د افغانستان په دیپلوماسۍ کې د ورزش ونډه / شهزاد آریوبي

شهزاد آریوبي (په پراګ کې د افغانستان سفیر)

کلیدي کلمې: د ورزش دیپلوماسي، کرېکټ، فوټبال، والیبال، بزکشي او افغانستان.

مقدمه:

د ورزشي دیپلوماسۍ مفهوم، د دیپلوماسۍ په وده او د هیوادونو ترمنځ د ښو اړیکو په پياوړتیا کې مهمه ونډه لري. افغانستان که چېرې ورزش له نورو خلکو او ملتونو سره د اړیکو رامنځته کولو د وسیلې په توګه وکاروي، نو دا فرصت لري چې خپل استعدادونه نندارې ته وړاندې کړي او له نورو هیوادونو سره قوي اړیکې رامنځته کړي، سره د دې چې تراوسه له دې، د دیپلوماسۍ د ترویج لپاره کار نه دی اخیستل شوی. خصوصاً کرېکټ په افغانستان کې ډېر محبوبیت پیدا کړی او د خپلو زېربناو په وده او د یوه سیال ټيم د رامنځته کېدو په پروسه کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی. د کرېکټ ترڅنګ، نور ورزشونه، لکه فوټبال او والیبال هم د کلتورونو ترمنځ د تفاهم او همکاریو د ترویج لپاره کارېدلی شي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان د ورزش په برخه کې غني تاریخچه لري، خو په هیواد کې د ورزش د دیپلوماسۍ او پخپله د ورزش ترویج په ۲۰۰۰مو کلونو کې پیل شو. د دې یوه بېلګه د کرېکټ وده ده چې خصوصاً په پاکستان کې د افغان کډوالو ترمنځ یې وکړله. په افغانستان کې د کرېکټ پر پراختیا د بحث لپاره په ۲۰۰۱ز کال کې د افغانستان د کرېکټ فدراسیون (ACF) رامنځته شو. د دې په نتیجه کې افغانستان د کرېکټ د نړیوالې شورا (ICC) غړی شوی او د کرېکټ نړیوال جام او آسیا کپ په شمول ډېرو سیالیو کې یې ګډون وکړ چې دې سره یې په نړیوالو سیالیو کې د لوبېدو وړتیا هم وموندله.

په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له پاکستان نه د دوو نړیوالو سیالیو او سیریس په ګټلو سره د پام وړ لاس ته راوړنې لرلې دي. دا د هیواد لپاره لویه لاس ته راوړنه ده چې د کرېکټ د ملي لوبډلې وړتیا او پرمختګ ښيي.

د کلتورنو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ د ودې لپاره، د ورزش د دیپلوماسۍ په هلوځلو کې د فوټبال او والیبال غوندې له نورو ورزشونو هم ګټه اخیستل شوې ده. په ټوله کې باید د افغانستان د ورزش د دیپلوماسۍ ځواک ته پام وشي. افغانستان د ورزش په برخه کې پرېمانه وړتیاوې او استعدادونه لري. که چېرې د دیپلوماسۍ د ودې لپاره له ورزش نه ګټه واخیستل شي، افغانستان له نورو هیوادونو سره خپلې اړیکې پياوړې کولای او د کلتورونو ترمنځ تفاهم او همکاري لا ډېره تقویه کولای شي.

دا هم ولولئ:   د روژې مبارکې میاشتې ځانګړي فضيلتونه / رومیصه جیلاني

د ورزش دیپلوماسي:

د کلتورونو ترمنځ د تفاهم په ترویج، د اړیکو په پياوړتیا او د هیواد د تصویر په جوړولو کې د دیپلوماتیکې، اقتصادي او کلتوري دیپلوماسۍ ترڅنګ د ورزش دیپلوماسي هم خپل ارزښت لري. د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم او لوبغاړو بریا د ورزش د دیپلوماسۍ د مثبت اغېز ښه مثال دی. افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د کرېکټ ملي لوبډلې او زېربناو د ودې په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.

