که پرمختګ غواړئ، نو…… دلته یې ولولئ!

1) ناروغه ژوند پرېږدئ
که پرمختګ غواړئ، پر دې باید پوه شئ چې سالم بدن ورته اړین دی، د ښه بدن لرلو لپاره یو سم (صحي) خواړه خورئ او بل هره ورځ ورزش کوئ. دا کارونه کوچني دي، خو پایلې یې لويې دي.
2) لنډ فکر مه کوئ
کار یوازې د دې لپاره مه کوئ چې له مسوولیت نه خلاص کړئ، بلکې د دې لپاره یې وکړئ چې تاسې سره هدف ته رسېدو کې مرسته وکړي. د خپل کار او فکر اوږدمهالو ګټو ته پام وکړئ.
3) کوچنۍ موخې پرېږدئ
کوچنۍ موخې مو لویو ځایونو ته نه رسوي، داسې موخې وټاکئ چې په خوارۍ کولو ارزي او ستاسې زحمت بې ځایه لاړ نه شي. څومره مو چې فکر او هدف لوی وي، هومره به یې ترلاسه کولو لپاره خواري کوئ.
4) پلمې مه کوئ
انسان چې پیل کوي، ستونزو سره حتمن مخ کېږي، ټول لوی خلک یو وخت واړه وو، خو له یوه ځای یې پيل وکړئ، که تاسې پرمختګ غواړئ، نو پیل وکړئ او د پیل لپاره هېڅ پلمې او بهانې مه کوئ.
5) فکر بدل کړئ
ځينې خلک چې په کوم نظر وي، د ژوند تر اخره په هماغه نظر وي او فکر کوي چې انسان وده نه کوي، خو انسان له هر حالت سره بدلېږي، ځان ثابت او کنګل مه پرېږدئ، بدلون ومنئ، نوي شیان زده کړئ، ځان او چاپېریال کې بدلون راوړئ.
6) هر کار ته لاس مه اچوئ
یو متل دی چې (هرکاره هېڅ کاره وي). که تاسې پرمختګ غواړئ، نو هر کار ته لاس مه اچوئ، یو هدف ځان ته وټاکئ او هر څه چې کوئ، هماغه هدف ته د رسېدو لپاره یې وکړئ. په دې کار به مو انرژي بې ځایه نه ضایع کېږي.
7) هر څه مه کنټرولوئ
هر څه ستاسې په وس کې نه دي، نو کوشش مه کوئ چې هر څه کنترول کړئ، بلکې له ځینو شیانو سره ځان عیار کړئ، دا ومنئ چې تاسې پوره نه یاست او هر څه ستاسې په خوښه نه کېږي. کله کله د خپلې کورنۍ، ملګرو او همکارانو هم منئ.

دا هم ولولئ:   تماشه جوړوونکی یا کمال ښودونکی؟

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*