پر نفس باور مو بريا ته رسوي/ محمد عزيز پردېس

ژباړه: عزیز پردېس

پر نفس باور او اعتماد هغه څه دي چې تاسو د برياليتوب او پرمختګ هسکو او لوړو څوکو ته رسوی شي. که پرځان، مسلک او وړتياوو مو باور ولرئ، نو هېڅ ډول ستونزې به ستاسو مخ ډب نه کړي. دلته مو د بریالي ژوند او دا چې څنګه يو انسان په خپل ورځني ژوند کې د ستونزو پر وړاندې کامياب شي، يو ټکي راټول کړي دي:

 

۱- په خپل ځان او په وړتياو مو باور ولرئ.

باورونه کولی شي چې ځيني کسان اتلان کړي او له ځينو څخه ناتوانه او کمزوري موجودات جوړ کړي. انسان هغه څه دی چې په خپل زړه کې پرې باور لري. په خپل ژوندانه کې په خپل کار او مسلک باور ولرئ.

۲- له حده وتلې کمال لرونکي مه اوسئ.

خپله موخه مو بايد جامع الکمالاتي نه وي، ځکه داسې څه شتون نه لري. انسانان په خپل ذات کې جايز الخطا دي. کله چې ستاسو موخه جامع الکمالاتي وي، نو تل به د ماتې څخه وېره لرئ او کله مو چې وېره وکړه، نو له هڅو  څخه پاتې کېږئ او يا هم لږه هڅه به کوئ. ټاکلې او څرکندې موخې د ځان لپاره وټاکئ.

۳- د ثبات لپاره هڅه وکړئ.

بريالي کسان خپلو موخو ته په رسېدو کې تمرکز کوي او د دې امر لپاره برنامه جوړوي او په پوره ثبات سره پر مخ ځي. يوه سمه او منظمه برنامه جوړونه له انسان سره مرسته کوي چې مهمو کارونو او چارو ته څنګه لومړيتوب ورکړي، ترڅو په ډاډ او باور سره خپلو موخو ته ورسېږي.

دا هم ولولئ:   د برياليتوب لار!!

۴- هېڅکله مه ناهيلې کېږئ.

که مو موخې ته د رسېدو لپاره ستاسو لومړنۍ هڅه ناکامه شي، نو تاسو به د خپلې موخې څخه لاس په سر شئ؟ نه هېڅکله هم نه، همدغه ماتې دي چې تاسو برياليتوبونو ته ورنږدې کوي.

۵- ورځنۍ موخې مو په کتابچه کې وليکئ، ترڅو هرو مرو يې ترسره کړئ.

بريالي کسانو په رسمياتو او غير رسمياتو ته کې تل له ځانونو سره وړې جيبي او يا هم بل ډول کتابجې لري. لازمي نه ده چې بايد تل له کتابچو څخه ګټه پورته کړئ، په ګرځنده موبايل کې دا چاره مخ ته وړی شئ. سهار مخکې له دې چې خپله کاري ورځ پيل کړئ، خپلې ټولې هغه چارې چې بايد په همغه ورځ يې ترسره کړئ، نوټ کړئ؛ د ورځې په پای کې هغه چارې مو چې په پرياليتوب سره ترسره کړي، خط پرې کش کړئ.

۶- خپل لومړنی ګام پرته له وېرې او په پوره باور سره پورته کړئ.

کله چې غواړئ يوه مهم څه ته لاسرسئ ومومئ، نو لومړنی ګام مو بايد دا وي چې پرته له وېرې او پوره اعتماد سره مخ پروړاندې تګ پيل کړئ. کله چې د لومړني ګام پورته کولو جرائت ولرئ، نو ډار او وېره به مو له منځه لاړه شي. هغه اشخاص چې لومړنی ګام پرته له وېرې او چټک اخلي، د نورو په پرتله غښتلي وي او په دې به پوهېږي چې دغه کار ګټورې پايلې له ځان سره لري.

۷- کرکه مو له ژوند څخه لرې کړئ.

د نورو کرکو ته په مينې سره ځواب ورکړئ. هغه مينه او ښه اخلاق چې له نورو سره کوئ، ګټه يې تاسو ته رسېږي. يوه عامه او مشهوره اصطلاح ده چې وايي: بې مينې ژوند، نه ژون.

دا هم ولولئ:   خپل ځان څومره پېژنئ؟ د ځان پېژندنې په ګټور او لنډ مالومات / عزيز پردېس

۸- د خپلو شاوخوا کسانو سره مناسبې او ښې اړيکې وساتئ.

ښاغلی سيټ ګاډين په خپل ( قبېلې ) نومي کتاب کې ليکي: په ټولو ځايونو کې داسې ډلې شته چې د اړيکو، پېژندنې او بدلونونو تږي دي. بريالي کسان تل د داسې ډلو او کسانو په لټه کې وي، ترڅو خپلې اړيکې ورسره وځغلوي. خپلې اړيکې، ملګري او سيالان مو وپېژنئ او د ډله ييزو پرمختګونو څارونکي واوسئ.

۹- عملګرا واوسئ.

بريالي کسان عمل کوي. هېڅ يوه ستونزه او مسئله به تر هغه وخته حل نشي، ترڅو چې اقدام ونکړئ. ځانونه مو د ستونزو په جال کې مه تړئ. هغه څوک چې هڅه نه کوي او عملګرا نه وي، نو په ستونزو به کې هرو مرو ډوبېږي. هڅه وکړئ او د خپل مخکې تګ لپاره لاره ومومئ.

۱۰- مثبته انرژي ولرئ.

ډېری وخت داسې شوي چې کله مو خبرې کړي نو چا به ويلي وي چې منفي انرژي لرونکی مه اوسه!!! هو، حتی خبرې کول هم کولی شي چې په انسان کې پر نفس اعتماد او د باور انګېزه ډېره کړي. نه يوازې دا چې د نورو سره مثبتې خبرې وکړئ، بلکې د ځان سره مو هم مثبتې جملې تکرار کړئ. نن به ښه ورځ وي، زه بريالی کېږم…   ښايي دا ووايئ چې دا خو کلېشه يي خبرې دي، خو باور وکړئ چې خپل اغېز لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*