په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان د کرېکټ فدراسیون (ACF) جوړېد د کرېکټ د ودې ملاتړ وکړ. د کرېکټ له نړیوالې شورا (ICC) سره اړیکو او غړیتوب ورته دا امکان برابر کړ چې د کرېکټ ملي لوبډله په نړیوال جام او آسیایي جام کې ګډون وکړي او لوبغاړي یې په نورو سوداګریزو لیګونو کې ولوبېږي. دې کار افغانستان  سره دا مرسته وکړله چې د ټول هیواد او نړۍ په کچه د خپل کرېکټ مینه وال پيدا کړي او کرېکټ لوبه د هیواد بېلابېلو سیمو ته پراخه شي. په دې وروستیو کې د استرالیا، هند، پاکستان او نورو هیوادونو په سوداګریزو کرېکټ لیګونو کې د افغان لوبغاړو ګډون د کلتوري تبادلې او تفاهم آسانتیا رامنځته کولای او د ورزش دیپلوماسۍ سره مرسته کولای شي.

د افغانستان د کرېکټ تکړه لوبغاړی راشد خان د ورزش د دیپلوماسۍ لوی مثال دی. د ده په لوبډلمشرۍ په شارجه کې افغان ملي لوبډلې له پاکستانه دوه شل اوریزې لوبې وګټلې، بیا راشد خان د پاکستان په لیګ (PSL) کې وځلېده او اوس د هند په لیګ (IPL) کې ښې لوبې کوي، دې ټولو په پاکستان، هند او نورو هیوادوونو کې د افغانستان په اړه د هغو هیوادونو او خلکو په درک مثبت تاثیر کړی دی. همداسې د افغانستان نور ځوان استعدادونه مثلاً رحمان الله ګربز چې د پاکستان په سوپرلیګ کې ښه وځلېده او اوس د هند په لیګ کې د کلکته لوبډلې لپاره د توپوهونکي او ویکټ ساتونکي په توګه لوبېږي. ګربز لومړنی افغان لوبغاړی شو چې د IPL په سیالیو کې یې پنځوسیزه ووهله او د لوبو په لړ کې یې د هندي سینما (بالیوډ) له ستورو سره وکتل. له دې دا څرګندېږي چې ورزش څنګه د بېلابېلو مسلکونو خلک سره را ټولوي.

دا هم ولولئ:   دا ځل به ومنل شي که نه؟ عنایت الله کمال د فاریاب نوی والي وټاکل شو

د کرېکټ ترڅنګ له فوټبال او والیبال نه هم، د ورزش د دیپلوماسۍ د وسایلو په توګه، د کلتورنو ترمنځ د تفاهم د تقویې او د افغانستان او منځني ختیځ، منځنۍ آسیا او ایران ترمنځ د اړیکو او همکارۍ د پياوړتیا لپاره کار اخیستل کېدای شي. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې هم په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی او د افغانستان د ورزشي استعدادونو د نندارې او له نړیوالې ټولنې سره د مثبت تعامل لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې هم په تېرو څو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی او د بریا سفر یې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت له پرځېدو را پیل شوی دی. په هغه وخت کې هیواد جګړو ځپلی و او د افغانستان د فوټبال زېربناوې له منځه تللې وې. خو د نړیوالو سازمانونو په مرسته د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ۲۰۰۲ز کال کې یو ځل بیا فعال او د دې ورزش بیارغونه پیل شوه. په ۲۰۱۵ کال کې افغانستان د فوټبال د آسیايي ملتونو جام ته لار وموندله او په دې توګه یې تاریخ جوړ کړ. دا سیالۍ په ۲۰۱۹ز کال کې متحده عربي امارات کې ترسره کېدلې. سره د دې چې لوبډله له ټيمي پړاوه مخ ته لاړه نه شوه، خو په نړیوال سټیج د را څرګندېدو ارزښتمنه تجربه یې ترلاسه کړه. له دې ټولو ننګونو سره بیا هم د افغانستان د فوټبال ټیم د پام وړ پرمختګ کړی او ملت ته یې ویاړ او خوشحالي ور بښلي دي. که د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې منظم ملاتړ وشي او سرچینې ورته برابرې شي، نو دا وړتیا لري چې راتلونکي کې نورې لویې لاس ته راوړنې هم ولري.

