ځانته د یو لوی شخص په توګه وګورئ | ګلاب بهار

ګلاب بهار

کله چې ته غلطي کوې لکه ضرب الاجل ته په وخت ځواب نه ورکوې یا دا چې د یوه پروپوزل د بودجې مجموعه غلطه راوباسې، یا یوه غلطهمعامله کوې یا د خپلو ماشومانو د تدریس لپاره داسې یو میتود په لاره اچوې چې ښې پایلې نه لري نو په کوم معیار وایې چې دااشتباهات وو؟

آیا وخت یې در ضایع کړئ؟ تا او ستا ادارې ته یې مالي زیان در رسولی؟  یا ته دغه کار ته غلطي وایې ځکه چې ته د خپل رئیس او یا همخپلو ملګرو د انتقاد لاندې راځې؟

نه یاره. غلطي په دې شیانو نه تلل کېږي! نور څوک ستا کارونه ناکام او یا هم بریالي نشي تللی.

دا یوازې ته یې چې خپل کارونه یا بریالي او یا هم ناکام وګڼې.

د خپلو کارونو په مقابل کې ستا خپل غبرګون کولای شي چې ستا کارونه یا مثبت او یا هم منفي؛ بریالي او یا هم ناکام؛ ډېر ګټور او یا همکم ګټور کټګوري کړي.

ته خبر یې او کنه چې متشبثین هېڅکله په لومړي ځل، په دویم ځل، په درېیم ځل خپل کاروبار له ځمکې نشي پورته کولای!

د ټیولن پوهنتون د پروفیسورې لیزا آموس په وینا د متشبثینو د ناکامۍ اوسط ۳،۸ دی.

اشتباهات او غلطۍ متشبثین په شا نه شي ګرځولی ځکه دوی پوهېږي چې درې ګامه مخ په وړاندې او دوه ګامه مخ په شا بیا هم مساويدي له یو ګام مخ په وړاندې سره! هماغه دی چې مخکې ځي، نوم جوړه وي او بریالي کېږي!

دا هم ولولئ:   د خوب ارواپوهنه (۱) برخه / سیال یوسفي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*