‏له ښځو رواني وېره (Gynophobia )دویمه برخه /ډاکتر سیف الله غریبیار

لیکنه: ډاکتر سیف الله غریبیار

عوارض

ژینوفوبیا په لومړیو کې ښایي کومه جدي ستونزه راولاړه نه کړي اما په راتلونکې کې په ډېرو برخو کې دانسان ورځنیو فعالیتونو ته ګواښپېښولی شي.

ځینې مهم عوارض یې دادي :

ژورخپګان یا Depression

په ژینوفوبیا کې نهیلي او یوازیتوب ښایي شخص په ژور خپګان اخته کړي .

په ژینوفوبیا کې دخوند نه اخېستنه (عدم لذت )هم لیدل شوې ده ،چې داهم د ژورخپګان بسټیزه نښه ده .

ټولنیزه انزوا:

په ژینوفوبیا اخته وګړي نه یوازې له ښځو وېره لري ،بلکې لیدل شوې ده چې له هغو ټولنیزو ځایونو ،پروګرامونو او غونډو هم لیری والیکوي ،چې هلته دښځو شتون حتمي وي ،همدا کار یې له ټولنې ګوښه کوي او یوازیتوب ته یې سپاري.

روږدتیا:

په ژینو فوبیا اخته وګړي د خپلو اندېښو دلږولو په موخه دنشه یي توکو کارولو ته مخ کوي .

په ځان دباور کمښت:

اخته وګړي د نورو نورمالو وګړو په پرتله په ټیټه کچه پرځان لري او همېشه له ناکامیو او نورو ناحوالو سرټکوي .

ځان وژنه :

په ډېرو راپورونو کې جوته شوې ده چې اخته کسان بالاخره ځان وژنې ته زړه کوي او یا دځان وژنې فکرونه او اقدام کوي .

د ژینوفوبیا درملنه

د مخه مو یاده کړې ده ،چې تردې دمه د نوموړې ستونزې درامنځته کېدو کوم ځانګړی لامل نه دې په ډاګه شوی ،په همدې اساس یېځانګړې درملنه هم نه ده په ګوته شوې ،خو روان پوهان او سایکاټرېسټان (د رواني ناروغیو متخصصین )اړ دي ،چې د نورو فوبیاګانو پهڅېر ددې فوبیا درملنه هم مدیریت کړي .

روان پوهان دژینوفوبیا بهترینه درملنه سایکوتراپي (رواني درملنه)بولي اما په ځینو سختو حالاتو کې یې درملو ته هم اړتیا لیدل کیږي ،چېپه لاندې ډول ترې یادونه کوو:

دا هم ولولئ:   د راتلونکو لسو کالونو لپاره د ټېکنالوژیک صنعت غوره مسلکونه/ قریب ارین

۱مواجه کول یا مخامخ کول :

مواجه کول دفوبیا لپاره یوه اغېزناکه او ګټوره رواني درملنه بلل شوې ده .

په دې درملنه کې لومړی د ارواپوه لخوا اخته کس ته دستونزې په اړه رواني پوهاوی یا سایکو اېجوکېشن ورکول کیږي ،بیا دېته اماده کیږيچې ورو،ورو حساسو نکتو ته ورنېږدې شي او معمولا یې پیل له تصویر ، اواز یا فلم کتلو کیږي .

دلومړۍ مرحلې له بشپړېدو وروسته ناروغ حساسو ساحو ته لېواله کېږي او غونډو یا نورو هغو ځایونو ته ورنېږدې کیږي چې هلته ښځېشتون ولري .

دا درملنه په ټولو فوبیاګانو کې ګټورې پایلې لري ،خو دېته باید پاملرنه وشي چې دا درملنه د یوه روان پوه تر نظارت لاندې پیل کیږي ،ځکهد درملنې په اوږدو کې روان پوه اخته کس ته لارښوونه کوي ،چې څنګه او په کومو لارو چارو رامنځته شوې اندېښنه رالږه کړي .

دا درملنه لږ وخت په بر کې نیسي او قدم په قدم مخکې بېول کېږي .

۲سلوکي درملنه یا CBT

په دې درملنه کې معمولا د مخامخ کېدلو له تکتیک ،داخته کس دبنیادي بارونو په اصلاح کولو او داسې نورو تکتیکونو څخه کار اخیستلکیږي او یا ددې ټولو یوه ترکیبي حللاره رامنځ ته کیږي ،چې له اخته کس سره دښځو پر وړاندې په فکري ،احساسي او سلوکي ډولمرسته وکړي.

۳درملیزه درملنه

ښه خبره داده چې ناروغ ته سایکوتراپي ورکړل شي او پورته دواړه ډولونه یې بهترینې لارې دي ،خو ځینې وختونه داخته شخص اضطرابله اندازې ډېر وي او اړتیا لیدل کیږي چې دسایکوتراپۍ ترڅنګ درمل هم ورته توصیه کړل شي .

دا هم ولولئ:   د مصنوعي ځیرکتیا د خطرونو کچه / قریب آرین

درمل یوازې دژینو فوبیا د نښو په رالږولو کې مرسته کولای شي په لامل یا اتیالوژي یې کار نه لري .

درې ډوله درمل په دې برخه کې ګټور ثابت شوي دي :

دخپګان ضد درمل (Antidepressant ): دا درمل د خلقي (مزاجي ) ګډوډیو په درملنه کې کارول کېږي چې مهم یې SSRIs دي .

د ژینوفوبیا په درملنه کې هم دپانیکو اختلالاتو په کنټرول او داضطراب په له منځه وړلو کې مرسته کوي .

بتابلاکرونه (Beta blockers ): دا درمل دژینوفوبیا په برخه کې داضطراب دفزیکي نښو د کنټرولو  لکه د زړه دشدیدو ټکانونو دکمښت،د وینې فشار په رالږولو او کنترول او دبدن یا لاسونو ،پښو دلړزې دکمښت په موخه کارول کیږي او همدا راز په دې برخه کې دحادې وېرېپه رالږولو کې هم پوره همکاري کولې شي .

اراموونکي درمل (Benzodiazepines ): بنزوډبازپین چې غوره اراموونکي درمل دي او د اندېښنو درالږولو ځانګړنې لري ،دژینوفوبیاپه درملنه کې د لنډ مهال لپاره کارولی شو .

باید یاده کړو ،چې ددې درملو ډېره او خپلسرې کارونه روږدتیا رامنځته کوي او له لسو ورځو ډېره کارونه یې مجاز نه ده .

مهمه داده ،چې د پورته ټولو درملو توصیه کول یوازې دمعالج ډاکټر تر لارښوونې لاندې ترسره کیږي.

کله ډاکټر ته د ورتګ اړتیا ده ؟!

که چېرې داخته شخص وېره دومره شدیده وه ،چې دهغه ورځینۍ چارې یې اغېزمنې کړې وي ،اړینه برېښي چې د سایکاترېست خواتهورشي .

سایکاترېست یې سایکولوجېست ته هم ورمعرفي کوي او داسې لارې چارې ،تګلارې او حللارې ورته په ګوته کوي چې په اسانۍ سره لهیاد مصیبت خلاص شي .

دا هم ولولئ:   څنګه کولای شو یوه حادثه یا یو څوک هیر کړو؟_ ماهر سادات

ددې ترڅنګ که دشخص دخپګان یا اضطراب کچه ډېره وه هم باید داکټر ته رجوع وکړي او دیوه معالج تر نظر لاندې دخپلې وېرې درملنهترسره کړي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*