د خوب په اړه د اتريشي ارواپوه زیګمونډ فرويد جالبې نظريې / سميع الله ريحان

ژباړونکی:سميع الله ريحان

اتريشي ارواپوه زیګمونډ فرويد چې د ارواپوهنې د علم يو له هغو عالمانو څخه ده چې ددغه علم د لاپراختيا لپاره يې ډير زيات کار کړی ده.

فرويد په ارواپوهنه کې د روان تحليل ګرۍ د مکتب يو له بنسټ ايښودونکو څخه وو،فرويد د ارواپوهنې د علم په ډيرو جالبو مسائلو باندې یې خپلې څيړنې ترسره کړي دي چې يو يې له هغو څخه د خوب موضوع ده.

فرويد په دې اړه له پنځو کالو هلو ځلو څخه وروسته د «خوب تعبير » په نامه يو کتاب وليکلو چې په ۱۹۰۰ کال کې چاپ شو.

IMG 4525

فرويد په دې کتاب کې د خوب په اړه ډيرې جالبې او مهمې نظريې ورکړي دي چې زه يې دلته د يو څو مهمو نظريو يادونه کوم.

د فرويد نظريې د خوب په اړه:

• خوب د انسان د ناخوداګاه ضمير د مطالعه کولو لپاره ډيره اسانه الره ده.

• خوبونه زمونږ له هغو اړتياوو او ارمانونو څخه متآثره وي چې مونږ د پوره کېدلو ارمان لرو.

• فرويد د رواني ناروغانو د درملنې لپاره له “تداعی آزاد” طريقې څخه استفاده کوله او کولی يې

شوای چې په دې سره د انسان په ناخوداګاه ضمير کې پټې آرزوګاني او ارمانونه وپيژني چې هغه

يی نا آرامه کړی ده .

• فرويد وايي هيڅ خوب بې معنا نده.

• هغه فشار لرونکې غوښتنې چې زمونږ شعور پرې نه پوهيږي او ستونزمن ورته ښکاري معمولآ

په سمبوليک ډول سره په خوب کې څرګنديږي .

• فرويد د خوبونو د تعبير لپاره له سمبولونو څخه استفاده کوله .

• فرويد وويل هغه څه چې مونږ ته د منلو وړ ندي او مونږ فکر کوو چې نشي کيدلی، تر څو هغه

دا هم ولولئ:   خوښي راوړونکي افکار وروزئ.!

مونږ عملي کړو )لکه جنسي تمايالت او غوسه( نو زمونږ په خوبونو کې سانسور کيږي.

• د فرويد له نظره چې خوب زمونږ له څو ورځو مخکيني ژوند او راتلونکو حاالتو پوري تړل شويو

پېښو پوري اړه لري .

• فرويد خوبونو ته د نه پوره کيدونکو او نه پوره شويو هېلو په توګه ګوري چې يو څوک يې په

راتلونکي کې د پېښيدو ارمان لري.

• لاشعور دغه ارمانونه د تصويرونو په شکل د انسان ذهن ته راوړي او ځينې وخت خو د ماشومتوب

صحنې وي.

• خوب لاشعور ته يوه شاهراه يعنې يوه اوږده لاره ده .

• فرويد وايي په ويښه کې زمونږ شعور او په خوب کې لاشعور فعال وي.

• هر هغه څه چې په بيداري کې حل او تصفيه نشي، په بيداري کې يې زياتوالی او کموالی مالوم نشې نو بيا خوب ته راځي او په خوب کې مونږ کابوس وينو.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*