د حمزه تصوف / مصطفی سالک

لیکوال: مصطفی سالک

ځان په منزل د عاشقۍ چې ستړی نه کړې چرې
زړه د خدای کور دی عشق په خپله دې مکان ته راځي
کله کله په تصور کې تعلي وکړم چې حمزه پیژندونکی یم، خو اوس حقیقت دادی چې ددې موضوع پر اړه لیکل ګران دي، له ماشومتوبه له تصوف سره بلد یم، خو دا د حال میدان دی د قال میدان نه دی، زما د پلار ارواښاد سیداجان سالک بیت دی:
قال کې ډیر تیزبین یې خو له حال ځنې اګاه نه یې
حال نه برخه واخله چې په کې ډیر اسرارونه دي
او چې د حال خلکو ته ورشې د هغوی ځواب یوه بشپړه خاموشي وي، ځکه چې هغوی تجربه کوي او بیا پر دې پوهیږي چې دا څه په بیان کې نه راځي، او که دا هڅه وکړې مقابل لوری پرې نه پوهیږي، حمزه ښه خبره کوي:
څوک پرې پوهیږي نه خو خوند ورکوي
څه عجیبه غوندې خبرې کوم
تصوف او وحدت الوجود یو څیز دی، خو په جمله کې یو د بل پر ځای نه شو کارولی ځکه چې وحدت الوجود د تصوف له ډیرو تجربو یوه تجربه ده تصوف ونه ده او وحدت الوجود یوه څانګه.
خو تجربه کول او د تجربې پر اړه لیکل بیلې خبرې، تجربه عملي تصوف دی د تجربې پر اړه لیکل نظري عرفان دی، چې په پایله کې له فلسفې سره تړل کیږي.
د تصوف په ځانګړي ډول وحدت الوجود پر اړه ډیر څه لیکل شوي چې ګټه یې کړې خو دا هم رښتیا دي چې تجربه په تورو کې نه لیږدول کیږي.
همدغه ځای دی چې له تصوفه هم ماورا الفطرت فلسفه جوړه شي.
او د حقیقي حسن د لامحدودیت یو دلیل همدغه دی چې په انساني ذهن او حواسو کې نه ځایږي او کوم چې ځای شو هغه فاني دی او فاني پناه کیدونکی دی او فناه کیدونکی خدای نه شو دلته به نور څه ووایم بس نه تعریف یې ښه تعریف دی.
صوفیان خو په ګڼو څانګو ویشلی شو خو تر ډیره دغه دوه ډوله دي.
هغه صوفیان چې تر ډیره پر ذکر تکیه کوي او د مخکې تلو هڅه کوي، ذکر او چلې ددغو صوفیانو لاره ده.
بله ډله ده چې هغوی عشق د لارې مشعل ګڼي، دوی چاته نه وايي چې په ژبه ذکر وکړه بلکې ورته وايي له خدای ج سره مینه وکړه، مین صوفیان وايي چې له زاهدانو مخکې دي.
انجا که زاهدان به هزاران اربعین میرسند
مست شراب عشق به یک اه میرسد
غوښتل مې د حمزه د تصوف پر اړه لږ څه ووایم، زموږ کلاسیک شاعران صوفیان یا صوفي رنګه وو، خو د ډیرو شاعرانو ژوند په تیاره کې دی او له دیوانونو يې اندازه لګوو چې صوفیان وو.
خو حمزه زموږ د وخت شاعر دی، معلوم دی راته او پوهیږو چې صوفی و، د سید عبدالستار شاه باچا مرید و، چې کله یې فخر علم، کله بینوا او کله باچاجان بللی دی.
سوری د شملې د بینوا چې په ما شوی دی
کله زه حمزه به اوس سایه د هما وغواړم
دا ډول مین صوفیان دومره نګه اندونه لري چې د کرامت خاوندان هم ورته پوره نه ښکاري :
زاهده ! ستا بدل د ریاضت شو کرامت
خواهش یې د رندانو په فطرت کې نشته هیڅ
زاهد چې زهد کوي او هیله یې داوي چې په بدل کې یې کرامت ورپه برخه کړي څرګندوي چې انسان د کرامت په الفت کې ایسار دی، خو رندان دا خواهش نه لري هغه د خدای په مینه کې ګیر دي نورې مینې یې زړه ته لاره نه شې کولی.او کله کله خو صوفیان ډاریږي چې هسې نه کرامت ترې صادر شي او خلک ورپسې شي.چې دا به یې بیا له خدایه غافل کړي.
