د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / درېیمه برخه

لیکوال: اډوېن سي. بلس / ژباړه: میراحمد یاد

 دویمه برخه دلته ولولئ

          خو لیدلوری بدلول او هغه هم یوازې په غوښتلو، دا راته سخت ښکاري. دا داسې ده لکه څوک چې بوټ له المارۍ را اخلي او له مزي یې رانیسي. که یو کس له زړه دا باور ونه لري چې له لټۍ خلاصېدی شي، نو ځان څنګه تېرباسي چې ترې خلاصېدلای شي؟ انسان ځان په داسې شي څنګه قانع کړي چې دسره وي نه؟

قانع کېدل اړین نه دي. دا شی شته. تاسې ځان هم نه تېرباسئ، دروغ هم نه وایئ، بلکې واقعیت وایئ.

او دا هم یاد ساتئ چې مسئله یوازې د لټۍ نه ده. هغه کارونه هم دي چې ځنډول کېږي. هغه مهارت چې تاسې یې په زده‌ کولو فکر کوئ، هغه وزن چې تاسې یې کمول غواړئ، هغه ژبه چې تاسې یې زده کول غواړئ، هغه کور چې تاسې یې رغول غواړئ؛ دا ټول کارونه یوازې هله کولای شئ چې تاسې پر دې باور ولرئ چې کولای یې شئ. پر دې پوه شئ، یوازینی شی چې موخې ته ستاسې د رسېدو مخه نیسي، هغه ستاسې منفي لیدلوری دی، دا فکر چې خپلې وړتیاوې درته ټيټې ښکاري شي او پر همدې فکر عمل وکړئ.

 

          ډېر ښه، دا منم چې پر ځان باور مهم دی، خو بیا هم ښايي دا باور رښتیا نه وي. له ځان تر امکانه ډېره تمه نه شو کولای. هر څوک خپله ټاکلې وړتیا لري او په دې هغه کس هم ښه پوهېږي. په داسې وخت کې څنګه د کېدو فکر کولای شو. تاسې څه وایئ چې خلک دې پر حقایقو سترګې پټې کړي؟

نه داسې نه ده. خلک عموماً تر خپلو امکاناتو لوړ پلانونه نه جوړوي. البته ښایي چې داسې وشي، خو امکان یې لږ دی. مثلاً ښايي زه پخپله یوه ورځ د لوی فلمي ستوري کېدو خوب ووینم یا راته ځان د سوک وهنې د نړۍ لوی اتل ښکاره شي، ووایم چې په ټوله نړۍ کې لوی متخصص یم، خو دا شیان زما د ژوند موخې نه دي. زه پوهېږم چې دغو موخو ته رسېدو لپاره امکانات نه لرم. په دې هم پوهېږم چې اصلي شوق مې له نورو شیانو ره دی او په دې خاطر هېڅکله دغو یادو موقفونو ته د رسېدو هڅه نه کوم.

دا هم ولولئ:   ژوند څنګه تېرېږي؟ / همایون همت

ستونزه له امکانه لرې موخې ټاکل نه دي، بلکې ستونزه د ډېرو آسانو موخو ټاکلو ده. دا کار موږ زیاتره کوو او بالاخره چې موږ څه غواړو، د هغې یوې برخې ته رسېږو.

 

          کومې برخې ته؟

مشهور ارواپوه ویلیم جیمز په اټکل وایي چې د خپلو بالقوه امکاناتو یوازې له لسمې برخې کار اخلي. دی وایي: (هر څوک پوهېږي چې هره ورځ یې ډېره انرژي درلوده او مصرف شوې نه ده. ستونزه دا ده، موږ په دې نه پوهېږو چې څه رانه سازېدی شي. خپل اور پخپله مړ کوو او انرژي ضایع کوو. خپله لږه برخه ذهني او بدني سرچینې کاروو. زموږ د زمانې مفکر لي نوس په دې اړه وایي: (ژوند لس ډنډه يي بایسکل دی او موږ زیاتره داسې ډنډې لرو چې کار ترې نه اخلو.)

 

          نو د دوی خبرې له غفلت سره څه اړیکه لري؟

زموږ اور چې مړ شي او د خپلو امکاناتو یوازې یوه برخه وکاروو، نو په دې وخت کې لټي را پيدا کېږي. خجالت، لټي، شک، زړه نازړه توب، بې پروایي، وېره، منفي فکر، اسراف، ګونګې موخې، ضعیفه ذهني تصویر… دا ټول او داسې نورې ځانګړنې زموږ پرمختګ محدودي، خو دا ټول شیان چې په کوم میکانیزم کار کوي، هغه زیاتره وخت غفلت کول او کار ځنډول دي. زموږ خجالت، لټي، شک، وېره او داسې نور، زموږ هغه کارونه ځنډوي چې باید ویې کړو، ددې پایله بیا بشپړه ماته یا نسبي ناکامي ده. چا په دې اړه جالبه کړې ده: (انسان چون ماتې او ناکامۍ ته لیواله نه وي، نه ماتېږي. ناکامي له دې امله چې کوم کار کول غواړي، هغه نه کوي.)

 

          یعنې تاسې وایئ چې لټي پخپله ناروغي نه ده، د ناروغۍ نښه ده؟

بالکل همداسې ده.

