د سټیو جابز هغه ځانګړنې چې په نړۍ کې یې وځلاوه

له بي بي سي ژباړه

تور بنیان، کوبای پتلون، رڼې عینکې او تور ورزشي بوټان … دا د هغه سړي ظاهري بڼه وه چې نړۍ یې نوښتونو ته ګوته په خوله وه.

سټيو جابز په اپل شرکت کې مشهور شو او داسې هم ویلی شوو چې ایپل شرکت سټیو جابز مشهور کړ.

سٹیو جابز

سټیو د ۱۹۵۵ کال د فیبرورۍ په ۲۴مه نېټه زېږېدلی و او د ۲۰۱۱ کال د اکټوبر په ۵مه نېټه د ۵۶ کالو په عمر د سرطان ناروغۍ له امله مړ شو.

که څه هم د جابز په شخصیت ډېرې لیکنې شوي، خو دغه لیکنې کې یې هغه ښېګڼې او د شخصیت ځانګړنې را خیستل شوي چې ده سره یې ایپل شرکت کې بریالیتوب کې مرسته وکړله:

Steve Wozniak and Steve Jobs in 1996

لومړی: جابز په خلکو کې شوق او ولولې پيدا کولې. د خلکو په طبیعت پوهېده او که به یې پخوانۍ او تکراري ټکنالوجي هم ورته معرفي کوله، په داسې بڼه به یې معرفي کوله چې په خلکو کې به یې شوق پيدا کېده.

کله یې چې اي پيډ ۲ معرفي کاوه هم ډېر وخت یې د هغه په پوښ تشریح کولو تېر کړ، خو رسنیو پراخه پوښښ ورکړ.

دویم: سټیو جابز تقریباً تر لسو کالو هماغه یو ډول جامې اغوستې. رڼې عینکې؛ تور بنیان؛ کوبای پتلون او تور ورزشي بوټان.

Steve Jobs holding an iPad on stage

په دې اړه دوه نظرونه دي، يو دا چې دا ښایي د ده ځانګړی برانډ و او بل دا چې سټیو به ساده‌ګي خوښوله. سره د دې چې د سټیو دغه لباس ډېر زیات مشهور، خو بیا به یې هم ملګرو ته ویل چې په ظاهري بڼې پسې ډېر نه ګرځېږي.

دا هم ولولئ:   کارېزما څه ته وايي؟

خو سټيو دومره ساده هم نه و، په ۱۹۸۰ لسیزه کې به یې ایټالیايي دريشي ګانې او نېکټایانې هم کارولې.

Steve Jobs standing in front of a projection of an ampitheathre

درېیم: سټیو به هر څه ته ډېر زیات ځير و. که څه هم د ايپل شرکت رازونه ډېر خوندي ساتل کېږي، خو بیا یې هم ځينې کیسې راوتې دي.

د ګوګل شرکت یو کارکونکی کیسه کوي چې کله ایفون ګوګل میپس کارول پيل کړل، نو ستيو جابز پخپله له دې شرکت سره اړیکه ونیوله او ورته یې وویل چې په ګوګل کې د  یوه توري رنګ لږ توپير کوي، دا سمه کړئ.

سٹیو جابز

څلورم: سټیو جابز په ځوانۍ کې هند ته تللی او هلته په یوه آشرم کې اوسېدلی دی. ختیځه فلسفه یې د ژوند مهمه برخه وه او د بودایزم مطالعه یې درلوده.

جابز دا اعتراف هم کړی چې په هغه وخت کې یې د ایل ایس ډي په نوم مخدره مواد هم خوړلي او دا یې د خپل ژوند یوه مهمه تجربه بللې ده.

سټیو ظاهراً د پيسو ډېر مینه وال هم نه و، وال سټریټ ژورنال ته یې په یوه مرکه کې ویلي وو چې: (زه دا نه غواړم چې د هدیرې تر ټولو شتمن مړی شم، بلکې ماته دا مهمه ده چې کله د شپې پرېوځم، ځان سره ووایم چې یو ارزښتمن کار مې کړی دی.)

Steve Jobs standing in front of a projection of an ampitheathre

یوه خبره بله !

چا چې د سټیو جابز پرزېنټشینونه لیدلي او اورېدلي وي، دې ته به متوجه شوي وي چې کله به یې پرېزنټېشن ختم کړ او خلکو به تللو ته ځان جوړوه، نو ده به ورپسې غږ وکړ چې (یوه خبره بله!)

دا هم ولولئ:   د افغانستان ۵ نړیوال هوایي ډګرونه وپېژنئ

دا خبره به یې چې کوله په شونډو به یې یوه شوخه موسکا خپره شوه.

په یوه خبره بله جمله پسې ده فېس ټایم اړیکه، پاور بک ۴ جي او ائي پوډ په څېر مهم تولیدات معرفي کړي دي.

په ۲۰۱۵ کال کې چې بیا ټيم کوک ایپل ساعت معرفي کاوه، نو د جابز په تقلید هم دا جمله تکرار کړله او ورپسې یې هغه ساعت معرفي کړ چې اوس د ایپل شرکت لوی تولید دی.

Apple has lost its Bid to Invalidate the Swiss Watch Maker's Trademark "Swatch One More Thing" - Patently Apple

جالبه دا ده چې په دغه جمله بیا قانوني شخړه رامنځته شوه. د سویس ساعتونو سواچ شرکت دا جمله د ځان لپاره ثبت کوله، خو ایپل شرکت یې مخالفت وکړ، آخر محکمې پرېکړه وکړله چې سواچ شرکت دا جمله کارولای شي.

په دې توګه د جابز دغه ځانګړی انداز اوس هم ژوند دی او داسې شرکت سره دی چې ده ښايي نه وای ټاکلی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*