اصل خوښي په څه شي کې ده؟ / ژباړه: میراحمد یاد

لیکنه: روبېن شرما / ژباړه: میراحمدیاد

 

د د ژوند تېرولو او د څيزونو د ترلاسه کولو په وړتیا او قوت کې یوه خبره ده: یعنې څومره چې ترلاسه کوئ، هومره به نور غواړئ. شیان انسان د خوشالۍ کړې ژمنه نه پوره کوي. که فکر پرې وکړو دا ډېره ظالمه پروسه ده. 

که تاسې له کلونو د یوه موټر ارمان لرئ او هغه موټر واخلئ، نو څو ورځې وروسته بیا به بیا د بل ارمان کوئ. که د خپلې خوښې کور واخلئ یا د خپلې خوښې دنده ترلاسه کړئ، یو څو اونۍ وروسته مو ترې نظر اوړي او خوند یې ځي. بیا نور خوند نه کوي. ستاسې پام له دې اوړي او بلې غوښتنې ته ورځي. 

زه ډېر پوه نه یم او د ټولو پوښتنو ځوابونه نه لرم، خو ژوند راته دا یو شی رازده کړی دی چې شیان انسان ته تلپاتې خوشالي نه شي ورکولای. 

زه درته سپینه خبره کوم. زه نه وایم چې د ښایسته شیانو لرل، راټول او غوښتل ګني بد کار دی. دا د غره څوکۍ ته ختل خوندور کوي. 

زه فکر کوم د خبرې موخه مې دا ده چې د دې شیانو بندګي به نه کوو، ورپورې نښلو به نه، غلامي به یې نه کوو، یوازې خوند به ترې اخلو. دې شیان چې موږ ته وخت په وخت کوم دامونه ږدي، په هغو کې به نه نښلو. 

نو پوښتنه دا ده چې اصلي او تلپاتې خوښي، خوند او رضایت له کومه راځي؟ 

زما له اوسنۍ پوهې سره سم یې لو لنډ لیست دا دی: موږ د خپلې پوهې تر کچې لوړ شی نه شو لیدلای؛ څومره چې ډېر ګورو، هومره به ډېر پوهېږو … لکه د غره څوکې ته ختل.)

دا هم ولولئ:   کافکا ناول!

اصلي او تلپاتې خوښي، خوند او رضایت له کومه راځي؟ 

د داسې شیانو په لټه ژوند تېرول چې ستاسې بالقوه انرژي ازادوي او ویدې وړتیاوې مو را ويښوي (وده). 

په وېرې برلاسي کېدل او خپل فکرونه نه محدودل. 

ارزښتناکې موخې ترلاسه کول او په خپل نظر بریالي کېدل (نه هغه بریالیتوب چې نور خلک یې راته تعریفوي.) 

ارزښتناکې او هدفمندې اړیکې رامنځته کول. 

ځان لا ډېر پېژندل. 

نورو ته ارزښت ورکول (له پېرودونکو او همکارانو نیولې، د ټولنې تر خلکو.) 

په خپله چاپېره نړۍ کې مثبت بدلون راوړل او یو اغېز پرې کول. 

نو هو! شیان ترلاسه کړئ (دا طبیعي انساني غوښتنه ده). داسې شیان پیدا کړئ چې ستاسې پام ور واوړي. چې ترلاسه مو کړل، بیا ترې ښه خوند واخلئ. دا ټول شیان په خپل واک کې کړئ، تاسې ورته خپل واک مه ورکوئ. 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*