ټولنيز‌ نزاکتونه / سمسور خاکسار

لیکنه: سمسور خاکسار

ټولنه د بېلابېلو قومونو او نژادونو ټولګه ده، هر انسان پکې خپل کولتور او ملګري د نورو متفاوت پالي. په انساني ټولنو کې بااستعداده او د ملګرتيا وړ شخصيتونه هم وي، خو ځينې يې داسې عادتونه لري، چې ملګريو، کور او رسمي ځايونو کې يې هم هېر وي، چې مخاطب يې څوک دی، نه پوهېږي چېرته او چا سره څنګه چلند وکړي. ټولنيز نزاکتونه په ټولنه کې د يو اصل په توګه مطرح کېږي، دا هغه څه دي چې شاید په ځینو ټولنو کې په مذهبي او جنسیتي لحاظ ډېر کم توپیر وکړي؛ خو په ټوله کې ټولو انساني ټولنو منلي دي.

دلته له ځينو ټولنيزو نزاکتونه يادونه کوو، چې په مراعاتولو يې انسان باشخصيته او ښکلی کيدلی شي.

۱. مه پرېږدئ، چې هر وخت مو ملګري په هوټل، جوس‌خانه، د ټکسي په کرايه او يا هم هټۍ کې د توکو رانيولو وروسته پيسې پرې کړي.

۲. په کور، هوټل او ميلمستياوو کې مو د خوړل شويو خوړو يادونه د خلکو په مخ کې مه کوئ او هم يې انځورونه په خواله رسنيو( فيسبوک، ټويټر، انسټاګرام او سنيپ چټ کې مه خپروئ.

۳. د کور خبرې په کور او د بيرون خبرې بيرون پرېږدئ.

۴. د پېغمبر صلی الله عليه والسلام د قول مطابق مجلسونه امانت دي، د مجلس خبرې نورو ځايونو کې مه کوئ او د ملګريو عيبونه هر چېرته مه وايئ.

۵. که کوم ځای دعوت شوئ، له نورو کمه ډوډۍ  وخورئ او تر نورو لږ وروسته ويده شئ.

۶. غريب ملګري ته د خپلې شتمنۍ او مالداره ملګري ته د خپل غربت کتاب مه پرانېزئ.

دا هم ولولئ:   د چا کار کې کار مه لره، له ژوند به خوند واخلې

۷. په مجلس کې نورو ته په‌ غوږ کې هېڅ مه وايئ، د مجلس نور ګډونوال مو پر ځان شکمن او پر تاسې بد ګمان کوي.

۸. په سوارلۍ/کرايه موټر کې سندرې، نعتونه او ترانې د‌ نورې سوارلۍ له اجازې پرته مه پلی کوئ.

۹. په لوړ غږ خبرې او خندا مه کوئ او هر وخت ټوکې مه کوئ.

۱۰. نور په ښايسته نومونو مخاطب کړئ، خو له ځان څخه مشرانو ته د ( جان، قربان، ګرانه، زړه) او نورو کلماتو د استفادې ډډه وکړئ.

۱۱. په کور و کلي، موټر او يا هم نورو ځايونو کې په نورو په سلام اچولو او احوال اخيستلو کې مخکې شئ.

۱۲. په چکر، تفريح او ميله کې ټول ملګري په شريکه لګښت په غاړه واخلئ، يو کس مه پرېږدئ، چې ټول لګښت وکړي.

۱۳. په خواله رسنيو کې که څوک نه پېژنئ، پرته له اجازې غږيز او انځوريز زنګ مه ور وهئ.

۱۴. پردۍ هر ډول ليکنه د ليکوال معنوي ‌ملکيت دی، د هغه له نوم او يا هم کاپي ليکلو پرته يې په هېڅ ځای کې مه خپروئ.

۱۵. په خواله رسنيو کې په خلکو داسې تبصره مه کوئ، چې په لوستلو يې درباندې شک او اعتراض وشي.

۱۶. د موبايل په زنګ مو د کمپنۍ له زنګونو يو پرېږدئ.

۱۶. په ډک‌ بازار، روان موټر او له زنانو سره په روانو ملګريو او دوستانو له لرې غږ مه کوئ.

۱۷. سوالګر مه‌رټئ يا څه ورکړئ او يا يې په ارامه رهي کړئ.

۱۸. د کور څخه د وتلو مخکې مو د کاليو، څپليو، بوټانو او نورو د پاکوالي او سليقې څخه ځان ډاډمن کړئ.

دا هم ولولئ:   د حج د مناسکو ادا کولو ګام په ګام لارښود

۱۹. هغوی چې مو په موبايل او يا هم ميسج د هرې اوږدې خبرې ځواب په (هو يا نه) کلماتو درکوي، نه‌غواړي چې ډېر ډيالوګ وکړي، ښه دا ده چې نور يې مزاحمت ونه کړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*