د روژې مبارکې میاشتې ځانګړي فضيلتونه / رومیصه جیلاني

لیکواله: رومیصه جیلاني

روژه مبارکه او د فضیلت ډکه هغه د نعمتونو میاشت ده، چې دا نورې مياشتې هغه ځانګړنې او فضیلتونه له ځان سره نلري.

روژه د یو کال په دوولس میاشتو کې داسې ځانګړی او خاص ځای لري، لکه څنګه چې زړه د انسان په وجود کې ځانګړی ارزښت او ځایلري، مونږ او تاسې پوهیږو، چی پرته له زړه د انسان جسد هېڅ وي او کار نه کوی، همدا شان که په یو کال کې د روژې ځانګړې میاشتنه وي دا نورې مياشتي او کال به د مړي په څېر وې.

د هر کال یوولس (١١) میاشتې د روژې مبارکې میاشتې ته داسې اړتیا لري، لکه څنګه چې يو نوی ماشوم نړۍ ته سترګې وغوړوي اوخپلې مور ته اړتیا لري، دغه یوولس مياشتې د روژې مياشتې ته داسې په تمه وي، لکه څنګه چي يوه مور خپل مسافر زوی راتلو ته په تمهوي، چې کلونه کلونه ترې مسافر شوی، او دا یې راتلو ته په همدغه شان په تمه وي.

کوم خير او برکت چې د روژې مبارکې میاشتې په عبادت کې دی، په نورو میاشتو کې یې فيصدي ډېره لږ وي، مونږ باید هېڅکله ناشکريونکړو؛ ځکه چې الله تل د خپل بنده خير او نیکي غواړي، له همدې امله یې د روژې په میاشت مبارکې بېل خير او برکت اچولی دی.

روژه د انسان لپاره ډېر لوی چانس دی، چې خپل رب ته ورشي او د خپل رب په وړاندې د خپلو ګناهونو پخاطر اوښکې تویې کړي، اللهذات ډېر مهربانه ذات دی او الله په دې اړه فرمایليي دي:  [ إِنَّ ٱللَّهَ غَفُورٞ رَّحِيمٌ ]

دا هم ولولئ:   د ماتې کړکۍ تیوري / قیام صدیقي

ژباړه: بېشکه چې الله بښونکی او مهربانه دی.

د روژې مبارکه میاشت په حقیقت کې د عبادت، فضیلت، رحمت او خواخوږۍ میاشت ده، په دغه مبارکه میاشت کې هر مسلمان ته اړینهده، چې د خپل بدن هر غړی یې روژه ونیسي او له هر ناروا او حرام عمل تر سره کولو څخه ډډه وکړي، په دغه مبارکه میاشت کېشیطانان تړل کیږي او د جنتونو دروازی د مسلمانانو پر مخ خلاصیږی.

ددې مبارکې میاشتې فضيلتونه بی شمېره دي، ځينې ځانګړي یې په لاندې ډول له تاسې سره شریکوم، چې عبارت دي له:

۱روژه مسلمانان د دوزخ له اور څخه ژغوري.

۲روژه له شهواتو څخه مخنیوی کوي.

۳روژه د جنت د حصول لاره ده.

۴روژه د خپل خاوند لپاره شفاعت ده.

۵روژه د ګناهونو کفاره او د مغفرت وسیله ده.

۶روژه د دنیا او آخرت د سعادت سبب ګرځي.

۷د خدای به نزد د روژې د خولې بوی له مښکو غوره دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*