پښتونولي؛ د ژوند یو معتبر قانون / شرافت همت

شرافت همت

پښتونولي د تاریخي لحاظه د پښتنې قبیلې له پیدایښت راهیسې د پښتنو د ژوند لپاره هغه قانون پاتې شوی چې د دوی د ژوند کولو طرز،فردي او ټولنیز مسایل او تعاملات، ارزښتونه، کرښې، اصول، د ستونزو او جنجالونو حل لارې او داسې نور ډېر څه په ځان کې لري، چېله پیله تر اوسه یې سره لدې چې د شرایطو د بدلون له وجې د بشري ژوند په مختلفو پړاونو کې نسبي بدلون کړی، خو بیا هم پښتانه ورتهپه هر پړاو کې متعهد پاتې شوي او د خپل هویت په توګه یې ورته درناوی لرلی او غاړه یې ورته ایښې او لا هم په  دې متمدنه زمانه کې داصلي پښتنو لپاره د ژوند د یو معتبر قانون حیثیت لري.

دا قانون د ژوند تېرولو بهترینې لارې، طریقې او روشونه لري، چې که په ځینو برخو کې یې عملي کړو، زمونږ ژوند ته خپله اصلي طبیعيښکلا او خوند وربښلی او زمونږ ډېر سخت مسایل ورسره په اسانۍ حلیدلی شي.

په دې وروستیو کې چې متمدن ژوند ورځ تر بلې د عروج مرحلې ته رسیږي، بدبختانه ډېر پښتانه لا هم د خپل ژوند دغه قانون د خپلاصلي هویت په توګه نه پیژني، یا ترې سم خبر نه دي او یا یې هم ترې برداشت سم ندی، چې پدې سبب په هغه ارزښت ورته نه قایلیږي،کوم چې په حقیقت کې لري.

د پښتنو دا قانون که د اوسنۍ متمدنې زمانې او شرایطو سره مقایسه شي، طبعاً بې ستونزو به نه وي، ولې لا هم ډېر داسې مثبت اړخونهپکې شته، چې له الهي قانون وروسته یې بل هیڅ قانون نشي لرلی او چورلټ انکار ترې یوازې د هغو پښتنو کار دی چې پخپل اصليهویت شرمیږي او یا یې په اصلي ماهیت لا خبر نه دي.

دا هم ولولئ:   ننګرهار کې ۳۳ ترهګر وژل شوي دي

دا قانون که په ځینو برخو کې نیمګړتیاوې لري یا له اوسنیو حالاتو سره په ټکر کې راځي، پکار ده چې اصلاح شي خو اصليت ته یې بایدهیڅکله زیان ونه رسول شي او نه یې باید مونږ له ذهنونو وغورځوو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*