انعطاف پذیره وا وسه | ګلاب بهار

ګلاب بهار

نړۍ له حیرانونکو او عاجیبو واقعیتونو ډکه ده، هغه څه چې لرو یې په ارزښت یې نه پوهېږو او هغه څه چې نه یې لرو، په ارزښت ورته قایلکېږو.

یعنې په دې مانا چې هغه وړتیاوې او تخنیکونه چې زموږ په درون کې واقع دي، که سمه استفاده ترې صورت ونیسي کولای شي، چې اتلمو جوړ کړي.

په دې مانا چې که چېرې د انعطاف پذیرۍ له اصل څخه استفاده وشي او یو کار یا کړنه چې په سرتمبۍ طریقه په مؤثره توګه نه ترسرهکېږي، باید متفاوتې طریقې او تخنیکونه ورته وسنجول شي.

کړنه په څو برخو ووېشل شي او هره کړنه په جلا جلا توګه سرته ورسېږي. یا دا چې تر ټولو سخت کار چې باید ترسره یې کړئ، ورتهمتفاوتې بڼې ورکړی او په داسې میتودونو یې سرته ورسوی چې غوره پایلې ولري.

د غوره پایلې څخه موخه دا ده چې تر هر څه د مخه ورته باید پلان جوړ کړې، په پلان کې د کارونو اولیتوبونه منظم کړې او بیا د هر کارچې باید لومړی یې ترسره کړې، د عمل جامه ور واغوندې او که چېرې بیا هم کومه نیمګړتیا یا ستونزه ایجاد شي، نو تاسې ورته انعطافمننونکي وا وسی، څو تر هغې د متفاوتو لارو څخه استفاده وکړای شی چې پای ته یې ورسوی، چې دلته مهمه خبره دا ده، چې تر هر څهد مخه مو خپل هدف وتاکئ او بیا هغې ته د رسېدو په پار هر ډول ستونزې او مسؤلیتونه واخلئ، ځکه هېڅوک نشي کولای چې تاسو تهبدلون درکړي او یوازې تاسو یاست چې خپل ځان بدل کړی.

دا هم ولولئ:   پر نفس باور مو بريا ته رسوي/ محمد عزيز پردېس

دا هم په یاد ولرئ چې نړۍ له انسان سره متقابلې معاملې کوي، که وخاندی په وړاندې مو خاندي او که ټنډه مو ګونځې ونیسی، هغه همستاسو په وړاندې ورېځې ګونځوي.

که سندرې ووایی، خوښۍ ته بلل کېږی او که متفکر اوسې د پوهانو خواته به ځای پیداکړې، بالاخره که مهربان وا وسې په شاوخوا کې بهمو داسې وګړي وګوری، چې ټول له تاسره مینه لري او د زړونو خزانې ستاسو په مخ خلاصوي.

پس تل انعطاف منونکي وا وسئ او له نویو تخنیکونو څخه کار واخلئ.

همداشان له نویو حالاتو سره د تعامل وړتیا قوي کړئ، څو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره نوې لارې چارې په اسانۍ سره بیامومی، چېدغه کړنه کولای شي ستاسو محصول او فعالیت کې څو چنده اضافه والی راولي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*