بښنه به څنګه غواړو؟ (آسانه او ګټورې لارې چارې)

پرمختګ

Cute little boy is calming pretty little girl while they both are sitting on sofa at home

د انساني اړیکو په پاللو، ساتلو او د باورونو په رامنځته کولو کې بښنه غوښتل مهم دي. بښنه غوښتل د ځان سپکاوی نه، بلکې په خپله تېروتنه اعتراف او د مقابل لوري درناوی کول دي.

مسوولیت ومنئ

هر وخت چې ستونزمن چاپېریال رامنځته شو، خپله ونډه په کې ومنئ او د خپلو کړنو او کارونو مسوولیت ومنئ. دا ستاسې صداقت ښيي او په باور جوړولو کې مو مرسته کوي.

خبره معلومه کړئ

خبره معلومه او مشخصه کړئ چې تاسې څه تېروتنه کړې او د څه لپاره بښنه غواړئ. دا په دې معنی ده چې تاسې د خپل کار یا تېروتنې تاثیر لیدلی، هغه مو منلی او اوس یې مسوولیت اخلئ.

پښېماني وښيئ

بښنه غوښتل په دې معنی دي چې تاسې په خپل یوه کار یا تېروتنې پښېمانه یئ او نه مو غوښتل چې داسې وشي. کله چې تاسې پښېماني ښيئ مقابل لوري ته دا احساس ورکوئ چې بل ځل د دې عمل د کولو نیت نه لرئ، دا د مقابل لوري احساس ته درناوی دی.

خپل عمل جبران کړئ

دا وګورئ چې تاسې خپله تېروتنه څنګه جبرانولی شئ یا حالت څنګه بېرته ښه کولای شئ. دا په دې معنی ده چې تاسې ته مقابل کس او د هغه اړیکه مهمه ده او د ساتلو لپاره یې اقداماتو ته تیار یئ.

بهانې مه جوړوئ

که تېروتنه ستاسې وي، نو بیا ورته دلایل مه لټوئ او دا کوشش مه کوئ چې پړه یې پر بل چا واچوئ. که تاسې بښنه هم غواړئ او د خپلې تېروتنې ملامتي هم په بل چا اچوئ، نو معنی دا ده چې ستاسې بښنه رښتیا نه ده او دا شخړه نوره هم زیاتوي.

دا هم ولولئ:   ستا مينه (هنري نثر) / استاد صدیق الله رښتین 

مقابل لوري ته غوږ کېږدئ

د مقابل کس خبرې په حوصله واورئ او د خبرو تر شا دلایل او احساسات یې درک کړئ. دا په دې معنی ده چې تاسې د هغوی د لیدلوري اورېدو ته تیار یئ او غواړئ چې درک یې کړئ. کله چې بښنه غواړئ، د مقابل لوري خبرې، ګیلې او دلایل هم واورئ.

وعدې عملي کړئ

زیاتره وخت د بښنې غوښتلو پر وخت وعده کېږي چې بیا به دا تېروتنه نه تکرارېږي، خو زیاتره یې بیا تکراروي. دا یاد ساتئ! که چېرې له بښنې غوښتلو سره بیا هم تېروتنه تکرارېږي، نو دا تېروتنه نه ده، بلکې قصدي عمل دی. په دې توګه د بښنې ارزښت له منځه ځي.

مقابل لوری درک کړئ

یوه شېبه خپل ټول وضعیت او دلایل پرېږدئ او د ځان د مقابل لوري پر ځای احساس کړئ. وګورئ چې که تاسې د هغه/هغې پر ځای وای څه احساس به مه کوه؟ وګورئ چې ستاسې یوې خبرې، تېروتنې یا عمل په هغه/هغې څه تاثیر کړی دی. په دې کار به تاسې پوه شئ چې رامنځته شوی حالت بېرته څنګه ورغوئ او راتلونکي کې یې ولې تکرار نه کړئ.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*