د مثبت ذهنیت جوړولو لارې چارې

که خپل ذهن مو بدل کړ، خپل او د نورو ژوند هم بدلولای شئ. دا ټول په ستاسې په ذهنیت (فکربڼې) پورې اړه لري. دلته درته ځينې لنډې لارې چارې ښيیو چې په مثبت ذهنیت جوړولو او مثبت فکر کولو کې درسره مرسته کولای شي:
1. د خبرو پر وخت مثبتې کلیمې وکاروئ. که تاسې ځان ته وایئ چې (زه یې نه شم کولای)، نو ځان پر دې قانع کوئ چې رښتیا یې هم نه شئ کولای. د دې منفي خبرې پر ځای مثبتې خبرې وکړئ. ځان ته ووایئ چې: (زه خپله ټوله خواري کوم او تر دې یې ښه کولای شم.)
2. کوم افکار چې مثبت نه دي له ځانه یې وشړئ. د خفګان او فشار پر وخت منفي افکارو ته ځای مه ورکوئ. که د یو څو ساعتونو لپاره هم وي، منفي افکار پرېږدئ او خپل ژوند کې یوازې پر ښو شیانو تمرکز وکړئ. ستاسې ژوند کې به ډېر داسې ښه شیان وي چې ور پام به مو نه وي.
3. داسې کلیمې وکاروئ چې ستاسې قوت او بریالیتوب را څرګند کړي. داسې کلیمې پیدا کړئ چې تاسې ته قوت او خوښي درکوي. په داسې کلیمو تمرکز وکړئ چې تاسې ته د خپل ژوند د کنترول او مدیریت وړتیا درکوي. تاسې په کومه برخه کې قوي یئ؟ کوم کارونه ښه کولای شئ؟ په ژوند کې مو څه ډېر ښه دي؟
4. مثبتې خبرې تکرار کړئ. دا مه وایئ چې (زه یې نه شم کولای، زما لپاره نه دي، زه مات یم…) بلکې ووایئ چې: (زه یې ارزښت لرم، زه دا کار کولای شم، ژوند ډېرې ښېګڼې هم لري) دا شیان چې تکرار کړئ، ستاسې پرې باور پیدا کېږي او ذهن مو په همدې طرف حرکت کوي.
5. پر خپل بریالیتوب باور ولرئ. که چېرې تاسې پخپله دا نه شئ منلی چې بریالي کېدای شئ، نو نور خلک به یې څنګه ومني؟ نو لومړی پخپله پر دې باور پيدا کړئ چې تاسې بریالیتوب او خوښۍ ته رسېدای شئ او خپلې موخې ترلاسه کولای شئ. بیا مو پر خپلو کارونو هم باور زیات وي.

دا هم ولولئ:   ژوند یعنې څه؟ / ډاکټر شیراوازخان پکتین

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*