د افغانستان د والیبال ټيم هم په بېلابېلو نړیوالو سیالیو کې برخه اخیستې او د افغانستان د ورزشي استعدادونو څرګندولو او له نړیوالو سره د مثبت تعامل رامنځته کولو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

د والیبال ملي ټیم له ټولو ستونزو او ننګونو سره بیا هم په سختو حالاتو کې فوق‌العاده پرمختګونه کړي دي. سره د دې چې سرچینې او د تمرین تاسیسات لږ وو او امنیتي اندېښنې هم وې، خو لوبډلې مقاومت وکړ او په ۲۰۰۷ کال کې یې، په یوه نړیواله سیالۍ کې  د والیبال د سویلي آسیا اتلولي وګټله. دا بریا د افغانستان لپاره لویه لاس ته راوړنه او افغانانو ته یې ویاړ او خوښي ورکړل. له هغه وخته راهیسې ټیم پرلپسې پرمختګ کړی، بېلابېلې سیمه‌ایزې سیالۍ یې ګټلي او په نړیواله درجه‌بندۍ کې یې پرمختګ کړی دی. په ۲۰۱۷ کې یې، تهران کې، د والیبال د نړیوال فدراسیون په چیلنج کپ سیالیو کې پاکستان ته په نهايي لوبه کې ماتې ورکړه.

دا هم ولولئ:   د مینې دین مه سختوئ / پوهنمل سید قیاس سعیدي

د دې ټولو ترڅنګ باید د بزکشۍ لوبه هم هېره نه شي. دا په سُنتي توګه د افغانستان ملي لوبه بلل کېږي. د دې لوبې لوبغاړي پر آس سپاره وي او هڅه کوي چې د سیرلی یا اوری تر ګوله ورسوي. دا ورزش هم لکه د کرېکټ، فوټبال او والیبال غوندې د کلتورنو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ د ودې او خصوصاً د مرکزي آسیا او افغانستان د نورو قومونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا کې مرسته کولای شي او د ورزش د دیپلوماسۍ د یوې وسیلې په توګه ترې کار اخیستل کېدای شي. د بزکشۍ د سیالیو او دوستانو لوبو په وسیله د افغانستان د متنوع نفوس ترمنځ د یووالي او اتحاد رامنځته کولو او د کلتوري تبادلې او تفاهم د ودې زمینه برابرېدلی شي.

پایله:

په پایله، کې د ورزش دیپلوماسي د افغانستان لپاره د خپل تصویر ښه کولو او د بېلابېلو قومونو او هیوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کولو لپاره ځواکمنه وسیله تمامېدی شي. افغانستان د کرېکټ، فوټبال، والیبال، بزکشۍ او خپلو نورو ورزشي سیالیو او لوبډلو په ګټې اخیستو سره د ملتونو ترمنځ پلونه رامنځته کولای او د درناوي، زغم او همکارۍ په څېر ارزښتونه ترویجولای شي. افغانستان د ورزش د دیپلوماسۍ په مرسته خپل استعدادونه نندارې ته وړاندې کولای او له هیوادونو سره همکارۍ او تفاهم ته وده ورکولای شي.

سرچینې:

  1. د افغانستان د کرېکټ بورډ ویب پاڼه
  2. د افغانستان د فوټبال د فدارسیون ویب پاڼه
  3. د افغانستان د والیبال اتحادیه
  4. اړوند انټرنېټي پاڼې

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*