 

          نو بیا دا ښه نه ده چې معلول پر ځای علت ته پام وشي؟ ښه نه ده چې لټۍ پر ځای په خجالت، شک، دوه زړۍ، وېرې او نورو فکر وشي؟ لټي ګني له همدې شیانو نه پیدا کېږي؟

دواړه کوو. که موږ چېرې لاملونه وپېژنو او ختم یې کړو، نو دا کار باید وکړو. خو چلندپلوه پوهانو ثابته کړې ده چې ددې اپوټه یا برعکس چلند هم اغېزناک واقع کېږي او حتی په ځينو مواردو کې ښه نتیجه ورکوي. یو ناسم چلند بدلول، هغه لیدلوری هم بدلولای شي چې ددې چلند لامل کېږي.

دا هم ولولئ:   مازوخېزم يا ځان ځورونه (لومړۍ برخه) / رضاء الله ځار

 

          یوه بېلګه یې راکولای شئ؟

هو، مثلاً تاسې د ژور خفګان احساس کوئ، تندی مو تروشېږي او په اصطلاح بدخُلقه کېږئ. ناڅاپه داسې یوه حالت سره مخ کېږئ چې باید موسک شئ یا وخاندئ. دې سره داسې احساسوئ چې خفګان مو کمېږي. شېبه وروسته ګورئ چې په زوره موسکا نه کوئ. موسکا په دې خاطر کوئ چې د خوشالۍ احساس کوئ. یعنې په دې معنا چې ستاسې د چلند بدلون، ستاسې ذهنیت او لیدلوری بدل کړ.

 

          دا لټۍ سره څه اړیکه لری؟

مثلاً تاسې چاته د بښنې غوښتو لیک لیکئ او په لیکلو کې یې لټي کوئ. که مو ځان په یوه ډول دې لیک لیکلو ته اړ ویست، نو ستاسې لیدلوری بدلېږي. ښایي بیا هم کار ستاسې په زړه نه وي، خو د هغه کار کولو لپاره رضایت ښيئ چې مخکې یې هېڅ کولو ته تیار نه وئ. ځان‌درناوی مو ډېرېږي. بل ځل چې یو کار ستاسې په زړه هم نه وي، لټۍ ته نه تسلیمېږئ او هغه کار بل وخت ته نه پرېږدئ.

نو لومړی ګام د لټۍ په اړه ذهنیت بدلول دي. په ماهیت باید یې په دقیق ډول پوه شو. ناڅيزه به یې نه ګڼو او خندا به ورپورې نه کوو. لټي خطرناکه ده. زموږ په روح او روان واکمنه ده او موږ چې باید څه شو، که هغه کېدل غواړو، نو ددې له شره باید ځان خلاص کړو.

که ووایو چې لټۍ د میلیونونه خلکو د بریالیتوب مخه نیولې او هغوی یې بریالي ژوند ته رسېدو له نه دي پرېښي، نو مبالغه به نه وي. نو ځان ته به دا نه وایو چې: (دا زما ضعف دی او زه داسې ګڼم چې همدې سره باید ژوند وکړم)، ددې پرځای به وایو: (لټۍ زما د پرمختګونو مخه نیولې ده. زما بد عادت دی. یوازې یو عادت دی او عادت بدلېږي. زه ترې ځان خلاصولی شم. خدای ته توفیق راکړې چې ددې له شره خلاص شم.)

دا هم ولولئ:   د لیکوالي مهارت!!

موږ چې ځان سره داسې غږېږو، نو نوي ژوند ته ورځو. تر څو چې دې مهمې موخې ته نه یئ رسېدلي، د خپلو بالقوه امکاناتو یوه برخه کاروئ.

انتخاب ستاسې دی.

لومړی ګام اخیستل

اوس له تاسې غواړم چې ځان په دوو ډلو کې حساب کړئ:

اول مې درته وویل چې ددې کتاب له لوستو مخکې لیستونه ساز کړئ، دا کار مو کړی؟

که مو کړی وي، نو په لومړۍ ډله کې راځئ او دا په دې معنا ده چې د ستونزې د حل لپاره مو مناسب پیل کړی دی. په خپل سر او مخ د مینې لاس کش کړئ. تر همدې ځایه لومړی څپرکی لوستی او مستقیماً دویم څپرکي ته تللی شئ.

خو که تاسې زما سپارښتنه نه وي منلې، نو په دویمه ډله کې راځئ، نو اوس باید سره لږ وغږېږو.

لیست مو ولې ساز نه کړ؟ ښایي زړه کې به مو ویلي وي چې دا کار به وروسته وکړم. ښایي دا فکر به مو کړی وي چې لومړی به دا کتاب ولولم او وروسته که مې روحیه ښه وه، کوم بل کار نه و او قانع شوم چې دا کار په دومره خوارۍ ارزي، نو څلور لیستونه به ساز کړم.

پوهېږئ چې ستاسې ددې چلند معنا څه ده؟ هماغه لټي، غفلت او وخت تېرول.

پام کوئ: ددې کتاب د لوستو دلیل دا دی چې تاسې پوهېږئ لټي مو د ژوند مهمه ستونزه ده او دا فکر درسره پيدا شوی چې په دې برخه کې یو څه وکړئ. دې ته پام کوئ چې موږ د چلند له ستونزې سره مخ یو، د فکر له ستونزې سره نه. ستاسې موخه پوهه او ځیرکتیا ترلاسه کول نه دي، بلکې موخه مو د ځینو مضرو هدفونو بدلول او پرځا یې مناسب هدفونه ټاکل دي او دا کار یوازې د یوه کتاب په لوستلو نه کېږي. دې موخې ته یوازې هله رسېدئ چې د لټۍ په اړه خپل لیدلوری بدل کړئ او دې موخې ته رسېدو لپاره خپله ټوله خواري وکړئ.

نو بل څپرکي ته له ورتګ وړاندې لیستونه ساز کړئ، کتاب پرېږدئ او په دې کار لګیا شئ.

 

 

1 Comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*