د رواني روغتيا له پلوه د ژړېدلو روغتيايي ګټې!

ژباړه: نبي الرحمن ارمان

ژړا کول د خپلو احساساتو(غم،نااميدی او خوشاليو) د ښودلو يو خاص حالت دی. ژړيدل او د اوښکو تويول يوازې په غمجنو او نااميده وختونو کې نه کېږي. ځينې وخت ژړيدل او د اوښکو تويول د خوشاليو په محفلونو او شيبو کې هم بې اختیاره کېږي. لکه څه ډول چې خوشالي او خانده د روغتيا لپاره يو شمېر ګټې لري همدغه شان ژړيدل هم روغتيايي ګټې لري. په دې ليکنه کې درته د ژړيدلو روغتيايي ګټې خلاصه کوو.

لومړی: د ذهن او زړه د تسکينولو لپاره
مطالعاتو ښودلي چې ژړيدل يانې د اوښکو تویول زړه او ذهن اراموي او تسکين ورکوي. له ژړيدو وروسته زموږ احساسات له منځه ځي او د آرامتیا احساس کوو. که يوڅوک خفه اوسې او د خفګان احساس د ژړيدلو په زریعه يخ نه کړي. په راتلونکي کې يې همدا خفګان په رواني فشار او وېرې يانې اضطراب بدلېږي. که غواړو غم او خفګان راته دوامداره سرخوږۍ جوړ نکړي، ښه ده چې خپل زړه په ژړيدلو سره يخ کړو.

دوهم: د مزاج(توبيت) جوړولو لپاره
مطالعاتو ښودلي هغه کسان چې وژړېږي له ژړيدو وروسته يې توبيت برابرېږي. کله چې تاسو ژړېږئ او اوښکې تويوئ د زړه ضربان مو نرمېږي او تاسو ته د خوښۍ احساس درکوي.

درېيم: د روحي فشار له منځه وړلو لپاره
ځينې وخت سخت خفګان او فشار ددې سبب کېږي چې وژړېږو او اوښکې تويې کړو. همدا ژړا او د اوښکو تویول روحي فشار او خفګان له منځه وړي. په ژړا کولو سره هغه وېره،فشار او خفګان چې موږ يې احساسوو له منځه ځي.

څلورم: د فزيکي دردونو د له منځه وړلو لپاره
د ژړيدلو سره سم په وجود کې يو ډول هورمونونه لکه oxytocinاو endorphinsآزادېږي. که د درد او سوی په وخت وژړای ستاسو په وجود کې همدا دوه ډوله هورمونونه افرازېږي.

پنځم: د خوب د ښه والي لپاره
ژړيدل او د اوښکو تویول انسان اراموي، د خوښۍ او آرامتیا احساس ورکوي. بې خوبي د سخت خفګان او پر ذهن د فشار د شتون له امله رامنځته کېږي. ژړيدل تاسو ته ذهني ارامتیا او سکون درکوي او ښه خوب احساس درکوي.

دا هم ولولئ:   د دریو والدینو ماشوم / نګین کرګر

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*