هغه وخت چې هر څه مو هېر شي / اجمیر خان ترابي

اجمیر خان ترابي

دماغي خلا یا   Blank Brain هغه حالت دی چې پکې تاسو د لنډ مهال لپاره هر څه هېروئ. خامخا به د وینا په وخت یا د ژوند په ځینوورځنیو پېښو کې له داسې حالاتو سره مخ شوي یئ چې نه پوهېږئ څه وکړئ? که مو نه په یادیږي چی دا حالت څنګه وي نو که کله موملګرو د لمونځ امامت ته مخکې کړي یاست نو په لمړي نه خو دوهم رکعت کې به خامخا د سورت ویلو په وخت کې ګنګس شوي یاست چېڅه ووایئ. حتا په هغه وخت کې به تاسو ته هغه سورتونه هم ذهن ته نه درتلل چې په عامو وختونو کې مو بیخي په سم ډول په یاد وو. یا کهکله ناڅاپه د وینا کولو درته وېل شوي وي نو تاسو به له دغه حالت سره مخ شوي وئ.

خامخا به فکر کوئ چې ولې له داسې حالاتو سره مخ شوي وئ, او څنکه کولای شئ دغه حالت د ټولو انسانانو تر منځ دومره عام اومشترک واوسي? د ډیرو خلکو لپاره دا یوه دردوونکې پېښه ده. دغه پېښه مختلف عوامل لري او ستاسو د دماغ دری برخې پکې شاملېدي. هایپوتلاموس Hypothalamus چې زموږ د فزیکی حواسو یا ادراکاتو او روحي عواطفو تر منځ د پُل حیثیت لري او زموږ او زموږ دهورمونونو سره قوي اړیکه لري, هېپوکامپس Hyppocampus زموږ د احساساتو اساسي مرکز چې په حقیقت کی زموږ د پوهېدنېسره اړیکه لري, او پري فرنټل کرټیکس prefrontal Cortex چې زموږ د فیصلې کولو, د حواسو د کنټرول, پلان جوړونې او ټولنیز سلوکد کنټرول دنده په غاړه لري.

دا هم ولولئ:   په هیواد کې د فقر کچه ۷٫۴ سلنه ټيټه شوې ده

کله چې تاسو د ګرم یا غیر نورمال فکري حالت سره مخ شئ نو د پورتنیو درې ارګانونو تر منځ پیغامونه په سم ډول نه انتقالیږي, دهایپوتلاموس لخوا د Fight, Flight, or Freeze عکس العمل را مینځته کیږي چې ټول راپاروونکي هورمونونه فعالیږي زموږPrefrontal Cortex ته د خطر یا هم سخت حالت پیغام انتقالیږي. دا چې prefrontal cortex نشي کولای مستقیماً د عکس العمللپاره فیصله وکړي نو دماغي خلا یا کنګل رامینځته کوي. او رامنځته کیدل یی زموږ د دفاع لپاره وي. که چیرې دغه حالت رامنځته نشي نوزموږ دماغ به د حالاتو د ناڅاپي آغیز له وجې شاید دا فیصله کړې وي چې موږ پکې ځان ته تاوان ورسوو. په دغسې غیر عادي دماغيحالاتو کې چې Prefrontal Cortex ته منظم پیغام نه رسي. نو هغه نشي کولای له حافظې څخه یوه غوره نتیجه راوباسي. له همدېامله شاید یوه غلطه فیصله وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*