د منفي احساساتو درملنه / بریان ټرایسي

د منفي احساساتو ختمولو تر ټولو ښه او اسانه لار ځان ته دا ویل دي چې: (زه مسئول یم!). هر وخت چې کومه تېروتنه یا ناسم کار کېږي،نو د منفي احساساتو او غوسې راپارېدو مخه په همدې جملې نیولای شئ چې: (زه مسئول یم!)

د ځای ناستۍ قانون وایي چې تاسې مثبت فکر د منفي فکر پر ځای کېنولای شئ.

دا چې ستاسې ذهن په یوه وخت کې یوازې فکر پاللی شي، نو تاسې چې مثبت فکر ټاکئ او دا وایئ چې (زه مسئول یم)، نو په دې معناچې خپل ذهن کې نوي را پارېدونکي منفي فکر او احساس ته ځای نه پرېږدئ.

دا هېڅ امکان نه لري چې د یوه کار مسئولیت دې هم واخلئ او غوسه دې هم شئ.

دا هم ناشونې ده چې هم د یوه کار مسئولیت ومنئ او هم منفي فکر ولرئ. ناشونې ده چې د یوه کار له مسئولیت اخیستو وروسته دې ارام،څرګند، مثبت او خاطر جمع نه یئ.

تر څو چې نور خلک د خپل د ژوند پېښو مسئول او له امله یې ملامته ګڼئ، تر هغې به ذهناً ماشوم یئ. ځان به درته کوچنی او بېوسهښکاري او د قرباني شوي ماشوم غوندې به له نورو خلکو ګیلې کوئ.

د نشه يي توکو پرېښودو لپاره ځینې پروګرامونه جوړېږي، په دې کې ځینې په مخدره توکو روږدي خلک هم ګډون کوي، غونډه کې نور خلکهم د دوی په حالت وي.

دوی پوهېږي چې تر څو چې خلک د خپل ستونزې مسئولیت ونه مني، د مخدره توکو پرېښودو او د ژوند په نورو برخو کې هېڅکله، هېڅ ډولپرمختګ نه شي کولای.

دا هم ولولئ:   منفي فکرونه به څنګه بدلوو؟ ژباړه: میراحمد یاد

خو انسان چې مسئولیت ومني، نو بیا هر څه کولای شي. دا موضوع د ژوند د داسې نورو برخو په اړه هم صدق کوي چې انسان په کې دخپلې نارامۍ پړه پر نورو خلکو یا بهرنیو عواملو اچوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*