خپل واردات د زړه په خپله اینه کې ویني
هیڅ توقع د کرامت په ریاضت کې نه وي
له موږ سره چې کوم روغ کتابونه په لاسونو کې دي د هغو له مخه هغه د تقویم الحق کاکاخیل خبره غزل روښانیانو پیل کړ او ځکه یې پیل کړ چې د وحدت الوجود تبلیغ په کې وکړي.مانا دا چې غزل د تصوف لپاره دغې ژبې ته راغلی.
ښايي همدغه لامل دی چې پښتو ادب کې هر مهال صوفیانه شاعري شوې ده. د غزل خبره مو کوله د روښانیانو غزلې او تر هغوی راوروسته د خوشال ، رحمان، حمید، عبدالقار خټک، علي خان او کامګار خټک په غزلو کې هم یو واکمن او روان فکر تصوف دی، فکر ځکه وایم چې د یو شمیر شاعرانو پر اړه نه شو ویلای چې خپلې تجربې یې دي، که د نظري عرفان فکري اغیز یې خپل کړی.
خو دا هم حقیقت دی چې زمونږ په زمانه کې په شاعرۍ کې عرفان او تصوف تت رنګی دی، یوه خو داده چې مونږ یو شمیر رومانتیکې ذهنی رابطې تصوف وبولو او غني ته هم عارف شاعر ووایو ښايي همداسې وي خو د غني خان ژوند هم زموږ په مخ کې دی . یا د سمندرخان، سمندر د توحید ترنګ چې د تفلسف رنګ لري.
زموږ روایتي تصوف او عرفان په دې زمانه کې د حمزه کار و، عملآ د تصوف په ډګر کې روان و، د پیر مرید و. خو ګورئ دا بیا ضروري نه ده چې هر صوفی دی د فنا او بقا مرحلې وویني. د حمزه بابا په شعر کې چې د تصوف څه شعور ښکاري په دې کې شک نشته چې څه خو به یې د هغه خپلې تجربې وي. خو څه بیا د لوست نتیجه ده .دا خبره د هغه د نثري تصوفي کتابونو او لیکنو تر لوستلو وروسته ښه جوتیږي ځکه هغه خپل وسایل افکار او خیالونه بولي چې شاعرانه او فلسفیانه مزاجونه څرګندوي نه تصوفي او عرفاني رنګ.
د حمزه تصوف ته کتنه ګرانه ده ځکه که تجربې ته یې پام وکړو صوفی دی خو لوست یې هغه د یوه فیلسوف په توګه رامخې ته کوي. خو دا هم ده چې حمزه په اکاډمیک ډول لوستی کس نه و، او نه یې په فلسفه او ارواپوهنه کې ښوونیز سندونه لرل.د کابل منظومه سفرنامه کې لیکي:
کله مې ګریوان و د منطق او د حکمت په لاس
کله فلسفې به کړمه خرڅ ددهریت په لاس
کله تصوف به کړم بسته د طریقت په لاس
څه به مې کول چې مې جلب و د غربت په لاس
د حمزه بابا په اثارو کې د استدلال، دلیل او معلوماتو کمی نشته خو د معلوماتو د وړاندې کولو نظام یې د اکاډمیکو اثارو په څیر ترتیب نه لري.
فقر او تصوف د مینې لاره ده، او مینه له کتابه نه حاصلیږي، دا عرفاني رواني تجربې دي، چې روح او زړه یې کوي.
بلخي مولانا وايي:
ما زقران مغز را برداشتیم
پوست را بر دیګران بګذاشتیم
حمزه هم ورته خبره لري، خو دی بیا وايي تفسیر، فقه حکمت نه یوازې دا چې تا رسوي نه بلکې دا حجابونه دي که په کې ښکیل پاتې شوی د جانان مخ به ونه وینې.
دا ټول دي حجابونه چې انبار یې کړل په مخ
درک یې په تفسیر فقه حکمت کې نشته هیڅ
حمزه انسانیت د ملکیت او حیوانیت انډول ته وايي، د حیوانیت او مادیت اړخ یوه خوا دی او د روحانیت اړخ بله خوا.
صوفیان وايي چې زموږ روح دی تیاره خاورین کالبد ته تر راتلو مخکې د حسن حق کوم ننداره کړې ده، دلته یې د نښو لیدو پر مهال بیا وریادیږي، او دغه نښې د خدای په کایناتو کې شیندلې دي.
