پر ځان باور ولره چې ښو حالاتو سره مخ شې / ژباړه میراحمد یاد

لیک: ډيويډ شواترز / ژباړه میراحمد یاد

ستاسې ذهن (د فکر فابریکه) ده او هره ورځ زرګونه افکار تولیدوي.

دا فابریکه دوه کسان اداره کوي، یوه یې (بریالی) نومېږي او بل (ناکام). بریالی په مثبت ذهني تولید بوخت دی او دېتولید دلیل یې هم ستاسې وړتیا، بریا او قوت دی.

بل ښاغلی (ناکام) نومېږي، ناکام لګیا دی ټوله ورځ منفي او تحقیر امېزه تولیدات کوو. دی ستاسو د کمزوریو او تنګیوپه دلایلو کار کوي او مسلکي شعار یې دا دی چې: (ماتې خورئ!).

دا دواړه (بریالی او ناکام) ښاغلي ډېر منونکي دي، خپل کار ته په وخت راځي او په وړه اشاره کار او حرکت پيلوي. کهاشاره مثبته وي بریالی رامخکې کېږي او کار پيل وي او که منفي وي، نو ناکام صیب سمدستي فعالېږي.

که غواړئ پوه شئ چې دا دواړه څنګه کار کوي، نو دا تمرین وکړئ: ځان سره ووایئ چې: (نن خو ډېره ستړې ورځ ده.) تاسې چې څنګه دا خبره وکړه، په همدې یوې اشارې درته (ناکام صیب) له سلو دلایلو او شواهدو سره رامخته کېږي اودرته وایي: هوا توده ده، بازارونه ساړه دي، سودا نه کېږي، خلک غوسه دي، کیدای شي د خولې خوند مو بد شيهمدا ناکام صیب مو په څو ثانیو کې پښې سستوي او درته ثابتوي چې (نن ستړې ورځ ده.) تاسې چې تر څو ځانبرابروي دستي مو ذهنیت داسې جوړيږي چې (نن خو رښتیا هم ډېره بده ورځ ده.)

بیا ځان سره ووایئ چې: (نن خو ډېره ښه ورځ ده!) دې سره بریالی صیب سمدستي په اشاره پوهېږي او خپل کارپيلوي، دستی درته وايي: (نن خو د کار ورځ ده! هوا ښایسته ده، ژوند نعمت دی، نن څو پاتې کارونه ختمولای شې!) پهدې ورځ به د بریالي صیب په خبرو ستاسې ټوله ورځ ښایسته او خوندوره وي.

دا هم ولولئ:   زما لپاره د ۲۰۲۲ کال درسونه/ روبېن شرما

که ناکام صیب درته وایي چې په دې دلایلو تاسې دا کار نشئ کولای؛ نو بریالی صیب درته وايي چې په دې دلایلو یېکولای شئ او د کار کولو لارې چارې هم درښيي. ناکام صیب تاسې په خپلې ماتې قانع کوي او درته وایي چې خپلهماته ومنئ، خو بریالی بیا اپوټه تاسې ته د بریا لپاره دلایل درکوي او لارې چارې درښيي. ناکام صیب درته د سترګو پهرپ کې وایي چې فلانی ښه کس نه دی، خو بریالی صیب درته ډېر دلایل درکوي چې هغه کس ولې ښه دی.

که تاسې دې دواړو کې هر یو ته ډې کار سپارئ، هماغه قوي کوئ. که ناکام صیب ته ډېر کار وسپارئ، نو  هغه ځان سرهپرسونل هم زیاتوي او ستاسې د ذهن ډېره برخه نیسي، خو بلاره ستاسې د فکر پر ټول تولید واکمنېږي او ټولو افکاروته مو منفي اړخ ورکوي.

ښه طریقه دا ده چې ناکام صیب له کاره وشړئ، ځکه تاسې یې کار ته اړتیا نه لرئ. څه ضرور چې یو کس درته ټول عمرغوږ کې بنګېږي چې:

ته یې نشې کولای

ارزښت یې نه لرې

ماته خورې او نور

تاسې چې کوم ځای ته ځئ، ناکام صیب درسره هلته په تلو کې مرسته او ملتیا نه کوي، نو له دې صیبه بیخی تېر شئاو خپل مزل پيل کړئ.

بریالي صیب نه ښه کار واخلئ، څنګه مو چې ذهن ته کوم فکر درغی، دستي یې ده ته ورکړئ چې ورسره بوخت شي،دی درښيي چې څنګه باید بریالي شئ.

