انار؛ د وطن خوندوره میوه او د ډېرو ناروغیو درمل

روغتیا

انار د ګران هیواد مشهوره او خوندوره میوه ده، د ښاېسته رنګ، ښه خوند او دسترخوان د ښکلا تر څنګ بلها شی روغتیايي ګټې هم لري.

د پوټکي لپاره

په انارو کې سي ویټامین پرېمانه دی او دا ویټامین د پوټکي روغتیا لپاره ډېر زیات مهم دی. ترڅنګ یې ځينې نور داسې مواد هم لري چې د پوټکي د زړېدو او غونجېدو مخه نیسي.

ټوټکه: د انارو یوه کاشوغه پوډر، د لیمو یوه کاغوشه اوبه او یوه کاشوغه شات (عسل) سره ګډ کړئ، پر مخ یې ووئ، پنځلس دقیقې وروسته یې ومینځئ، له مخ به مو رټې پاکې کړي او پوټکی به مو روښانه شي.

750+ Pomegranate Pictures [HQ] | Download Free Images on Unsplash

د وېښتو لپاره

انار د وېښتو بېخونه تقویه کوي او د وینې جریان ته وده ورکوي. که انار وخوړل شي او که د دانو په غوړو یې وېښته غوړ شي، دواړه ګټه رسوي. د انارو اوبه د وېښتو د توېدو مخه نیسي.

د زړه لپاره

د انارو وبه د زړه د رګونو د التهاب په کمولو کې مرسته کوي. په بدن کې کولېسترول کموي او د رګونو د سختېدو مخه نیسي.

انار که څه هم خواږه دي، خو څېړنو ښودلې ده چې په وینه کې د قند نه زیاتوي او د شکرې د لوړېدو لامل نه کېږي.

انار طبیعي اسپرین هم بولي، ځکه وینه نرۍ کوي و په بدن کې د وینې جریان ته وده ورکوي.

Pomegranate | Photographs shot in the studio with light pain… | Flickr

د سرطان لپاره

د انارو په اوبو کې شته مواد آزاد راډیکالونه له منځه وړي او د سرطاني سلولونو د ودې مخه نیسي. ویل کېږي چې د انارو اوبه آپوپتوز القا کوی چې په دې کې سرطاني سلولونه ځان له منځه وړي. انا د پروستات او سینې د سرطان لپاره ګټور دي.

دا هم ولولئ:   ‏له ښځو رواني وېره (Gynophobia )دویمه برخه /ډاکتر سیف الله غریبیار

د معدې او خېټې لپاره

انار هغه انزایمونه زیاتوي چې د خوړو په هضم کې مرسته کوي. د بدهضمۍ (ارګمي بدېدو) لپاره د انارو په یوه کاشوغه اوبو کې یوه کاشوغه شات واچوئ، ویئ څښئ، هاضمه به مو سمه شي.

خط تولید انار افغانستان - قیمت خريد و فروش انار صادراتی| انار صادراتی

د دفاعي سیستم لپاره

په انارو کې شته مواد د وینې سپين کرویات زیاتوي چې دا کرویات د انسان د بدن دفاع کوي. د انارو اوبه د مکروب او باکتریا ضد خاصیت لري او د خولې د باکتریاو مخه هم نیسي.

د ګردو لپاره

د انارو خوراک له هضم، کولمو او ځيګر سره هم مرسته کوي. د میتیازو (ادرار) د سیستم مکروب ختموي او جریان یې آسانوي. همدارنګه د کولمو له حرکاتو سره هم مرسته کوي. د انارو اوبه له ګردو د کاڼو غورځېدو کې مرسته کوي.

Quick Fix: Pomegranate Juice For Kidney Stones - Z Living

د وینې کمښت لپاره

وینه هغه وخت کمېږي چې کله په وینه کې سره کرویات کم شي. انار په پرېمانه اندازه اوسپنه لري او د سرو کرویاتو له تولید سره مرسته کوي. که مو سترګې سرې شوې وي یا درد کوي، یوازې څو څاڅکي یې دوا ده.

د هډوکو لپاره

انار د هډوکو د بندونو لپاره ښه دی او درد یې قراروي. په عادي ډول د انارو خوړل د الزایمر او نورو عصبي ناروغیو مخه نیسي.

35,989 Eating Pomegranate Photos - Free & Royalty-Free Stock Photos from Dreamstime

د امېدوارو مېندو لپاره

د انارو اوبه فولیک اسیډ او نور داسې غذايي مواد لري چې د امېداورۍ د دورې لپاره ګټور دي. دا د التهاب مخه نیسي او د مور او ماشوم د وینې له جریان سره مرسته کوي. په انارو کې شته پوتاشیم د امیدوارۍ پر وخت د عضلاتو د شخېدو مخه نیسي او له وخت مخکې زېږون مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ:   ولې له روژه ماتې وروسته د معدې تیزابیت او دروندوالی حس کوو ؟ / محمد راتب آريا

د نورو روغتیايي لیکنو لپاره دلته کلیک کړئ

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*