د شین چای روغتیايي ګټې  

روغتیا

شین چای له لرغونو زمانو راسې کارېږي، خو د نورو زیاتره جوړو شویو څښاکونو برعکس چای ډېر طبیعی دی او له دې امله یې تر روغتیایي زیانونو ګټې ډېرې دي. دلته یې ځينو روغتیايي ګټو ته لنډه کتنه کوو:

 

د مزمنو ناورغیو خطر کموي

شین چای د polyphenols  انټي اکسياډينټونه لري. دا د حجرو د خرابېدو مخه نیسي او د مزمنو ناورغیو «ساه بندۍ، الزایمر…» خطر کمولای شي.

د مغزو فعالیت ښه کوي

په شین چای کې کافین او د L-theanine په نوم امینو اسید وي، دا د مغزو فعالیت ته وده ورکوي، د انسان طبیعت جوړوي او حافظه تقویه کوي.

وزن کمولو کې مرسته کوي

شین چای په بدن کې د هاضمې «میتابولیزم» پروسه تېزوي چې له امله یې وازدې ویلي کېدای او وزن کمېدی شي. د وزن کمولو په زیاتره درملو کې شین چای شامل وي.

د زړه او عصبي سکتې خطر کموي

شین چای په بدن کې د بدو کلسترولو کچه کمولای، د وینې فشار ټیټولی او په رګونو کې د وینې رفتار آسانه کولای شي، چې دا ټول د زړه د او مغزي سکتې خطرونه کموي.

د ځينو سرطانونو خطر کموي

مخکې مو وویل چې شین چای په بدن کې حجراتو د خرابېدو په مخنیوي او د حجرو په خوندیتوب کې مرسته کوي. له دې سره د سرطاني حجرو مهار کېدل ممکنېږي.

د غاښونو ساتنه کوي

 شین چای د ورویو او غاښونو د خرابېدو او ورویو د مرضونو خطر کموي. دا په خولې کې د مضرو بکتریاو د زیاتېدو او خپرېدو مخه نیولای شي.

تمرکز زیاتوي

دا هم ولولئ:   سختو حالاتو ته ځان مقاوم کړئ / ګلاب بهار

په شین چای کې کافین وي، کافین د انسان ذهن آراموي او پر مسایلو یې تمرکز زیاتوي.

د کالوریو کمی

شین چای د څښاک د نورو موادو برعکس هېڅ ډول کالوري نه لري، له دې امله د وزن د ډېرېدو نه لامل کېږي، البته که بوره په کې واچول شي، هغه خپلې کالوري لري.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*