خواږه حکایتونه (۱) – سپوږمۍ څوک نه شي غلا کولای

د ذن راهب ریوکان د غره د لمنې په یوه ساده جونګړه کې غریبانه ژوند کاوه. یو سهار وختي دی په مراقبه بوخت و چې غل یې جونګړې ته راغی، څومره لټون یې چې وکړ، د وړلو څه یې پيدا نه کړل.

په دې وخت کې ریوکان خپلې جونګړې ته راغی او غل یې ولید، ورته یې وویل: (ته به دلته له ډېر لرې ځایه راغلی یې، اوس باید تش لاس بېرته ستون نه شې، زما دا جامې ځان سره د ډالۍ په توګه واخله.)

سپین سترګي غله ترې جامې واخیستې او روان شو.

ریوکان لوڅ ناست و، د څوارلمسې سپوږمۍ ته یې کتل، ځان سره یې وویل: (بېچاره غل! کاشکې مې دا ښاېسته سپوږمۍ ورته ډالۍ کولای شوای.)

دا هم ولولئ:   ‎عجیبه ده، په هوا مئین وم_ سیاف زاخېلوال

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*