نو صوفیان وايي چې زموږ د روح مرغۍ له هغې دنیا سره تړلې ده ، اوس دلته بندیوانه ده هغه هم په مادي بدن کې، شاعر ازل یادوی چې د مادی بوج او بندښت نه و. بس مینې ته ژوندی او په مینه ژوندی و.
اصل زه ملکوتي اوم عشق د یار زما غذا وه
خبر نه اوم چې به ګیرشم په پنجره د عنصر داسې
صوفیان دا خبره هم کوي چې کله د روح مرغۍ د مادي بدن له پنجرې نه ازاده شي او او عالم ارواح ته وروګرځي نو هلته هم د نزدې والی تږې وي، حمزه وايي که انسان جنت ته لاړ شي، او تنده یې سل په سلو کې ماته شي ددغه روحاني ژوند انګیزه به څه وي؟ که څه انګیزه هم وي، مانا دا چې یون او پرمختګ روان دی.
ته راضي اوسه په حورو جنتونو
ددې لارې نهایت زما خوښ نه دی
صوفیان سوله پال پاتې شوي، دوی پرته له تاو تریخوالي په نرمه لهجه او هنري ډولد مینې او دین پیغام ورکړی دی.که د نه تاوتریخوالي ( عدم تشدد) بیلګې لټوو د صوفیانو په ژوندانه او افکارو کې موندل کیږي، دا خلک د انسانیت توغ پورته کونکي دي، د بلخ مولانا چې ومړ ویل کیږي چې د هر مذهب خلکو خواخوږي او ویر کاوه، دغه نیک انګیري خلک وي. حمزه وايي خپله سم اوسه، هرڅوک سم دی.
ځکه اغیار وینې چې ته هم یې غیر
ګنې یو کس چرته اغیار نه دی
دا هغه اخلاقیات دي چې صوفیانو یې تل تبلیغ کړی دی.
مذهب په خپله انسانیت دی او ټول ددینونه د انسانیت د ارزښتنو د ارتقا لپاره راغلي دي.خو بیا هم ددینو د منډپالو ترمنځ د ارزښتونو پر اړه ټکر راځي، خو مخکې یادونه وشوه چې صوفیان د مینې خلک دی د انسانیت د مینې خلک.
دا چې ددینونو د تذکرې پر مهال دې د انسانیت د معیار خبره وشي دا دوه تحلیله لري.
یو تحلیل یې دادی چې اوس یو شمیر خلک د مذهب مخالفت کوي او چې بل کوم کوږ دلیل بیانه مومي نو بیا دا وايي چې انسانیت مهم دی، خو د حمزه پر اړه دا خبره کول وزن نه لري هغه ته په انسانیت کې خپل دین ښکاریده ځکه یې په ډاډه زړه ویل:
حمزه ډیر مسلمانان شته هم کافر شته په دنیا کښې
زه اشنا د هغه کس یم چې روش یې د انسان دی
دا قسم اخلاق او د بیان دا انداز د صوفیانو شاعرانو ورکړه وي، که د حمزه بابا شاعري ولوستل شي تصوفي اخلاق په کې لیدل کیږي.
زه به زړه د چا په بغض خراب نه کړم
د خدای کور مې د هر چا د ګزر مه شه
اوس یو بل مضمون ته ورګرځو وحدت الوجود. یو داسې کلاسیک مضمون چې زمونږ په زمانه کې یوازې حمزه شینواري ځلا ورکړه.
چې تا ته وګورمه زه ښکارم
چې ځان ته وګورمه ته ښکارې
یوازې شاعري نه ده، حمزه د وجود او وحدت الوجود د ماهیت په اړه نثري فلسفي بحثونه هم کړي.
د خوشحال خان خټک یو شعر نومې کتاب یې د وجود د مراتبو بیان دی.
حمزه بابا د خوشحال خان خټک په یو شعر کې هم د وجود پر اړه خبرې کړي نوموړی لیکي ( وجود مادي څیز نه دی، نو ځکه مونږ د هغه د تعریف کولو په وخت هغه اصطلاحات نشو وړاندې کولی کوم چې د مادې سره مختص دي. مطلب دا شو چې وجود مادي نه دی، او چې مادي نه دی نو جسم هم نه دی.نو ځکه مونږ هغه تعریف په هغو اصطلاحاتو کې نه شو کولای کوم چئ د جسم د تعریف لپاره وضع شوي وي.
