د نوښت لار / فرید قربان

فرید قربان

په کتابونو کې لولو چې په شعر کې په کامله توګه نوې خبره نشي کیدای. دا ځکه چې هره موضوع په یو نه یو ډول مخکې ویل شوې ده. هغه څه چې موږ یې نوي بولو، نوي نه، بلکې په نوې انداز له یوې بلې زوایې ویل شوي دي. له خبرو ور ها خوا په پوره ډول نوي څه کول هم اسان نه دي. هغه نړۍ چې د علیت، نسبیت او تکامل قوانین پکې جاري دي، نوي او خپلواک څه پنځول او ترسره کول ګرانوي.

ته او ستاسو ملګری که کوم وخت په دوه مختلفو لوریو روانیږئ، بیا به هم پر یوه لاره روان یئ او د پښو لاندې به مو ځمکه هواره وي. بریالي خلک هغوی وي چې تر نورو پر بېلا لار او متفاوت ډول د نوښت لپاره ګامونه واخلي. ډېر کله نوښتونه او ابتکاري کړنې د هغو کسانو لخوا کیږي، چې د ټولنې له عامو وګړو غوندې عادي فکر او ژوند نه کوي او آن ځیني وختونه ممکن غیر نارمل خلک هم وبلل شي. د هنري پنځګرو په حق کې خو دا ادعا تر نورو ډېر صدق کوي.

که په ژوند کې په شته معلوماتو قانع واوسو، حاکمو دودونو ته غاړه کیږدو او د نورو سره پر یوه او عادي لاره مزل کوو، نوښت او ابتکار نشو را منځته کولی. څو ورځې مخکې مې د فرانز کافکا کوچنی کتاب(پلار ته لیک) ولوست. کافکا  ۱۸۸۳ کال په پراګ کې زیږیدلی. د شلمې پېړۍ د الماني ژبې ستر لیکوال دی، چې تر مرګه له رواني ستونزو کړیده او بالاخره د نرۍ رنځ له امله مړ شو. د یادو ستونزو یو علت له ده سره د پلار ناسم سلوک بلل شوی. کافکا پدې لیک کې د خپل پلار د سپکو سپورو، غوسې، پېغورونو او نورو هغو ناواړه کړنو په اړه غږیدلی دی، چې  له امله یې د (کافکا) ژوند دوزخ شوی و. تردې حده چې یو وخت یې د ناروغۍ پر محال خپل طبیب ته ولیکل:” که ما و نه وژنې، نو ته په رښتیا یو قاتل یې“.

دا هم ولولئ:   باورونه ولې ماتېږي / اسدالله دولتزی

(پلار ته لیک) د کافکا د را پاته شویو ښو اثارو څخه یو هغه دی. فکر کوم په ټوله نړۍ کې په یو نه یو ډول د پلار درناوی کیږي، خبره یې منل کیږي او په زغم چلند ورسره کیږي.

که کافکا د شته او عادي حالت او پدې برخه کې د حاکم ذهنیت خلاف غږ نه وای پورته کړی، نو نن به ممکنه نه وای چې دومره ستر لیکوال پېژندل شوی وای او نه به هم په یاده برخه کې کې د اصلاح هڅه شوې وای.

د یاد کتاب د لوستو پر وخت متوجې شوم چې کافکا د خپل پلار پر ځینو هغو کړنو هم نیوکه کړې، چې کټ مټ یا په لږ توپیر زه هم د خپل پلار له خوا په شعوري او نا شعوري توګه ورسره مخ شوی یم. خو په اړه مې یې ډېر لږ شکایت کړی او یا مې بېخي څه نه دی ویلی. که تاسو هر یو د کافکا لیک ولولئ، نو شاید د خپلو پلارونو ځینې نامناسبو کړنو ته مو پام شي، هغه چې تر ننه مو په پټه خوله زغملې دي.

موږ ډېر کله د خلکو د غبرګون له وجې یو کار ته زړه نه ښه کوو او وېره لرو چې” خلک به څه وایي؟“ څو کاله وړاندې کابل کې د ځوانانو یوې ناستې ته د یو مشر د خبرو مفهوم مې لا هم ذهن کې شته چې ویل یې: هره مبارزه په اول کې د خلکو د نیوکو او ریشخند سره مخ کیږي، خو چې دایمي وساتل شي اخر هم منل کیږي او پایله یې ګټوره وي. نو هېڅکله له مبارزې او هڅو لاس مه اخلئ.

دا هم ولولئ:   د ښه ويناوال شل ځانګړنې!

که تاسو نن یو داسې کار کوئ چې د ټولنې حاکم ذهنیت یې نه مني او مخالفت یې کیږي، ددې مانا دا نه ده چې ګني تاسو غلت لګیا یئ.

همدا څو ورځې وړاندې امریکایي ډاکټرانو اعلان وکه چې انسان ته د خوږ زړه په پیوندولو توانیدلي دي. له اعلان یوه ورځ وروسته یو هندي ډاکټر ادعا وکړه، چې کالون مخکې دا نظریه ده وړاندې کړې وه، خو هاغه وخت د مذهبي تهدیدونو او نورو خنډونو له وجې اهمیت ورنکړل شو.

ممکن پوښتنه پیدا شي، چې ښا نو څنګه کولی شو په اسانه د نوښت لاره غوره کړو؟ پدې برخه کې لومړی ګام باید د انتقادي او وروسته د خلاق تفکر وي. هغه څه چې په مرسته یې په اړوند برخه کې د ټولنې ټول مادي او معنوي خواوې نقد او غور پرې وشي.

انتقادي تفکر هغه رواني ځواک دی، چې له پوښتنو، تحلیل او ارزونې وروسته د یو څه په اړه قضاوت کوي.

کله چې یو څه یا یوه مسله د انتقادي تفکر له پروسې تېر شي، نو ممکن په اړه یې د تفکر یو بل ډول سر را پورته کړي، هغه چې ”خلاق تفکر“ بلل کیږي.

”خلاق تفکر هغه روش دی چې د مسایلو د حل لپاره پکې له متفاوتو لیدلورو، مروجو کړنو او د عادي حللارو پرځای پکې له نویو طریقو څخه ګټه اخیستل کیږي“.

همدا خلاق تفکر ډېر کله د نوښت محرک او رامنځته کوونکی وي.

 راځئ په یو مثال خبرې را لنډې کړو: که د ستر ناول لیکوال مرحوم نصیر احمد احمدي ناول(جو، جو) په پښتو کې د نوښت بېلګه وګڼو، نو ویلی شو چې لیکوال د خپل انتقادي تفکر پر مټ د افغاني ټولنې د ناوړه دودونو او ناسمو چلندونو اړخ ته متوجې شوی، غور او نقد یې پرې کړی او بالاخره یې د حللارو هڅه کړې. شاید په همدې دوران کې یې د خپل خلاق تفکر په مرسته پام شوی وي، چې د یاد هدف لپاره د نورو برعکس داسې یو کرکټر (جو، جو)پیدا کړي چې زموږ د نیمګړې ټولنې پرځای یې اړیکه له یو بل ځای(بلې سیارې)سره وي. څو له ادرسه یې له یوې خوا زموږ د ټولنې نیمګړې خواوې ښې تشخیص کړي او له بلې خوا د اصلاح لارې چارې اغیزمنې ثابتې شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*