شواهد ښيي چې هره برخه کې ورځ تر بلې د نخبه ګانو اړتیا زیاتېږي او نخبه ګان هغه دي چې له هره اړخه ښېوړتیاوې ولري، هغه کسان چې راتلونکي مشران به وي، هغه کسان چې اوس د نبوغ مرحلې ته رسېدلي دي یا به زر ورورسېږي او یو پکې تاسې هم یاست.

دا هم ولولئ:   د دریو چلندونو مختصره ارواپوهنیزه تشرېح / شرافت همت

که چېرې دا تضمین شي چې نږدې راتلونکي کې به یوه هیواد کې هراړخیزه وده پیل کېږي؛ نو نوي حالات حتننن دخلکو شخصي بریاوې نه تضمینوي. خو اجمالي نظر ښيي چې میلیونونه خلک د خپلې ژوند د ودې لپاره هلې ځلېکوي او یوه کوچنۍ ډله پکې بریالۍ کېږي. سره ددې چې په تېرو دوو لسیزو کې کې ډېر زیات فرصتونه رامنځته شويدي، خو زیاتره خلک اوس هم په هماغه پخواني حالت کې پښې لاسونه وهي او د بیارغونې په راتلونکې دوره کې به همزیاتره خلک همداسې د وېرې، اندېښنې، بې کفایتۍ ښکار وي، خپلو غوښتنو پوره کولو کې به بیوسه وي او پر ځان بهباور نه لري. پایله دا ده چې د دوی هلې ځلې به محدودي پایلې ولري او محدوده خوښي به ورسره وي.

څوک چې فرصتونه په شتمنۍ بدلوي، ډېر پوه خلک دي. تاسې هم له همدې خلکو یاست، ګني د خپل راتلونکي غم بهدرسره نه وی او دا لیکنه به مو نه لوستی. تاسې پوه خلک دا زده کوئ چې زړه ته څنګه قوت ورکړئ او د خپلې بریالپاره څنګه هلې ځلې وکړئ.

قدم ورننباسئ، د بریا دروازې تل پرانیستې وي او نن تر پخوا ډېرې دي. همدا نن ځان په هغو خلکو کې وشمېرئ چېغواړي له ژونده خوند واخلي.

دا د بریا لومړی تمځای دي، خو مهم تمځای دی. لومړی تمځای په خپلو وړتیاوو باور دی، په خپله بریا باور ولرئ.

پر خپل قوت باور څنګه زیات کړو؟

دلته د باور یا ایمان د قوت زیاتولو لپاره درې لارې ښودل شوې دي:  

دا هم ولولئ:   د ښه ويناوال شل ځانګړنې!

الف. د بریا فکر وکړئ او په ماتې فکر مه کوئ. په کار کې، کور کې او هر ځای کې د نهیلي کوونکو فکرونو پرځای هیلهبښونکی فکرونه راوړئ. سخت حالت سره چې مخ شئ، دا مه وایئ چې: (ښايي ماته وخورم) بلکې وایئ چې: (بریالی/ بریالۍ کېږم.)

که چاسره مو سیالي وي، دا مه وایئ چې (زه یې وړ نه یم…) بلکې ووایئ چې (زه په غوره خلکو کې یم.)

که فرصت مو وموند دا مه وایئ چې: (زه یې نشم کولای) بلکې ووایئ چې (زه یې کولای شم!). هڅه وکړئ چې ستاسود فکرونو بهیر د (کولای شم) تر اغېز لاندې وي. که د بریا فکر کوئ ذهن به مو د بریالیتوب نقشه درکوي او که فکر مو دماتې وي، نو ذهن به مو هم د ماتې لاره درښيي.

ب. ځان ته تل ووایئ: تر هغې ډېر ښه یاست چې فکر کوئ. بریالي خلک خارق العاده نه وي. بریا ډېره هوښياري نهغواړي، هېڅ رمز و راز پکې نشته او بخت پورې هم نه ده. بریالي خلک هم عادي انسانان وي، یوازې يې پرځان باورزیات وي، تاسې ځان ته په ټيټه سترګه مه ګورئ او ځان کم مه بولئ.

ت. لوی فکر وکړئ. ستاسې د بریا اندازه ستاسې د فکر او لیدلوري په اندازې پورې تړلې ده. که موخې مو وړې، پایلېبه هم وړې مومئ. لویې موخې وټاکئ چې لویې بریاوې ومومئ. دا هم مه هېروئ چې: لوی پلانونه او مفکورې که ترکوچنیو هغو اسانه نه وي، و سخت هم ترې نه دي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*