راشد خان رښتیا خاین دی؟

لیکوال: جعفر هاند

په ۲۰۱۸ په هند کې لسګونه زره خلکو په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین وکړ چې «راشد خان ته د هند تابعیت»‌ورکړل شي. دا کمپاین دومرهزورور شو چې د هند د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج خپلو خلکو ته په ټویټر کې ولیکل: «ستاسو  د ټولو ټویټونه مېولیدل، خو د تابعیت ورکول د کورنیو چارو وزارت کار دیدا مسئله دومره ګرمه شوه چې ولسمشر محمد اشرف غني د هند صدراعظمنریندار مودي ته ولیکل: راشد خان د افغانستان ویاړ دی او دا ویاړ دې خدای په افغانانو پورې ښه کړي.

ځینو هندوانو خو دومره مبالغه وکړه چې راشد خان یې «بګوانخدای» وبالهنعوذ بالله. مګر راشد خان وویل: ویاړم چې افغان یم.

د ویسټ انډیز په تجارتي لوبو کې بوخت و، ما ورسره په تیلیفون خبرې وکړې، سبا د افغانستان د استقلال ورځ‌ وه، راته یې وویل: «موږدلته یو ټاپو کې یو له بازار څخه لېرې یو، خو د ټیم مدیر ته مې ویلي چې ما ته درې رنګونه راوړي‌ چې سبا د استقلال په ورځ په اننګو دوطن بیرغ رسم کړم او استقلال ونمانځمهمداسې یې وکړل. ما په تلویزون کې لیدل چې نړیوالو مبصرینو د راشد خان په مخ د دغهتصویر په لیدو د افغانستان په تاریخ او استقلال غږېدل.

راشد خان د کرکټ د نړیوالې شورا د لسیزې غوره لوبغاړی شو. ټول وطن پرې افتخار وکړ او تر ټولو ډېر چې وکړېدل د پاکستان د کرکټیو شمېر مینه وال او مطبوعات وو. هغوی نشو زغملای چې یو افغان دې د لسیزې غوره لوبغاړی وي.

دا هم ولولئ:   په ننګرهار کې د کرېکټ عصري اکاډمي پرانیستل شوه

خو راشد خان وویل: «دا زما نه، د ټول افغانستان او د ټولو افغانانو ویاړ دی، هڅه کوم چې وطن ته نور ویاړونه هم راوړم

په نړۍ او وطن د کرونا څپې خپرې شوې، ټول وطن فلج شو او خلک بې کاره او بې روزګاره شول. راشد خان لومړی افغان لوبغاړی و چېسلګونه وطنوالو ته یې خوراکي او نور مواد ورسول او وویل: «نن په وطن سخته ورځ ده، باید د وطنوالو لاس ونیسو

د ګینیز د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کې یې نوم راغی او ورسره جوخت د افغانستان نوم ښه یاد، ولیکل شو او تاریخ شو. خو ده دا ویاړ همد ټول وطن ویاړ وباله.

پاکستاني رسنیو بېلا بېل راپورونه وکړل چې ګنې هغه «په پاکستان کې پېدا شوی او پاکستانی دی» خو، ده د وطن ښکلي بیرغ سرهتصویر واخیست او ځواب یې ورکړ: «ویاړم چې افغان یم. دا بیرغ دې تل رپاند وي

په کندز کې بمبار وشو، په ننګرهار کې چاودنه وشوه او د وطن په نورو برخو کې جنګ روان و، ده د آی پي ال په تجارتي لوبو کې په خپلمټ او د لوبډلې د بهرنیو لوبغاړو په مټو تورې پټۍ وتړلې او په ټویټر کې یې نړۍ ته پیغام ورکړ: «افغانان هم انسانان دي، ژوند او سولهغواړي،‌ لطفآ افغانستان کې جګړه ختمه کړي

هغه استرالیا چې اوس له افغانستان سره د کرکټ‌ لوبې نکوي‌ او غواړي چې افغانستان په نړیوال جام کې د لوبېدو اجازه ونلري، د هماغهاسترالیا ګڼو ځوانانو او زړو اوږدې لارې ووهلې چې راشد خان وویني او د هغه لاسلیک واخلي. ده به په مسکه خوله ورته لاسلیک وکړ او دافغانستان ښکلی تصویر به یې وړاندې کړ.