وجود جوهر نه وي چې هغه دې په خپل ذات هم قایم وي او مخلوق دې هم وي. نه وجود عرض دی چې هغه دې د خپلې هستۍ د بقا دپاره په غیر قایم وي، ځکه چې تر څو جسم نه وي عرض هم نه وي)
د حمزه بیان سلبي دی، وايي وجود داسې نه دی، داسې نه دی، خو دا یې ونه ویل چې وجود داسې دی، او دا خبره شونتیا هم نه لري ځکه چې وجود تشبیه نه لري او چې تشبیه نه لري مثال ورکول یې هم ځای نه نیسي.مخکې لیکي:
(وجود صرف یو دی او کثرت د وجود مظاهر،نو اوس به مونږ وجود هغه څیز ته وایو کوم چې د ټولو اشیاوو خالق دی. بلکې دا به وګڼو چې د وجود په ذات کې دا ټول اشیا موجود دي او د وجود خپل وجودي صفات هم دغه څیزونه دي، د څیزونو هیڅ وجود نشته بلکې مونږ چې فکر وکړو نو راته معلومه به شي چې څرنګه عرض د جسم نه بغیر نشي ظاهریدی، دغه شان دا ټول څیزونه هم د هغه وجود عوارض دي، وجود یو دی او هیچرې دوه یا درې نه شي کیدی، وجود خالق دی مخلوق نه شي کیدی)
که د وجود د ماهیت د پیژندګلو او تعریف په غرض هرڅه وویل شي بیا هم پوهیږو چې راز په راز پاتې دی.
وحدت الوجودیان د وجود د ماهیت پر اړه د سمندر او بړبوکۍ مثال ډیر ورکوي د حباب یانې بړبوکۍ مثال داسې دی چې بړبوکۍ هم د سمندر برخه ده او هم بیل وجود لري، او چې ماته شي بحر شي .
حمزه بابا د وحدت الوجود پر اړه ګڼ بیتونه لري.
اومه څاڅکی خو چې مل شوم له دریابه
اوس په ما د څاڅکي نه کیږي اطلاق
حمزه بابا څیزونه د وجود صفات بولي، یانې د کثرت دا سلسله بیرته وحدت ته ورګرځي.
دا په کثرت کې نو جوړ حسن و یو
ځکه حمزه هم مسلمان پاتې دی
یا دا بل بیت:
لاړه وحدت کې نیرګي د حسن
اوس د کثرت مې وسوسې ووتې
وحدت الوجودیان وايي چې د ځان احساس او د مادې احساس له جانانه لري کړي دي، که دا سرحد تیر شي د وحدت الوجود تجربه کیدی شي .
چې د خپل ځان نه مخکې تیر شومه زه
اوس خو بیخي د یار په څیر شومه زه
ښایستونه ډیر دی، چرته به مرغۍ چغیږي، چرته به ګل غوړیږي، او چرته به د یوه ښکلي انسان سترګې غړیږي، دا لا څه د عرفاني یون پر مهال هم طالب له راز، راز حجابونو سره مخامخیږي.
خو وحدت الوجودیان وايي کثرت هم په حقیقت کې وحدت دی چې خپله جامه یې بدله کړې ده.
حمزه بابا د وحدت الوجود پر اړه ګڼ شعرونه لري خو دا شعرونه تجربوي لږ او فکري ډیر بریښي.
ځکه چې نوموړي د وجود په هکله خپل یو شمیر شعرونه شنلي هلته ښکاري چې دا بیتونه د شعر لپاره نه د فکر لپاره ویل شوي دي.
نوموړي د خوشحال خان خټ یو شعر کې لیکي:
(سره ددې هم چې وجود او ذات یو شی دی خو کوم وخت چې وجود د خپلو صفاتو اظهار کوي نو په هغه وخت کې ذات او وجود عینیت یو شان نه وي او دا یوه داسې باریکه نکته ده چې د عوامو د پوهې نه اوچته ده زما یو شعر دی:
که هرڅو عین وجود یم غزا وشوه
بې واجبه عینیت زما خوښ نه دی)
دا بیت به د حمزه بابا د فکر ښکارندوی ضرور وي، خو د عین ، واجب، او عینیت کلمو د غزل اوږې دومره درنې کړي چې تغزل یې زیانمن کړی دی.
