځای مومي. دغه ارزښتونو چې ستاسې په لاشعور کېځای وموند، نو دا کشش درکې پیدا کوي چې د اړتیا پر وخت هغو چلندونو سره سم چلند وکړئ.

دا هم ولولئ:   ځان بدل کړئ چې هر څه بدل شي

مثلاً په نظامي روزنو کې زیاتره سرتېرو ته د اطاعت، نظم او د نورو د ملاتړ پر ارزښت خبرې او کیسې کېږي. دوی چېڅومره دا کیسې ډېرې اوري، هومره یې په اړه فکر کوي او دا امکان زیاتېږي چې د جنګ او اړتیا پر وخت همدېارزښتونو سره سم چلند وکړي.

صداقت یا رښتینولي د غوره کرکټر تر ټولو ستره ځانګړنه ده. تاسې چې هر ځل رښتیا خبره کوئ، که په هر څومرهسخت حالت کې یئ، د ځان په اړه یو ښه احساس پیدا کوئ او ګردچاپېره خلک مو هم درناوی کوي. که د نورو خلکوستاینه کوو، نو یوه لویه ستاینه به یې دا وي چې: (تل رښتیا وایي.)

د چا درناوی چې کوئ، تقلید یې وکړئ. په تاسې چې څوک ګران وي، که مړ وي که ژوندی، کرکټر مو ترې زر اغېزمنېږي. دوی څوک دي؟ تاسې خپل ژوند او تاریخ ته وګورئ. د داسې خلکو یو لیست ساز کړئ چې په تاسې ډېر ګران وي، د هریو له نوم سره یې ځانګړنې یا ارزښتونه ولیکئ چې ډېر پام مو ور اوړي.

که چېرې تاسې یوه ماسپښین په دې لیست کې، د مړو او ژوندو په شمول یوازې یوه کس سره لیدی او کېناستی شوی،نو کوم یو مو ټاکه؟ ولې؟ هغه ناستې کې په کومې موضوع غږېدئ؟ کومې پوښتنې مو کولې او په څه مو ترې ځانپوهاوه؟

دې اړخ ته هم پام کوئ: هغه کس باید ولې تاسې سره کېني؟ تاسې په ځان کې کومې ځانګړنې او ارزښتونه پاللي چېهغه ته جالب ښکاره شئ؟ کومې ځانګړنې مو له نورو جلا کوي؟

دا هم ولولئ:   زرینې لارې (برښنايي کتاب)

هغه ارزښتونه عملي کړئ چې درناوی ورته لرئ. ارزښتونه در کې په دې توګه ځواکمنېږي چې د اړتیا پر وخت یېعملي یا مراعت کړئ. رومي‌فېلسوف اپیکتوسس ویلي: (حالات انسانه نه سازوي، یوازې کرکټر یې ښکاره کوي.)

انسان چې له ستونزې سره مخ شي، نو تمایل یې دا وي چې هغه شېبه په ځان کې د پاللیو ارزښتونو سره سم عملوکړي.

ارزښتونه په تکرار، ځان کې پیاوړي کولای شو، موږ باید څو څو ځله د یوه مشخص ارزښت پر اساس عمل وکړو چېبالاخره زموږ عادت شي او پخپله کار پیل کړي. څوک چې قوي کرکټر لري، د لوړو ارزښتونو پر اساس عمل کوي او پهخپل عمل کې هېڅ ډول شک او وسوسه نه کوي. د دوی ذهن له شکه پاک وي او له ځانه دا پوښتنه نه کوي چې کار مېسم دی که ناسم.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*