دا هم ولولئ:   جنګېرک شاهین آفریدی؛ دا ځل یې سرفراز احمد سره جنګ کړی دی

دا اوساوس یې د انګلنډ په تجارتي لوبو کې د استقلال په ورځ په مخ د افغانستان ښکلی بیرغ رسم کړ او نړۍ ته یې وښوده چې  افغانستان استقلالیت او شناخت لري.

په هند کې د سینما او کرکټ د مشهورو ستوریو په موجودیت کې د هند لویو تجارتي‌ شرکتونو له دغه افغان سره قرارداد وکړ او میلیونونهډالر یې د هغه په نوم، نښان او شهرت وګټل.

د اماراتو د اوبو یو لوی شرکت په خپلو بوتلونو په ډېر افتخار سره د راشد خان تصویر خپور کړ.

د ۲۰۱۹ تر نړیوال جام مخکې چې کومې ستونزې پیدا شوې، راشد خان یې هم یوه برخه وه، ده د کپتان د ټاکلو کېدو سره مخالفت څرګندکړی و. ما ته یې نهه میاشتې وروسته وویل: «قسم په الله چې هغه ټویټ مې هم د افغانستان د خیر لپاره کړی و…‌ ما د افغانستان لپاره پهشپو شپو وژړل….»

د کرکټ‌ بورډ چارواکي وايي له کومې ورځې چې راشد خان د ملي لوبډلې کپتان اعلان شو، ځينو نړیوالو تجارتي‌ شرکتونو بورډ تهمراجعه وکړه چې لوبډله تمویلوي. آن د لست آی سیالیو لپاره هم د راشد خان له برکته مالي ملاتړي پیدا شول.

دا اوس یې ویلي وو چې زما په مشورې لوبډله جوړه کړئ، ډاډه یم چې افغانستان به تر سیمي فاینل پورې رسوو او افغانستان ته به ډېرلوی ویاړونه راوړو…..

زه تېرکال له کورنۍ سره په سفر وم، په لاره کې لږ تم شو، یو رستورانت ته ولاړو چې ډوډۍ وخورو، رستورانت کې بنګالیان وو او په خبروخبرو کې پوه شول چې زه د افغانستان یم، دریو بنګالیانو وار له واره راته وویل: د راشد خان د افغانستان يي؟

دا هم ولولئ:   د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی شاپور ځدران ناروغ ذی

ما ورته په افتخار وویل، هو د راشد خان افغانستان.

له دې دومره کارونو سره سره بیا هم زموږ ځینې ځوانان اګاهانه او نا اګانه په خپل فیسبوک او ټویټر کې ولیکي او یا یې ووايي: «راشدخاین دی…».

کاش وطنوال مو خپل خاینان او خادمان پېژندلي وای،  دا حال به مو نه وای. دوی نپوهېږي چې په همداسې یو څه لیکلو سره هم له«راشد خان او هم له افغانستان سره خیانت» کوي.

راشد خان اوس د افغانستان د هویت، شناخت او تعارف یوه برخه ده. هغه نړۍ ته د افغانستان یو ښکلی تصویر دی. هماغسې چې کریم،حمید، شاپور، مجیب، قیس، نوین او هر بل افغان لوبغاړی دی. لطفآ خپل خادمان او خاینان وپېژنئ.

د دې لیکنې هدف مې دا نه دی چې راشد خان ته «تملق او چاپلوسي» وشي، راشد خان خپل ژوند او شخصیت لري، او زه شکر خپلژوند او شخصیت لرم او یو بل ته مو دې خدای نه اړ باسي.  مګر د راشد خان په اړه د ځینو وطنوالو ستغو او بدو الفاظو اړ کړم چې دوطن ددغه «سپاهي» په اړه دا کرښې ولیکم. راشد خان دې خدای د افغانستان لپاره هم اباد او ودان لري.‌ وطن د کرکټ‌ په ځوانانو ښکلیدی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*