یو بل بیت یې له شرحې سره یو ځای را اخلو:
( څیز ښکاري خو عوامو ته، خواصو ته د څیز نه اګاهو وجود ښکاري. الوجود محسوس والخلق معقول. عوام په فرق کې دي او فرق دې ته وايي چې د اشیاوو په ننداره کې دومره غرق وي چې د وجود احساس نه شي کولی او خواص په جمع کې وي او جمع داده چې د وجود احساس یې تر دې حده رسیدلی وي چې اشیا ترې غایب وي، زما یوه رباعي ده:
عارف په جوش کې وي سینه نه ویني
برپه برجل چې شي نو زینه نه ویني
وصال له ځانه بهر وتل دي
څوک چې خپل عکس وینی اینه نه ویني
بل بیت دی:
(شیخ اکبر وايي چې د مخلوق خپل وجود هیڅ نشته، او که څه وي نو هغه دادی چې حق خپل ځان د عدم محض په اینه کې وکتل او داسې هم ویلي شوي چې حق د خپلې هستۍ تصور وکړو او هغه پرتو په عدم پریوت او دا څه چې ښکاري یا محسوس دي یا غیری محسوس دا ټول د هغه وجود دی په دې باره کې زما یو شعر دی:
ځان د ځان په تماشه له ځانه غیر شي
ځان د خپله ځانه جوړ کړي جم د زړه)
وحدت الوجود د خاصو خلکو خاص تجربه ده، نور خلک پرې داسې مهال خبرې کوي چې ددې تجربې ماهیت په کلیماتو کې نه شي لیږدولی، دوی وايي ( همه اوست) چې د ظاهري شریعت له مخه ښه ادعا نه ده. خاموشي د وحدت الوجود ښه هنداره ده، حلاج منصور د همدغه خبرې په کولو شریعت پلي کونکو په دار کړ. دلته یوه بله خبره هم شته چې ( همه از اوست) چې وحدت شهود یې بولي، مجدد الف ثانی ددغه فلسفې منونکی و، حمزه بابا پر دې باور و چې دادواړه یوه خبره ده، خو زه د مجدد صییب پر اړه ددې وینا جوګه نه یم چې ګواکې هغه به ګنې حقیقي او لفظي اختلاف نه پیژنده.
وحدت الوجود کومه ځانګړی اسلامي نظریه نه ده، بلکې د نړۍ د ګڼو دینونو منډپالو ددې تجربې تصدیق کړی دی.
خو دا یوه داسې ګډه تجربه ده چې د نړۍ ګڼ مذهبونه نزدې کولی شي.
وحدت الوجود د پښتو غزل د پیل مضمون دی، خو داسې مضمون دی چې تر اوسه تکراریږي، خو زمونږه په زمانه کې حمزه دا مضمون په اره بڼه او ډیر وپاله ، خو دا خبره کول هم اړینه ده، چې زمونږ شاعرانو د دې مضمون بیان ته د کره نوښت جامې نه دي اغوستي، او زړه خبره په زاړه رنګ شوی.
د حمزه د غزل ارتقا ته تر ټولو ډیر زیان همدغو خبرو رسولی، د تقویم رح دا طنز هسې نه دی چې د طاووس بڼکې په تعارف کې کاږي:
(ما چې دده اشعار وکتل نو د حمزه شینواري مرحوم د ځوانۍ دور راته یاد شو، چې حمزه صاحب لا په وحدت الوجود کې ورک شوی نه و او خپل وجود یې لرلو….)
وحدت الوجود د شاعرۍ لپاره ښه بلل کیده، خو نن سبا پښتو غزل د نازکۍ هغه مرحلې ته رسیدلی چې دا شاعرانه مضمون یې هم ولي درنوي.
کاش حمزه بابا په خپلو کتابونو وجود او شهود، د خوشال خان خټک یو شعر او نورو بسنه کړې وای، او شاعري يې تخیل او نفسیاتو ته ځانګړې کړې وای هنر به یې لا پسې تلپاتې وای.
هغه څه چې ژوند یې د ژبو په شاعرۍ کې تضمین شوی دی.
د حمزه بابا له دلیلونو بریښي چې د هغه وحدت الوجود هم تر ډیره تجربي او شخصي نه دی بلکې فلسفیانه بڼه لري.

دا هم ولولئ:   تخلص باید څنګه وټاکل شي؟

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*